د طالبانو حکومت د پوځ لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې د لمانځغونډې په مراسمو کې ویلي: «دغه ورځ داسې مهال لمانځو، چې هېواد مو په بشپړه توګه خپلواک دی.»
ښاغلي فطرت وویل چې په تیرو کلونو کې د «اشغال» تر سیوري لاندې د خپلواکۍ ورځ لمانځل کیده.
قاري فصیح الدین:د خپلواکۍ ورځ داسې مهال لمانځو، چې هېواد مو په بشپړه توګه خپلواک دی
د خپلواکۍ په ورځ د طالبانو حکومت اعلامیه:نوی نسل باید له تېرو بریو مثبته زدکړه وکړي
د طالبانو حکومت د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت ویلي چې نوی نسل باید د خپلو تېرو بریو پر پل قدم کېږدي او مثبته زده کړه ترې وکړي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په تېره یوه پېړۍ کې د درېیو سترو زبرځواکو ماتول لومړی د الله ج احسان او بیا د ولس د ایماني هوډ او غېرت څرګندونه کوي.
اعلامیه کې راغلي، اوس باید د شریعت پابندي وشي او ټول بري د الله احسان او نصرت وبلل شي.
معصوم ستانکزی:۱۰۶ کاله وروسته هم افغانستان له سخت کړکېچ سره مخ دی
جمهوري حکومت کې د افغان سولې د مذاکراتي پلاوي مشر او د ملي دفاع پخواني وزیر محمد معصوم ستانکزی وایي، دا ۱۰۶ کاله وړاندې د افغانستان د خلکو د ژوند یو نوی فصل پیل شو، چې ازادۍ، د علم رڼا او د ملت وقار یې رامنځته کړ.
د هغه په خبره، ۱۰۶ کاله وروسته، هېواد له سخت کړکېچ سره مخ دی او د علم دروازې د هېواد د بچیانو پر مخ تړل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې له ناپوهۍ سره مبارزه د ریښتینې ازادۍ لار ده.
سمیع سادات:افغانستان ۱۰۶ کاله وروسته هم پوره ازادي نه لري
د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات وايي، په ۱۹۱۹ کال کې د شاه امانالله خان په مشرۍ افغانستان له انګلستان څخه خپله ازادي تر لاسه کړه؛ خو بیا د ملایانو او انګریزانو په مرسته دغه ازادي له منځه ولاړه.
نوموړی وايي، اوس، ۱۰۶ کاله وروسته هم افغانستان نه بشپړ استقلال لري او نه هم بشپړ آزاد دی.
د هغه په خبره، شاه امانالله خان موږ ته درې رنګه ملي بیرغ او دا درس پرېښود چې استقلال په زور ترلاسه کېږي او ازادي د ځواکمنې اردو په مرسته ساتل کېږي.
نوموړی زیاتوي، چې د آزادۍ لپاره د افغانانو مبارزه لا هم روانه ده.
د زمري ۲۸مه؛د خپلواکۍ د ترلاسه کولو ۱۰۶مه مو مبارک شه!
حماسه میډیا د افغانستان ویاړلي ولس ته د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۶مې کلیزې مبارکي وایي.
د زمري ۲۸مه یوازې یوه نېټه نه ده، بلکې د آزادۍ، یووالي او ملي ویاړ ژوندی سمبول دی.
دا ورځ د هغو اتلو مبارزینو د قربانیو یاد تازه کوي چې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره یې حماسه جوړه کړه.
حماسه میډیا هیله لري چې ټول افغانان د سولې، یووالي او ابادۍ په لور ګډ ګامونه پورته کړي.
د افغانستان د روښانه راتلونکي په هیله!
د زمري ۲۸مه؛د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۱۰۶مې کلیزې سره برابره ده
نن سې شنبه د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۶مه کلیزه ده.
دغه ورځ هغه مهال ملي ورځ وګرځېده، چې د وخت شاه غازي امان الله خان په ۱۲۹۸ لمریز کال کې د انګریزانو د استعماري واک ټغر ټول کړ او هېواد یې د خپلواکۍ نوې مرحلې ته داخل کړ.
له هماغې راپدېخوا، د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو په نوم پېژندل کېږي او هر کال د هېواد په کچه په ځانګړو مراسمو او د ویاړ نندارو سره نمانځل کېږي.
سږ کال که څه هم د طالبانو حکومت دغه ورځ رسمي رخصتي اعلان کړه؛ خو په هېواد کې پر ملي بیرغ بندیز لګېدلی او هیچاته د دغې ورځې د نمانځلو اجازه نه ورکول کېږي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر:د کال تر پای د ستنوونکو افغانانو شمېر دوه میلیونو ته رسېږي
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې چې اوس مهال په ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان ژوند کوي او اټکل کېږي چې تر کال پای پورې د ستنوونکو افغانانو شمېر دوه میلیونو ته ورسېږي.
تر دې وړاندې نوموړي ویلي وو، چې د افغانانو له تلو وروسته، ایران کې د کار قوه کمه شوې.
شهباز شریف:د کابینې د یوې میاشتې معاشونه به د خېبرپښتونخوا سېلاب ځپلو ته ورکړل شي
په پاکستان کې د سختو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو د مرستې لپاره د لومړي وزير شهباز شریف په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې د مرکزي کابینې غړي به د خپلې یوې میاشتې تنخواوې خېبرپښتونخوا سېلاب ځپلو ته ځانګړې کړي.
شهباز شریف ویلي چې د مرستې او رغونې په چارو کې باید د ایالتي او مرکزي حکومت توپیر مطرح نه وي، بلکې د خلکو ژغورنه او د سیمو بیارغونه باید لومړیتوب ولري.
د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله په پاکستان کې لږ تر لږه ۶۶۰ کسان مړه شوي چې زیاتره تلفات، ۳۹۲ تنه، په خېبرپښتونخوا کې رامنځته شوي دي.
بدخشان؛د کورني تاوتریخوالي له کبله یو ۱۵ کلن هلک ځانوژنه کړې
ځایي سرچینې وایي، چې بدخشان کې یو تنکي ځوان ځانوژنه کړې.
د معلوماتو لهمخې، پېښه د کشم په ولسوالي کې رامنځته شوې.
یاد هلک ۱۵ کاله عمر درلود او د خپل پلار له لوري له ده سره د سخت چلند له امله یې ځان ځوړند کړی.
د سیمې ځایي طالب مسولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اوتونبایوا:د افغان راستنېدونکو د ژوند ژغورلو لپاره بېړنۍ مرستو ته ضرورت دی
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا په افغانستان کې، د هرات د اسلامقلعه بندر ته د خپل سفر پر مهال له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو سره د لیدنې پر وخت، له نړیوالې ټولنې څخه د عاجلو مرستو غوښتنه کړې.
نوموړې ټینګار کړی چې تر ټولو زیات زیان ماشومان او ښځې ویني، ځکه چې د هغې په وینا، د هغوی د خدمتونو لاسرسی ډېر محدود دی.
آغلې اوتونبایوا له مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې د افغان راستنېدونکو ستونزې هېرې نه کړي او په وینا یې د دې موضوع له پامه غورځول د خلکو د مرګ لامل کېدای شي.

