جمعه, مې 22, 2026
Home Blog Page 410

امیر خان متقي:نړۍ دې د افغانستان په اړه چپه خوبونه نه ویني

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي چې نړۍ باید د افغانستان په اړه “چپه خوبونه” ونه ویني.

نوموړي ټینګار کړی چې په هېواد کې یو واحد او باثباته نظام حاکم شوی او د بهرنیو هېوادونو جوړېدونکې غونډې بې‌ځایه دي.

متقي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په نمانځغونډه کې ویلي چې «اسلامي امارت» هڅه کوي خپل سیاست او ملت له بهرني نفوذ او لاسوهنې خوندي وساتي.

دغه غونډه د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت په تالار کې جوړه شوې وه چې پکې د رئیس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د کابینې یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

ضیاءالحق امرخېل:خپلواکي مو ۱۰۶کاله مخکې ترلاسه کړه؛ خو د نجونو پرمخ مو د زده‌کړو دروازې لاهم تړلي

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت ویلي، که څه هم افغانانو خپلواکي ترلاسه کړه؛ خو لا هم د خویندو او لوڼو پر مخ د زده کړو دروازې تړلې دي، چې دا د خواشینۍ وړ ده.

هغه هیله څرګنده کړې چې د خپلواکۍ د ارزښتونو د ساتلو په موخه دې د ځوان نسل لپاره د تعلیم زمینې برابرې شي، تر څو هېواد با ثباته، پرمختللی او پر ځان بسیا شي.

امرالله صالح:طالبان خپله پاليسي له راولپنډۍ اخلي او د دوی مشري د پاکستان له‌خوا تنظیمېږي

د جمهوري حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبانو د شاه امان‌الله خان مزار، چې د افغانستان د خپلواکۍ اتل و، مدروکه او ممنوعه سیمه ګرځولې ده او خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې هلته ولاړ شي.

نوموړی وايي، دا کار د طالبانو له خوا د ملي ارزښتونو او تاریخي شخصیتونو سپکاوی دی.

د هغه په خبره، طالبان خپله پاليسي لا هم له راولپنډۍ اخلي، او د دوی مشري د پاکستان له خوا تنظیمېږي.

صالح زیاتوي، د طالبانو پخوانۍ اړیکې له نصیرالله بابر، د کوټې او پېښور له شوراګانو او د اکوړه خټک له مدرسې سره خلکو ته معلومې دي.

اشرف غني:زمونږ د نیکونو اخیستې ازادي محکومو ولسونو ته بېلګه شوه

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت مبارکي ویلي.

ښاغلي غني ویلي، چې دا ازادي د افغانانو د نیکونو په سرښندنو تر لاسه شوې.

د هغه په خبره، د افغانانو قرباني محکومو ولسونو ته بېلګه شوه.

یعقوب مجاهد:په یوې پېړۍ کې افغانانو درې ازادۍ اخیستي؛ خو بېرته یې له لاسه ورکوي

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې د اوسنۍ ازادۍ د ساتلو لپاره باید هڅه وشي.

نوموړي ویلي، په یوې پېړۍ کې افغانانو درې ازادۍ اخیستي؛ خو بېرته یې له لاسه ورکوي.

هغه زیاته کړې، چې د هېواد په هر فرد فرد دا لازم دي، چې د خپلواکۍ په ساتلو کې تر خپله وسه پورې خپل کوشش وکړي، تر څو د چا د خبرو تر تاثیر لاندې رانشي.

مجاهد دغه راز ویلي، چې موږ باید د پردیو دسیسو ته هوښیار واوسو او د دوی د هر بد عمل په وړاندې ودریږو او هیچاته اجازه ورنه کړو چې زموږ په چارو کې مداخله وکړي.

زلمی خلیلزاد:له اوږدو جګړو وروسته افغانستان اوس د امنیت شاهد دی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د خپلواکۍ د کاليزې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې هېواد اوس له اوږدو جګړو وروسته د زیات امنیت شاهد دی او د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه کې پرمختګ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې افغانان لا هم له جدي اقتصادي ستونزو، د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو، او د پخوانیو سیاستوالو د تېروتنو د تکرار هڅو سره مخ دي.

خلیلزاد ټینګار کړی چې د بدلون اړتیا شته او دا بدلون باید د فکر بدلون وي.

هغه ویلي چې افغانان د دغو ننګونو د ماتولو وړتیا لري او هیله یې څرګنده کړې چې بریالي به شي.

ملا عبدالغني برادر:بهرنیو هېوادونو کې سکون نشته او افغانان دې خپل هېواد ته راستانه شي

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، چې بهر مېشتي افغانان دې هېواد ته راوګرځي.

هغه د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت غونډه کې ویلي، چې تاسو ته به معلومه شوې وي چې نورو هېوادونو کې د امکاناتو سره بیا هم د مالکیت او سکون احساس نشته.

نوموړي زیاته کړې چې «اسلامي امارت» ستاسې خپل نظام دی او موږ درته ښه راغلاست وایو.

ملا برادر پر هېوادونو هم غږ کړی چې د لاسوهنې پر ځای دې له «اسلامي امارت» سره د تعامل لار غوره کړي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:د افغانستان خاوره د یرغلګرو هدیره ده

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د اسد ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ تاریخي ورځ ده او دوی په دې مناسبت د هېواد ټولو وګړو ته مبارکي ویلې ده.

د دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ۱۰۶ کاله وړاندې د افغانستان مېړني ولسونو د انګلیسي ښکېلاک پر وړاندې په زړورتیا مبارزه وکړه او هېواد ته یې خپلواکي راوسته.

اعلامیه زیاتوي چې افغانانو تل پر خپلواکۍ، ملي ارزښتونو او پر جغرافیې د هر ډول یرغل او تجاوز پر وړاندې قاطع دریځ نیولی او نړۍ ته یې ثابته کړې چې دا خاوره د یرغلګرو هدیره ده.

د اعلامیې په دوام کې ویل شوي چې که څه هم وروسته بیا افغانستان د نورو یرغلونو ښکار شو؛ خو د افغان ولس، مجاهدینو او مبارزینو په قربانیو سره بیا هم د آزادۍ لمر راوخوت او هېواد له اشغال خلاص شو.

حامد کرزی:که د بهرنیو له مداخلو خلاصون غواړو، باید ملي تفاهم ولرو

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده، چې ازادي د ملي ځواک په اتحاد، تعلیم او سولې کې ده او ټول افغانان باید په ګډه د یو روښانه راتلونکي لپاره کار وکړي.

ښاغلي کرزي ویلي، چې د بهرنیانو له مداخلې د خلاصون لپاره ملي تفاهم ته اړتیا ده.

د یادونې ده، چې نن د اسد ۲۸مه د خپلواکۍ د بیرته ګټلو ۱۰۶مې کلیزې سره برابره ده.

ملا عبدالحق وثیق:د «اسلامي امارت» پر وړاندې هیڅ ځواک د ودریدو جرات نه شي کولای، ځکه یو قوي نظام لرو

د طالبانو حکومت د استخباراتو رییس ملا عبدالحق وثیق د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې ویلي، چې «اسلامي امارت» یو پیاوړی نظام دی او هېڅوک یې پر وړاندې د ودریدو جرات نه شي کولای.

ښاغلي وثیق ویلي چې نظام یې د اسلامي نظام او شریعت تطبیق ته ژمن دی او هېچا ته به په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي.

ملا عبدالحق وثیق خبرداری ورکړ هر هغه څوک چې د افغانستان د نیولو فکر لري باید د تېر تاریخ مطالعه وکړي او د نورو یرغلګرو له برخلیک څخه عبرت واخلي.