شنبه, جولای 4, 2026
Home Blog Page 408

محمد محقق: نړۍ د طالبانو پر ضد د کورنۍ جګړې مخالفه ده

د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق وايي، د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو پر ضد د کورنۍ جګړې ملاتړ نه کوي.

هغه د طالبانو له حکومت وغوښتل چې له سخت‌دریځۍ لاس واخلي او معقولو خبرو اترو ته حاضر شي.

محمد محقق ویلي: «نړۍ وايي جګړه مه کوئ. ختیځ او لوېدیځ وايي جګړه مه کوئ. ګاونډیان هم وايي جګړه مه کوئ.»

نوموړي دا څرګندونې د سه‌شنبې په ورځ،د خپل تازه چاپ شوي خاطراتي کتاب د مخکتنې په غونډه کې وکړې.

هغه ټینګار وکړ چې که څه هم ځینې هېوادونه طالبانو ته مالي مرستې کوي، خو نړیواله ټولنه له فکري پلوه له دې ډلې لرې شوې او د طالبانو واکمني په رسمیت نه پېژني.

محمد محقق ادعا کړې چې «طالبان نه پاتې کیږي او تلونکي دي» او زیاته یې کړه چې وروستیو کې سیاسي بهیرونو او ګوندونو په دې برخه کې «متحد دریځ» خپل کړی دی.

محمد محقق یو ځل بیا ویلي، چې هېڅوک د جګړې پلوی نه دي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې معقولو او مانادارو خبرو ته چمتو شي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د طالبانو او د هغوی د مخالفینو ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړي

اریانا سعید:زلاله هاشمي خوندي ده او د نادرکه کېدو اندېښنې یې بې‌ځایه وې

د هېواد مشهورې سندرغاړې اریانا سعید ویلي، چې د زلاله هاشمي د نادرکه کېدو په اړه خپرې شوې اندېښنې سمې نه وې او هغه ژوندۍ او په خوندي حالت کې ده.

د هغې په وینا، زلاله هاشمي د کورنیو ستونزو له امله له خپل مېړه سره یو ځای خوندي ځای ته تللې ده.

اریانا سعید ټینګار کړی، چې دا پېښه جنايي اړخ نه لري او له خلکو او رسنیو یې غوښتي، چې له اوازو خپرولو ډډه وکړي او د ښځو شخصي حریم ته درناوی ولري.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د سندرغاړې زلاله هاشمي د نادرکه کیدو اوازې خپرې شوې.

المرصاد:بدخشان کې پر چینايي وګړود برید په اړه د مشکوکو کسانو له ډلې یو مطلوب کس له وسلې او مهماتو سره نیول شوی

د طالبانو حکومت استخباراتي رسنۍ المرصاد د رسمي امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د طالبانو حکومت ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت په فیض‌اباد ښار شاوخوا کې نن شپه ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د چینایي وګړو پر ضد د بریدونو په تړاو یو مطلوب شکمن شخص ژوندی نیول شوی دی.

د راپور له مخې، یاد عملیات پر هغه پټنځای ترسره شوي چې شکمن کسان پکې مېشت وو او ګومان کېږي، په ګاونډي تاجکستان کې پر چینایي اتباعو د بریدونو سره تړاو لري.

امنیتي سرچینې وایي، له نیول شوي کس سره وسلې او نور پوځي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.

المرصاد لیکلي، د ځانګړې څېړنې لومړنۍ موندنې او د نیول شوي کس ابتدایي اعترافونه ښيي، چې د یادو بریدونو د پلان جوړونه د افغانستان له خاورې بهر شوې وه.

ضیاءالحق امرخېل:موقتي اقتصادي زیانونه د کورني صنعت د ودې لامل کېدای شي

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل ویلي، د لارو بندېدل که څه هم له ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي تاوانونه لري؛ خو دا زیانونه موقتي دي.

د هغه په وینا، دغه بندیزونه کولی شي خلک کورني صنعت ته وهڅوي او په هېواد کې د صنعتي فرهنګ د ودې لامل شي.

امرخېل ټینګار کړی، چې ولس باید اوسنۍ سختۍ وزغمي، څو په راتلونکي کې دوامداره هوساینه او ځان‌بسیاینه ترلاسه شي.

د بالیوډ له نړۍ؛ د سیف علي خان اعتراف: کله چې کرینه کپور له نورو فلمي لوبغاړو سره کار کوي، زه د بخیلۍ احساس کوم

0

د بالیووډ ستوري او کرینه کپور خاوند سیف علي خان په یوې مرکې کې منلې چې د اړیکو په لومړیو ورځو کې یې یو ډول د بې‌باورۍ احساس درلود.

دغه نوموتي ستوري سیف علي خان منلې چې د خپلو اړیکو په پیل کې، کله به چې د هغه مېرمن کرینه کپور له نورو فلمي لوبغاړو سره کار کاوه، نو دې به د حسد او بې‌باورۍ احساس کاوه.

سیف علي خان په خپلې وروستۍ مرکې کې د خپل او کرینه کپور د اړیکو په اړه په خلاص زړه خبرې وکړې.

هغه وویل، چې د خپل وخت له سترې ستورې کرینه کپور سره مینه کول ورته بالکل نوی تجربه وه.

د پخوانیو اړیکو برعکس، کرینه کپور یوه ډېره بوخته فلمي ستورې وه چې پرله‌پسې به یې په فلمونو کې له نورو اداکارانو سره کار کاوه او د بریاوو او د خلکو د پاملرنې وړ وه.

سیف علي خان زیاته کړه چې په پیل کې د دې حالت درک کول ورته ډېر ګران وو او اعتراف یې وکړ چې د اړیکو په لومړیو ورځو کې به د حسد او عدم تحفظ ښکار کېده، ځکه کرینه به له نورو نارینه اداکارانو سره هم کار کاوه.

هغه دا هم وویل چې یو چا ورته مشوره ورکړې وه چې دا حالت دې داسې وګڼي لکه دی چې له یو «هیرو» سره اړیکه لري.

ښاغلي خان وویل، چې دا خبره یې په ذهن کې پاتې شوې وه، ځکه ده به لیدل چې د هغه سیالان د کرینه ملګري ګرځي او دی به حیران و چې دا هر څه څنګه امکان لري.

د مرکې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې سیف علي خان ومنله چې هغه وخت دا ټول حالات ورته ډېر مغشوشوونکي وو او د داسې احساساتو د سمبالولو لپاره یې پختګي، باور او وخت ته اړتیا درلوده، او دا ځانګړتیاوې یوازې د رښتینې ژمنتیا له لارې پیدا کیږي.

د یادونې وړ ده چې کرینه کپور او سیف علي خان په ۲۰۱۲ کال کې واده کړی او دوه زامن لري چې تیمور او جهانګیر، نومیږي.

پاکستان کې د سرو زرو بیې لوړې شوې، فی توله سره په څو ده؟

0

په ټول پاکستان کې د سرو زرو په بیه کې ۲۷۰۰ پاکستاني روپۍ زیاتوالی راغلی دی.

د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ټولنې د معلوماتو له مخې، اوس د سرو زرو فی توله بیه ۴ لکه ۵۳ زره ۵۶۲ پاکستاني روپۍ ته رسېدلې ده.

همدارنګه د ۱۰ ګرامه سرو زرو بیه د ۲۳۱۵ پاکستاني روپیو په زیاتوالي سره ۳ لکه ۸۸ زره ۸۵۶ روپۍ ټاکل شوې ده.

په نړیوال بازار کې هم د سرو زرو بیه لوړه شوې او د ۲۷ ډالرو زیاتوالي وروسته اوس فی اونس ۴۳۱۲ ډالرو ته رسېدلې ده.

د طالبانو حکومت؛د ایکو سازمان له غړو د اوبو او برېښنا په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ د پروګرامونو رییس جان محمد حمزه د ایکو سازمان په انلاین غونډه کې له غړو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان د اوبو او برېښنا په برخه کې همکاري زیاته کړي.

حمزه ویلي، افغانستان د نوې کېدونکې انرژۍ پراخ ظرفیتونه لري او د سیمې د انرژۍ په پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ګډو پروژو، پانګونې او سیمه‌ییزې همغږۍ له لارې افغانستان کولای شي د برېښنا تولید او حتی صادراتو ته زمینه برابره کړي.

د عمران خان زامن سکای نیوز ته:د پاکستاني ریاست لخوا مو پلار په مرګونې کوټه کې ساتل کېږي

0

د پاکستان تحریک انصاف (PTI) د بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان زامنو، قاسم او سلیمان خان، ویلي چې پاکستان ته د ویزو لپاره یې غوښتنلیکونه سپارلي او پلان لري د روان کال په جنورۍ میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي، څو له خپل پلار سره وګوري.

قاسم خان دا څرګندونې د سکای نیوز له خبریالې یلدا حکیم سره په مرکه کې کړې دي.

هغه په مرکه کې د عمران خان د بند شرایط «غیرانساني» بللي او ویلي یې دي چې پلار یې د اډیاله زندان کې په داسې ځای کې ساتل کېږي چې د «مرګ له کوټې» سره ورته والی لري.

د عمران خان د کورنۍ او ګوند له‌خوا دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د محکمې له حکم سره سره د هغه د کورنۍ لیدنې لا هم محدودې دي.

دا څرګندونې همداراز په داسې مهال شوي چې د عمران خان خویندو د زندان مخې ته د لیدنې د نه‌اجازې پر ضد احتجاج کړی و، چې د امنیتي ځواکونو له لوري خور کړای شو.

امیرخان متقي ایران ته:افغانستان ته نور د مسئلې په سترګه نه، بلکې د سیمې د فعال په نظر وګورئ

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ايران د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي چارو رئيس او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير له ځانګړي استازي محمد رضا بهرامي سره کتلي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل ویلي، امیر خان متقي ته په دې ليدنه کې ايراني لوري د تهران د وروستۍ ناستې په اړه معلومات ورکړل او افغانستان ته يې د سيمه‌ييزو همکاريو په چوکاټ کې د مهم غړي په سترګه کتلي.

همداراز، مولوي امير خان متقي د افغانستان او ايران اړيکې مثبتې بللي او ویلي یې دي چې افغانستان نور د «مسئلې» په توګه نه، بلکې د سيمې د فعال همکار په توګه بايد وپېژندل شي.

واشنګټن ته د عاصم منیر سفر او نوې معاملې؛ ایا ټرمپ د پاکستان پوځ “کرایه کول” غواړي؟

رویټرز خبري آژانس لیکلي ټاکل شوې د پاکستان پوځي مشر عاصم منیر راتلونکو اوونیو کې واشنګټن کې یوځل بیا له ولسمشر ټرمپ سره وګوري.

دا په تیرو شپږ میاشتو کې دریم ځل دی چې ولسمشر ټرمپ له عاصم منیر سره ګوري.

د رویټرز د راپور له مخې ټاکل شوې دواړه لوري د سیمې، افغانستان او غزې په مسایلو خبرې وکړي.

د راپور له مخې ولسمشر ټرمپ به پاکستانی پوځي مشر وهڅوي ترڅو دهغه شل ماده ییز پلان برخه شي چې له مخې یې ځینو هېوادونو څخه د یوه نظامي ځواک د جوړېدو غوښتنه شوې ترڅو د غزې نظامي کنټرل ولري.

که څه هم ډیری اسلامي هیوادونه د حماس له بې وسلې کولو اندیښنه لري او لامل یې په خپلو هیوادونو کې د اسرائیل ضد احساسات یاد کړي.

خو د چارو شننونکي باور لري چې پاکستان د خپل ځوړند او ټکني اقتصاد له امله ښایي د ولسمشر ټرمپ د دې پلان ملاتړ وکړي او د څو پیسو لپاره خپل پوځ په کرایي ډول غزې ته واستوي.