خلیلزاد ویلي، افغانستان دا مهال له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دی، او دا ستونزې له هغه وروسته لا سختې شوې چې ایران او پاکستان نږدې دوه میلیونه افغان کډوال له خپلو کورونو وشړل او بېرته ستنېدو ته یې مجبور کړل.
د لویو سوداګرو د وینا له مخې، هر یو یې شاوخوا ۱۵۰ میلیونه کلدارې تاوان کړی او د انارو، انګورو او سبزیجاتو بارونه یې له اونیو راهیسې تورخم کې بند پاتې دي.
راپور وایي، ډېری مېوې او سبزیجات د ځنډ له امله خراب شوي او یا بېرته افغانستان ته ستانه شوي، او افغان سوداګر پر دې دلیل له بېرته پیسې ورکولو انکار کوي چې بارونه یې د قرارداد مطابق لېږدولي دي.
پاکستاني سوداګر د دروازې د پرانیستو لپاره د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ د عاجلو خبرو غوښتنه کوي، ځکه د سخت اقتصادي فشار له امله په ځایي بازارونو کې د کار د دوام لپاره درانه پورونه اخلي.
په قرغزستان کې د طالبانو حکومت سفیر عبدالشکور حقاني د هند له سفیر بیرېندر سِنګ سره لیدلي دي.
دواړو لورو د کابل او نوي ډهلي ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، سیمهییز اتصال او بشري مرستو پر پراختیا خبرې کړي دي.
په خبرو کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر وروستی سفر هند ته مهم بلل شوی او هیله یې ښودلې چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سفر به هم د سوداګرۍ او صادراتو په برخه کې نوي فرصتونه رامنځته کړي.