دوشنبه, اپریل 27, 2026
Home Blog Page 406

محمد صادق:د طالبانو او پاکستاني چارواکو تګ راتګ به ډیر شي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ويلي، چې په اسلام‌اباد کې يې د طالبانو حکومت له سفير سردار احمد شکيـب سره د لوړپوړو چارواکو د راتلونکي سفر او وروستيو دوه‌اړخيزو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي د دې سفر په اړه نور جزئيات نه‌دي څرګند کړي.

دا خبرې داسې مهال شوي چې تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنيو او کورنيو چارو وزيرانو کابل ته سفر کړی و، او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار، د طالبانو حکومت رئيس‌الوزرا ملا حسن آخوند اسلام‌اباد ته بللی دی.

ملګري ملتونه:بېرته‌راستانه شوي افغانان د طالبانو له شکنجې او سرغړونو سره مخ دي

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ويلي، هغه افغانان چې بېرته هېواد ته ستنېږي، په ځانګړي ډول ښځې، پخواني دولتي کارکوونکي، پوځيان او خبريالان، د طالبانو له لوري له شکنجې، خپل‌سري بندۍ او د بشري حقونو له جدي نقض سره مخ دي.

دغه راپور يوناما او د بشري حقونو دفتر چمتو کړی، چې له ۴۹ بېرته‌راستانه شويو افغانانو سره په ۲۰۲۴ کال کې مرکې پکې شوې دي.

دا کسان ډېری له ايران او پاکستان څخه شړل شوي دي.

راپور زياتوي، ځینې بېرته راستانه شوي کسان د طالبانو له وېرې پټ ژوند کوي، او ځينې يې سختې شکنجې تېرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر وولکر تورک ويلي، هېڅوک بايد داسې هېواد ته بېرته ونه لېږل شي چې هلته د پېژندګلوي يا تېرې دندې له امله له خطر سره مخ وي.

روسیه؛د انتونوف–۲۴ مسافر وړونکي الوتکې چې ۵۰ کسان پکې سپاره وو، له رادار نادرکه شوې

0

د روسیې د هوانوردۍ چارواکو ويلي، د انتونوف–۲۴ مسافر وړونکي الوتکې سره چې ۵۰ کسان پکې سپاره وو، اړیکه پرې شوې ده.

دا الوتکه د تيندا ښار پر لور روانه وه چې له رادار څخه نادرکه شوه.

د راپورونو له مخې، د الوتکې د موندلو لپاره د لټون عمليات پيل شوي دي.

د امور سيمې والي ويلي، چې په دغه الوتکه کې ۴۳ مسافر، چې پنځه ماشومان هم پکې شامل دي، او ۶ تنه عمله موجوده وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال:له امریکا سره خبرو ته چمتو یو؛ خو د فشارونو په وړاندې غبرګون ښیو

0

ِد ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌آبادي ویلي، تهران چمتو دی چې له امریکا سره خبرو ته بېرته ستون شي؛ خو باید ډاډ ترلاسه شي چې دا خبرې د نظامي برید پلمه نه وي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې دا څرګندونې کړې.

هغه د جمعې په ورځ د ایران او د اروپايي درې‌ګوني (فرانسه، آلمان، بریتانیا) ترمنځ مذاکرات مهم وبلل؛ خو “سرنوشت‌ساز” یې ونه‌بلل.

د یادونې ده چې وړاندې تر دې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي چې د امریکا له هر ډول بندیزونو او تهدیدونو سره بیا هم د غني‌سازۍ له پروګرام به لاس وانخلي.

د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره:نړۍ د غزې پر بشري ناورين سترګې پټې کړې دي

0

د ملګرو ملتونو يوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی چې په غزه کې د لوږې له امله د تلفاتو زياتېدل، او د نړيوالې ټولنې چوپتيا «نه بښونکی» عمل دی.

د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره وايي، نړۍ د غزې پر بشري ناورين سترګې پټې کړې دي.

د غزې د صحت وزارت د معلوماتو له مخې، يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان د لوږې له امله مړه شوي، چې ټول تلفات ۱۱۱ تنو ته رسېږي، چې له دې ډلې لږ تر لږه ۸۰ ماشومان دي.

په ورته وخت کې، ۱۰۹ نړيوالو مرستندويه ادارو ويلي که بېړنۍ مرسته و نه‌شي، د مړينې کچه به نوره هم لوړه شي.

د وروستيو شمېرو له مخې، د اسرائيلو او غزې د روانې جګړې له کبله تر اوسه لږ تر لږه ۵۲ زره او ۲۱۹ کسان وژل شوي او له ۱۴۳ زرو زيات ټپيان شوي دي.

سوريه:له سعودي عربستان سره د شپږ ميليارده ډالرو په ارزښت ۴۴ هوکړې لاسلیک کوو

0

د سوريې د اطلاعاتو وزير حمزه مصطفی ويلي، چې دمشق له سعودي عربستان سره د نږدې شپږ ميليارده ډالرو په ارزښت ۴۴ هوکړې لاسليکوي.

هغه دا خبره په دمشق کې د سوريې او سعودي ترمنځ د پانګونې کنفرانس پر مهال وکړه، چې پکې د سعودي عربستان يو لوړپوړي سوداګریز پلاوي هم ګډون کړی و.

امريکايي سناتوره:د ټرمپ اداره دې بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو زیانمنو افغانانو ملاتړ وکړي

له متحده عربي اماراتو څخه د دوو افغان کورنیو د شړلو د راپورونو په غبرګون کې يو امريکايي سناتور دغه اقدام «د نه منلو وړ» بللی دی.

سناتور جين شاهين ويلي، د زيانمنو افغانانو شړل د امريکايي ارزښتونو او ژمنو سره خيانت دی.

د امريکا د سنا د بهرنيو اړيکو کمېټې د يوې خبرپاڼې له مخې، هغې د ټرمپ له ادارې غوښتي چې په قطر، اماراتو، البانیا او پاکستان کې زیانمنو افغانو ته د بيا مېشتېدو او ملاتړ فرصتونه ژر برابر کړي.

قطر:له افغانستان سره د سولې په بهير کې منځګړتوب ته دوام ورکوو

د ملګرو ملتونو لپاره د قطر دايمي استازې، عاليه احمد بن سيف آل‌ثاني ويلي، چې هېواد به يې له افغانستان سره د سولې او ثبات د تأمين په برخه کې خپل منځګړي رول ته دوام ورکړي.

هغې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې ته ويلي، دا هڅې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د «دوحې بهير» کوربتوب هم شاملوي، چې موخه يې افغانستان بېرته نړيوالې ټولنې ته ورګډول دي.

کاناډا کې د جرمني سفیر:طالبان په رسمیت نه پېژنو او له دوی سره تعامل د رسميت مانا نه لري

په کاناډا کې د جرمني سفير ويلي، برلين طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه پېژني، او له دې ډلې سره تعامل د رسميت مانا نه لري.

متياس لوتنبرګ دا څرګندونې د اتاوا په يوه غونډه کې وکړې، چې پکې يو افغان فعال اعجاز ملک‌زاده له طالبانو سره د جرمني د برخورد په اړه انتقاد وکړ او دا يې د بشري حقونو له ارزښتونو سرغړونه وبلله.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې راپورونه خپاره شول، چې جرمني د طالبانو حکومت دوه ديپلوماتان منلي، څو د مهاجرو د بېرته لېږد اسانتياوې برابرې کړي.

راپورونه وايي، طالبانو سيد مصطفی هاشمي او نبراس‌الحق د خپلو استازو په توګه جرمني ته معرفي کړي، او دا کسان به په برلين او بُن کې د افغانستان په سفارت او قونسلګرۍ کې فعاليت کوي.

ایران؛په تهران کې پخوانی افغان سرتېری د لوړ منزل څخه له لوېدو وروسته مړ شوی

سرچینې وايي، یو پخوانی افغان سرتېری په ایران کې د لوړ منزل څخه له لوېدو وروسته مړ شوی دی.

دغه سرتېری “کاکا جان کوهبندی” نومېده او تېره اوونۍ یې په تهران کې ژوند له لاسه ورکړی.

هغه د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ د درنامه کلي اوسېدونکی و، چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته ایران ته تللی و.

نږدې یوه اوونۍ مخکې هم یو بل پخوانی سرتېری په ورته ډول په تهران کې مړ شوی و.