دوشنبه, اپریل 27, 2026
Home Blog Page 402

اسرائیل:هره ورځ په غزه کې لس ساعته اوربند کوو، څو بشري مرستې ورسول شي

0

اسرائیل اعلان کړی چې له یکشنبې څخه به هره ورځ لس ساعته په غزه کې پوځي عملیات درېږي، څو بشري مرستې ورسول شي.

دا اوربند د مواسي، دیرالبلح او غزې ښار په برخو کې پلی کېږي.

ملګري ملتونه وايي اسرائیل د یوې اونۍ لپاره د مرستو د ننوتو اجازه ورکړې؛ خو لا هم پراخو مرستو ته اړتیا ده.

په ورته وخت کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند خبرې په دوحه کې بې‌نتیجې پای ته ورسېدې.

د اسراییلو د دفاع وزیر:که د ایران لخوا تهدید دوام ومومي، لاسونه مو تر تهران او خامنه‌يي پورې رسېږي

0

د اسراییلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتز د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي ته ګواښ کړی او ویلي یې دي چې که تهران د اسراییلو ګواښلو ته دوام ورکړي، نو “د اسراییلو اوږده لاسونه” به تر تهران او خامنه‌يي پورې ورسېږي.

کاتز دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د رامون هوايي اډې ته د خپل سفر پر مهال وکړې.

نوموړي وویل: «خامنه‌يي ته یو واضح پیغام لرم او هغه دا، چې که دوی د اسراییل ګواښلو ته دوام ورکړي؛ نو موږ به بیا او دا ځل په لا زیات ځواک سره، تر تهران او خامنه‌یي پورې ورسېږو.»

دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې د ایران مشر علي خامنه‌يي د اسد په ۳مه د اسراییلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې په پیل کې د خپلو لوړپوړو پوځي قوماندانانو وژل “درنه ضربه” وبلله؛.خو ټینګار یې وکړ چې اسراییل “خپلې موخې ته ونه رسېد.”

د طالبانو حکومت:ننګرهار کې ۲۴ زره نشه‌یي تابلیتونه مو نېولي

د طالبانو حکومت په ننګرهار کې له لومړۍ امنیتي حوزې څخه ۲۴ زره نشه يي تابليټونه نیولي دي.

د ننګرهار د طالبانو امنیه قومنداني وايي، چې درې تنه په دې اړه نیول شوي دي.

د یادې قومندانۍ ویاند طیب حماد وايي، نیول شويو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی؛ خو هغه یې د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

معصوم ستانکزی:د غزې پر خلکو د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین تحمیلېږي

0

د افغانستان د ملي امیت پخوانی رییس محمد معصوم ستانکزی وایي چې د یویشتمې پیړۍ تر ټولو دردونکی بشري ناورین او جنګي جنایات د غزې مظلوم ولس باندې تحمیل‌ېږي.

هغه پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، کله چې انساني و جدان د انتقام او قدرت په اور بدل شي؛ نو هر معیار تر پښو لاندې کیږي.

هغه غوښتنه کړې، چې د نړۍ دولتونه دې انسانیت ته د احترام په خاطر دې ناورین ته په ګډه د پای ټکی کیږدي.

پښتونخوا؛وسله والو د یولسم ټولګي زده کوونکی د خپلې مور ترمخه وژلی

0

د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په جاني‌خېل سیمه کې وسله‌والو کسانو د ۱۱م ټولګي زده‌کوونکی، دین ولي، د هغه د کور دننه د خپلې مور مخې ته په ډزو وژلی دی.

ځایي سرچینې وایي چې برید کوونکي د شپې له خوا کور ته ننوتي او پرته له کوم دلیل یې پر دغه تن ډزې کړې دي.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه‌ دی منلی او امنیتي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

تیراه کې پر لاریون د پوځ برید؛شپږ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

0

د پښتونخوا د تیراه په وادي سیمه کې پاکستاني پوځیانو پر لاریون کوونکو ډزې کړې، چې له امله یې شپږ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

دا لاریون د خلکو له لوري د ماشوم د وژلو په غبرګون کې شوی و، چې وروسته له پولیسو سره په تاوتریخوالي واوښت.

ویل کېږي، چې د یو شمېر ټپیانو وضعیت نازک دی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم پوځ ډېر ځله پر لاریون کوونکو بریدونه کړي.

امیرخان متقي عباس عراقچي ته:د ایران له خاورې افغان کډوال باید په باعزته ډول را وویستل شي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ایران له بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره په ټلیفوني خبرو کې د افغان کډوالو د اخراج روانه لړۍ د اندېښنې وړ بللې او له ایراني لوري یې غوښتي چې د کډوالو د ایستلو پر مهال د درناوي او تدریج اصل ته پام وکړي.

متقي ټینګار کړی چې باید له افغان کډوالو سره انساني چلند وشي او د هغوی حقوقو ته درناوی وشي.

په همدې حال کې بیا عراقچي، متقي ته ډاډ ورکړی چې د افغان کډوالو حقونه به خوندي وي او د هغوی د ایستلو بهیر به له درناوي سره، تدریجاً ترسره کېږي.

کابل؛نږدې راتلونکي کې د کډوالو په اړه درې اړخیزه غونډه کېږي

کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر عرفات جمال وایي، ژر به په کابل کې د افغان کډوالو ستونزو په اړه درې اړخیزه ناسته جوړه شي.

جمال د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، چې په دې ناسته کې به د طالبانو حکومت، ایران او یونیسیار استازي ګډون ولري.

د هغه په خبره، ناسته کې به په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو په اړه هر اړخیز بحثونه وشي.

په ورته مهال، عبدالکبیر یاده ناسته مهمه بللې او د کډوالو ستونزو د حل په برخه کې یې پر نړیوالو همکاریو ټینګار کړی دی.

کیم جونګ اون:امریکا سره جګړه کې بریالي کېږو

0

د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ‌اون، د کوریا جګړې د پای کلیزې په مراسمو کې ویلي، چې د دوی دولت او ولس به د امریکا ضد جګړه کې حتمي بریالي شي.

نوموړي ټینګار کړی چې هیواد به یې بډای او له ځواګمن پوځ برخمن شي.

شمالي کوریا هر کال د جولای ۲۷مه د “بریا ورځ” په توګه نمانځي؛ خو جنوبي کوریا ورته رسمي مراسم نه لري.

ټرمپ:تایلنډ او کمبودیا د اوربند لپاره خبرو ته چمتو شوي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د تایلنډ او کمبودیا مشران ژمن شوي چې ژر تر ژره سره وویني او د سرحدي نښتو له درې ورځني کړکېچ وروسته د اوربند لاره ولټوي.

رویټرز د ټرمپ له قوله ویلي چې دی هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې منځګړیتوب وکړي.

د تایلنډ سرپرست لومړي وزیر ټرمپ نه د سولې هڅو په خاطر مننه کړې او ویلي یې دي چې هېواد یې د اوربند پلوي دی؛ خو غواړي د کمبودیا له لوري “رښتینی صداقت” وښودل شي.