دوشنبه, اپریل 27, 2026
Home Blog Page 401

پاکستان؛د سې شنبې په ورځ فضا ته یوه بله سپوږمکۍ استوي

0

د پاکستان د فضا ملي تحقیقاتو ادارې (سوپارکو) اعلان کړی چې د دغه هېواد تازه سپوږمکۍ پی‌آر‌اس‌اس به د راتلونکې سه‌شنبې په ورځ د چین له شی‌چانګ فضايي مرکز څخه مدار ته ولېږدول شي.

د سوپارکو چارواکي وايي، دا ماموریت د پاکستان د فضا پراخولو لپاره د جوړ شوي اوږدمهاله پلان “ویژن ۲۰۴۷” برخه ده.

دا سپوږمکۍ به د ځمکې د مشاهدې، د طبیعي منابعو د مدیریت، او د طبیعي افتونو د څار لپاره کارول کېږي.

د جیونیوز راپور له مخې، پی‌آر‌اس‌اس له پرمختللو عکس‌اخیستونکو وسایلو سره مجهزه ده او تمه ده چې د کرنې، ښاري پلان‌ جوړونې، د بحران مدیریت، او د چاپېریال د څار په برخو کې مهم رول ولوبوي.

الجزیره:د اسراییلو تازه بریدونو ۴۱ تنه وژلي

0

الجزیره وایي، چې نن دوشنبه اسرائیلي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۱ فلسطینیان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، اته تنه ملکي وګړي هغه مهال ووژل شول چې د خوړو ترلاسه کولو پر مهال په نښه شول.

دا بریدونه له هغې وروسته هم روان دي چې اسرائیل اعلان کړی و، هره ورځ به لس ساعته د عملیاتو وقفه کوي، څو بشري مرستې غزې ته ورسوي.

دغه وقفه به له لسو بجو څخه تر اتو بجو پورې د غزې په ځینو سیمو لکه المواسي، دیرالبلح او غزې ښار کې وي.

ملګرو ملتونو تایید کړې چې تر ۱۰۰ زیات د مرستو موټرونه غزې ته داخل شوي؛ خو وایي دا لا هم د قحطۍ مخنیوي لپاره کافي نه دي.

عباس عراقچي:د ایران او لویدیځ ترمنځ شخړه هیڅکله نه حلېږي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د ایران او لویدیځ ترمنځ مسئله هېڅکله نه حلېږي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ د دانشجو خبري‌ آژانس ته وویل، تر هغې چې امریکا، امریکا وي او ایران، ایران وي، دا شخړه به دوام ولري.

عراقچي زیاته کړې، دا خبره یې لا د باور رایې اخیستو پر وخت هم کړې وه چې د امریکا او ایران د دښمنۍ پای نشته.

حلیم فدایي:طالبان د بهرنیانو په اختطاف سفارتونه غواړي

وروسته تر هغې، چې حماسه میډیا د برېتانوي جوړې د خلاصون په بدل کې له برېټانیا د سفارت غوښتنه او د افغانستان انټرنشنال د خپرونو بندیدو په اړه معلومات خپاره کړل؛ تازه د پخواني حکومت د پکتیا والي محمد حلیم فدايي لیکلي، چې دا ډله د بهرنیانو د اختطاف په مقابل کې سفارت غواړي.

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې« اوس یې خوند وکړ؛ په اختطاف کولو او یرغمل کولو سره سفارت غواړې!!!»

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې حماسه میډیا ته یو باوري سرچینې ویلي وو، چې طالبان د یوې بریتانوي جوړې د خوشې کېدو په بدل کې له دغه هېواد غواړي، چې سفارت ورکړي او د افغانستان انټرنشنال خپرونې بندې کړي.

بیړنی خبر:طالبانو د دوو بریتانوي اتباعو د خلاصون په بدل کې د افغانستان انترنشنال د بندیدو او احمد مسعود د وتلو غوښتنه کړې

یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط حماسه میډیا ته وویل چې د طالبانو حکومت د بریتانوي جوړې د خلاصون په بدل کې له بریتانیا څخه غوښتي چې په دغه هیواد کې د افغانستان انترنشنال خپرونې بندې کړي.

سرچینې ویلي، چې د طالبانو حکومت وړاندیز کړی که دا پریکړه ژر نه عملي کیږي د انګلستان حکومت دې په څو میاشتو کې د افغانستان انترنشنال د خپرونو د بندېدو پروسه پیل کړي.

دغه راز سرچینې زیاته کړې چې د طالبانو حکومت د لندن څخه د احمد مسعود د ایستلو او په لندن کې د بریتانیا سفارت د چارو ترلاسه کول هم غوښتي دي.

د سرچینې په وینا د بریتانیا حکومت ښایي د طالبانو حکومت یوه غوښتنه هم ونه مني.

برېتانیا؛د غزې د ناورین له امله د کابینې بېړنۍ ناسته کوي

0

د بریتانیا لومړی وزیر کی‌ایر ستارمر د غزې د بشري وضعیت له خرابېدو وروسته د کابینې بېړنۍ ناسته راغوښتې ده.

ګارډین ورځپاڼه وايي، ستارمر له هغه وروسته دا پرېکړه کړې چې د غزې د لوږې ځپلو ماشومانو انځورونه یې لیدلي.

سرچینې وايي، بریتانیا فلسطین په رسمیت پېژني؛ خو دقیق وخت یې نه‌دی ټاکل شوی.

په همدې حال کې، د غزې د اوربند خبرې له هغه وروسته ودرېدې چې امریکا حماس د خبرو په اړه په بد نیت تورن کړه.

شمالي کوریا:له جنوبي کوریا سره د خبرو هیڅ لېوالتیا نه لرو

0

د شمالي کوریا د مشر خور، کیم یو جونګ، ویلي، پیونګ‌یانګ نه له جنوبي کوریا سره خبرو ته لېوالتیا لري او نه هم کوم دلیل ویني چې خبرې دې وشي.

نوموړې دا څرګندونې د جنوبي کوریا د نوي ولسمشر، لي جه‌میونګ، د نرمې تګلارې په غبرګون کې کړې دي.

کیم یو جونګ ټینګار کړی چې د دواړو کوریاوو اړیکې “د نه بېرته‌راګرځېدونکي ټکر” حالت ته داخلې شوي.

شمالي او جنوبي کوریا له ۱۹۵۳م کال راهیسې رسمي سوله نه‌ده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:د تایلند او کمبودیا ترمنځ د سولې خبرو ته چمتو یو

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، هېواد یې د تایلند او کمبودیا ترمنځ د سرحدي شخړې د سوله‌يیز حل لپاره همکارۍ ته چمتو دی.

روبیو ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي دا مهال په مالیزیا کې دي څو د سولې خبرو ته لاره هواره کړي.

نوموړي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنتیا هم تکرار کړې او ویلي یې دي چې امریکا چمتو ده چې د راتلونکو خبرو کوربه‌توب هم وکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې ټرمپ له دواړو لورو سره د جلا تلیفوني تماسونو وروسته، د اوربند د خبرو پیل اعلان کړی و.

هه‌نګاو؛په ایران کې له اسراییلو سره د اوربند تر اعلان وروسته ۸۵ بندیان اعدام شوي چې شپږ افغانان دي

د هه‌نگاو د بشري حقونو سازمان په وینا، د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته په یوه میاشت کې لږ تر لږه ۸۵ بندیان په ایران کې اعدام شوي، چې شپږ افغانان هم پکې شامل دي.

په اعدام شویو کې ۱۵ تر، ۱۲ ترک، ۱۲ کرد، او ۶ بلوچ توکمي دي.

د دوی له منځه بیا شپږ کسان د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام شوي دي.

هه‌نگاو ویلي، چې د طالبانو حکومت تر واکمنېدو وروسته په ایران کې د افغان بندیانو د اعدام کچه لوړه شوې او یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۴۰ افغانان اعدام شوي دي.

شعیه عالم واعظ‌زاده:دشتي برچي کې مې د طالبانو حکومت له لوري تړل شوی دفتر بېرته پرانېستل شو

شیعه عالم واعظ‌زاده بهسودي ویلي، په دشت برچي کې یې دیني دفتر چې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت له‌خوا تړل شوی و، بېرته پرانیستل شوی دی.

نوموړي ویلي چې دا دفتر د نامعلومو شکایتونو له امله تړل شوی وو، چې یوه “دسیسه” بلل شوې ده.

بهسودي تر دې وړاندې د مهدویه جومات له سرپرستۍ استعفا کړې وه او ویلي یې وو، چې د طالبانو حکومت بې له ملي تفاهم او نړیوال ملاتړ بریا ته نه شي رسېدای.