شنبه, جولای 25, 2026
Homeکورپاڼهله پولې ۱۲۰۰ کیلومتره لرې برید؛ اوکراین د روسیې مهمه پوځي فابریکه...

له پولې ۱۲۰۰ کیلومتره لرې برید؛ اوکراین د روسیې مهمه پوځي فابریکه وویشتله

اوکراین اعلان کړی چې د شپې عملیاتو پر مهال یې د روسیې په څو مهمو پوځي او لوژستیکي هدفونو بریالي بریدونه کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي، په دغو بریدونو کې د وسلو د تولید یوه فابریکه، د نفتو تصفیه‌خانه، د سونګ زېرمه او لوژستیکي مرکزونه په نښه شوي دي.

نوموړي دا ادعا هم کړې چې د کسپین سمندر په سیمه کې یوه روسۍ جنګي بېړۍ او د ایران پوځي بار لېږد اړوند بېړۍ هم هدف ګرځېدلې دي.

زلنسکي دغه بریدونه د روسیې د بریدونو ځواب بللی، خو د روسیې حکومت تر اوسه د دې ادعاوو په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here