وروسته له هغه چې پاکستان افغانستان سره د ۴۵۰۰ ا تحصيلي بورسونو اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې لدې سکالرشپونو څخه یې ۳۳ سلنه افغان نجونو ته ځانګړې کړي د تیر حکومت یو شمیر چارواکو او په کور دننه یو شمیر طالبانو غصه کړي دي.
په جمهوري حکومت کې د پکتیا پخواني والي او سیاستوال حلیم فدايي د طالبانو امیر شیخ هبت الله اخوندزاده مخاطب کړی او په خپل ایکس پاڼې لیکلي: «ته او خدای! دا کوم غیرت او کوم شریعت دی چې پاکستان ته د نجونو په تګ بندیز نشته، خو په خپل هېواد کې یې حتی مشروط اجازه هم نه ورکوي؟«
ښاغلي فدايي لیکلي پاکستان ته اجازه داسې معنی لري چې د افغانستان ټولې چارې د هغه هیواد له لورې اداره کیږي.
هغه لیکلي:« په افغانستان کې د نجونو د تعلیم بندیزونه د پاکستان په فرمایش عملي کېږي. د ملا هیبتالله او د هغه د ډلې لپاره دا یو ستر تاریخي شرم دی چې د میرویس خان نېکه او احمدشاه بابا لوڼې د پنجاب په ښوونځیو کې د پنجابي استادانو لخوا روزل کېږي.«