دوشنبه, جون 22, 2026
Home Blog Page 391

هند؛کابل ته د انفلونزا او مننجایتس ۶۳زره او ۷۳۴ډوزه واکسینونه واستول

د هند حکومت کابل ته د انفلونزا او مننجایتس ۶۳ زره او ۷۳۴ دوزه واکسینونه واستول.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، دا مرسته د افغانستان د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې او هند به د افغان ولس ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې افغانستان دا مهال د ساري ناروغیو له زیات خطر سره مخ دی او روغتیايي بنسټونه له جدي ننګونو سره لاس‌و‌ګرېوان دي.

د تیتسو ناکامورا د وژل کېدو شپږم تلین؛افغانان د قاتلینو د پېژندنې غوښتونکي دي

د ډسمبر څلورمه په افغانستان کې د جاپاني اینجینر تیتسو ناکامورا شپږم تلین سره برابره ده.

هغه شپږ کاله وړاندې په جلال اباد ښار کې د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو ووېشتل شو، چې لومړی ټپي او بیا یې ساه ورکړه.

جمهوري نظام ویلي وو چې د هغه د وژنې په اړه څېړنې کوي؛ خو تر اوسه په دې اړه کوم ګام نه دی اخیستل شوی.

عام افغانان د هغه وژل کېدل د افغانستان لپاره لوی زیان ګڼي او اوس هم د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د هغه قاتلین پیدا او سزا ورکړي.

پاکستان؛د تورخم او سپین‌بولدک دروازې د ملګرو ملتونو د مرستو د لېږد لپاره بیا پرانیستې

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې له نږدې دوو میاشتو وروسته، تورخم او سپین‌بولدک لاره به بیا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانیستل شي.

د معلوماتو له مخې، د مرستو په لومړي پړاو کې به د ملګرو ملتونو د درېیو ادارو ۱۴۳ کانټینرونه افغانستان ته داخل شي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې تړاو رسمي څرګندونې نه دي کړې.

اسد قیصر:د کابل او اسلام‌اباد کړکېچ د خیبرپښتونخوا اقتصاد له سختو ستونزو سره مخ کړی

د پاکستان د پارلمان پخواني مشر او د تحریک انصاف مخکښ غړی اسد قیصر وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانو کړکېچونو د خیبرپښتونخوا اقتصاد له سخت فشار سره مخ کړی دی.

د هغه په وینا، د سرحدي ستونزو او سیاسي ترینګلتیا له امله په پښتونخوا کې د پانګونې بهیر ورو شوی او د صنعت ډېری برخې یې له تاوان سره مخ شوې دي.

میرویس عزیزي:په شپږو میاشتو کې به د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید پروژې عملي پيل شي

د عزیزي شرکت مشر میرویس عزیزي وايي، دغه شرکت په وروستیو پنځو میاشتو کې د نږدې پنځه میلیارده ډالرو په ارزښت هغه تخنیکي تجهیزات برابر کړي چې له لارې به یې شاوخوا پنځه زره ميګاواټه برېښنا تولیدېږي.

د ده په وینا، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید پروژې په بېلابېلو سیمو کې عملي برخې پیل شي.

عزیزي وايي چې د تخنیکي ارزونو لپاره د شرکت ټیمونو افغانستان ته سفرونه کړي او د ماشین‌الاتو د برابرولو په هدف یې جرمني، هالنډ، اتریش، امریکا، چیلي او چین ته کاري سفرونه ترسره کړي.

هغه زیاتوي چې د اوبو، ګاز او باد له لارې د نورو تولیدي فابریکو د تدارک پروسه به راتلونکي کال په دویمه نیمایي کې هم روانه وي او د طالبانو حکومت له مرستو یې مننه کړې ده.

ولادیمیر پوتین؛نن په دوه ورځني سفر هند ته روانېږي

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د دوه ورځني رسمي سفر لپاره هند ته روانېږي.

راپورونه وايي چې د دې سفر اصلي تمرکز به د مسکو او نوي‌دېلي ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې او پوځي همکارۍ نورې پیاوړې کول وي.

سرچینه زیاتوي چې دواړه هېوادونه د سوخو–۵۷ جنګي الوتکو د ټکنالوژۍ د لېږد موضوع هم څېړي.

تمه کېږي پوتین به د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره ګڼې رسمي او غیر رسمي لیدنې ولري، او ورسره به لوړپوړي پوځي چارواکي او د سترو روسي شرکتونو استازي ملګري وي.

په واشنګټن کې له برید وروسته؛د امریکا په کانګرېس کې د کډوالۍ تګلارو لانجې تودې شوې

په واشنګټن کې د یوه افغان کډوال له برید وروسته، د امریکا په استازو جرګه کې د کډوالۍ د تګلارو په اړه لانجې او ناندرۍ ډېرې شوې دي.

جمهوري‌پالو استازو د بایډن د حکومت پر کډوالۍ نیوکې وکړې او د سختو بدلونونو غوښتنه یې وکړه.

ځینو استازو آن د قانوني کډوالۍ د محدودولو خبره کړې، په داسې حال کې چې نورو د اړتیاپر بنسټ د کډوالۍ د تنظیم ملاتړ کړی دی.

دغه بحثونه وروسته تر هغه تاوده شول چې افغان کډوال رحمان‌الله لکڼوال د ملي ګارد پر عسکرو برید وکړ او یوه سرتېره یې ووژله.

کابل او تهران؛د درملو او طبي وسایلو د ګډ تولید په برخه کې د پراخې همکارۍ ژمنې کړي

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د ایران د روغتیا وزارت مرستیال مهدي پیر صالحي او سفیر علي رضا بیکدلي سره د یوې ناستې پر مهال اعلان کړی چې افغانستان او ایران به د درملو او طبي وسایلو د تولید او صادراتو په برخه کې اوږدمهاله همکاري پراخه کوي.

ایراني لوري ویلي، تهران چمتو دی چې په افغانستان کې د درملو او طبي تجهیزاتو د تولید ظرفیتونه لوړ کړي او صادرات یې زیات کړي.

ملا برادر د ایران له پرېکړې مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د “اسلامي امارت” اړوندې ادارې به په دې برخه کې له تهران سره نږدې ګډ کار وکړي.

رویټرز:ریاض کې د خبرو پر مهال افغانستان او پاکستان د اوربند پر دوام سلا شوي

د رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې افغانستان او پاکستان په ریاض کې د وروستیو خبرو پر مهال د اوربند د دوام پر سر سلا شوي دي.

د راپور له مخې، په دغو مذاکراتو کې د پاکستان د پوځ، استخباراتو او بهرنیو چارو وزارت لوړپوړیو استازو ګډون کړی و.

له دې وړاندې سرچینو ویلي وو چې دواړو لوريو د مستقیمو خبرو لپاره د یوه ګډ چوکاټ د جوړېدو پر موضوع هم بحث کړی دی.

رویټرز:تاجکستان د افغانستان پولې ته د روسیې د ګډې ګزمې غوښتنه کړې

تاجکستان د افغانستان له پولې سره د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله له روسیې غوښتي چې ګډه پوله‌ساتنه یا ګزمې پیل کړي.

دغه غوښتنه وروسته له هغه مطرح شوې چې د پولې ترڅنګ په یوه اونۍ کې د دوو جلا بریدونو په پایله کې پنځه چینايي کارکوونکي چې د کانونو او جوړولو په پروژو بوخت وو، ووژل شول.

دوشنبې د پولې وضعیت ناارام بللی او ټینګار یې کړی چې د روسیې بېړنۍ همکاري ضروري ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د تاجکستان او روسیې ترمنځ د ګډو سرحدي ګزمو د جوړښت لپاره خبرې روانې دي.

دغه ګډې ګزمې به د افغانستان سره په ۸۵۰ کیلومتره اوږده پوله ترسره شي.

روسیه دا مهال په تاجکستان کې زرګونه پوځیان لري، او دواړه هېوادونه د مسکو په مشرۍ د CSTO امنیتي تړون غړي دي.