سه شنبه, اپریل 28, 2026
Home Blog Page 383

امرالله صالح:د دوحې تړون پټې برخې هغه رسۍ دي چې امریکا پرې طالبان کنټرولوي

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د دوحې د تړون پټې برخې هغه رسۍ دي چې امریکا پرې طالبان کنټرولوي.

هغه پر اېکس لیکلي، که دا خبره ناسمه وي؛ نو ولې د تړون پټې برخې نه خپرېږي؟

ښاغلي صالح دغه تړون «شرموونکی» بللی او ویلي یې دي چې امریکا هر وخت د دې رسۍ له لارې طالبان اداره کوي.

نوموړي مخکې هم د دوحې تړون د «ګندمک» له تړون سره پرتله کړی و او ویلي یې و، چې د افغانستان عزت او ملي یووالی پکې معامله شوی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر:د کډوالو له وتلو وروسته د ډوډۍ په مصرف کې شپږ سلنه کموالی راغلی

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي، چې د دغه هېواد حکومت د کډوالو پر ضد نظر نه لري او بهرني وګړي په عزت او درناوي باسي.

هغه ویلي، چې د کډوالو له وتلو وروسته د ډوډۍ په مصرف کې شپږ سلنه کموالی راغلی.

مومني ویلي، په ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان مېشت دي چې دوه میلیونه یې بې اسنادو دي.

په وروستیو میاشتو کې ایران او پاکستان زرګونه افغانان په جبري ډول ستانه کړي دي.

د ملګرو ملتونو او بشري حقونو څار ادارې خبرداری ورکړی، چې دا بهیر به د افغانستان د سخت اقتصادي، ټولنیز او بشري بحران وضعیت نور هم خراب کړي.

ترکیه؛د ۶.۱ درجې زلزلې له کبله ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

په ترکیه کې د ۶.۱ درجې زلزلې له امله یو کس وژل شوی او ۲۹ تنه ټپیان دي.

دغه زلزله د بالیکیسیر ولایت په شمال لوېدیځ کې رامنځته شوې.

د ترکیې چارواکو ویلي، چې د ژغورنې عملیات روان ساتي.

د دغې زلزلې له کبله تر اوسه د ۱۶ ودانیو د نړېدو راپور ورکړل شوی دی.

نتنیاهو:د غزې د نېولو لپاره جوړ شوی پلان به ډېر ژر عملي کړم

0

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي چې د غزې لپاره نوی پلان به ژر بشپړ کړي او د حماس د له منځه وړلو یوازینۍ لاره یې پوځي عملیات دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ملګرو ملتونو د اوربند غوښتنه کړې او راپورونه د الجزیرې د پنځو خبریالانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د یادونې ده چې د نتنیاهو دغه څرکندونو ګڼ نړیوال غبرګونه را پارولي.

خیبر پښتونخوا؛په باجوړ کې د څلورو ورځو لپاره پر تګ راتګ بندیز لګول شوی

0

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د امنیت د ټینګولو په موخه د څلورو ورځو لپاره پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.

دغه بندیز به هره ورځ د سهار له ۱۱ بجو څخه تر ماښام ۱۱ بجو پورې وي او په ښار او کلیوالو سیمو دواړو کې به عملي کېږي.

چارواکي وايي، امنیتي ځواکونه به د سیمې بشپړ کنټرول ولري او د بندیز ماتونکو پر وړاندې به قانوني چلند کېږي.

چارواکي وایي، چې دا ګام د ترهګرو پر ضد د عملیاتو او د ولس د خوندیتوب لپاره اخیستل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د سولې هڅو د ناکامېدو وروسته د ټي‌ټي‌پي او پوځ ترمنځ جګړې بیا پیل شوي دي.

د اسټرالیا لومړی وزیر:ډېر ژر به د فلسطین دولت په رسميت وپیژنو

0

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي اعلان وکړ چې هېواد به یې ډېر ژر د فلسطین دولت په رسميت وپیژني.

هغه وویل، دا پرېکړه به په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې رسمي شي.

البانیزي همداراز ټینګار وکړ چې فلسطین ورسره ژمنه کړې چې حماس به په حکومت کې ونډه ونه لري، غزه به غیرنظامي سیمه وي او ټاکنې به ترسره شي.

سهیل شاهین:ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ زموږ حق دی او را ودې سپارل شي

په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین یو ځل بیا له ملګرو ملتونو د افغانستان د څوکۍ د سپارلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دوی حکومت په هېواد بشپړ واک لري او دغه څوکۍ یې حق دی.

شاهین د ځینو هېوادونو له‌خوا د څوکۍ ځنډول او بندیزونه د فشار وسیله بللي او ټینګار یې کړی چې دا «غیر اصولي چلند» دی.

د ده په وینا، د طالبانو حکومت د نړۍ په ۴۱ هېوادونو کې استازي او نمایندګۍ لري او روسیې د دوی حکومت په رسميت پېژندلی.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ لا هم د پخواني جمهوریت د استازي په واک کې ده او ملګري ملتونه د طالبانو حکومت د بشري حقونو د سرغړونو له امله نه مني.

انس حقاني:د طالبانو حکومت د اشرف غني له ناڅاپه وتلو وروسته د حالاتو له مخې کابل ونیوو

د طالبانو حکومت د مرکچي پلاوي غړی، انس حقاني وايي چې څلور کاله مخکې یې درک کړې وه چې امریکا له افغانستانه وتلو ته چمتو ده او د کابل لپاره یې پلان دا و چې د هغه وخت له حکومت سره د تفاهم له لارې ښار ته ننوزي څو د ادارو مشروعیت وساتل شي او له نړۍ سره اړیکې عادي پاتې شي.

د ده په وینا، د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له ناڅاپي وتلو سره د قدرت تشه رامنځته شوه او طالبانو د حالاتو د غوښتنې له مخې کابل ونیوو.

حقاني په مرکه کې ټینګار کړی چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی تړون د امریکا د ماتې نښه وه، که څه هم لوېدیځوالو ورته د سولې تړون نوم ورکړی و.

هغه وویل، د بین‌الافغاني خبرو پر مهال د طالبانو پلاوی مایوسه شوی و، ځکه د کابل د پلاوي هڅه دا وه چې وخت ضایع کړي او د امریکا په مشرۍ کې بدلون ته انتظار وباسي.

د نوموړي په وینا، په دې موده کې له افغان پلاوي سره خبرې یوازې د “نمایشي مجلسونو” په بڼه روانې وې.

یو شمېر افغان سیاستوال بیا باور لري چې د سولې د بهیر یو مهم شرط بین‌الافغاني توافق و؛ خو امریکا پرته له دې چې د افغان اړخونو ترمنځ هوکړه رامنځته شي، له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ چې په پایله کې یې جمهوریت سقوط وکړ او د طالبانو حکومت پر افغانستان واکمن شو.

د غزې جګړه؛د الجزیرې څلور خبریالان په اسراییلي برید کې ووژل شول

0

د الجزیرې عربي څانګې ویلي، خبریالان انس الشریف او محمد قریقه د کمره‌مینانو ابراهیم زاهر او محمد نوفل سره یو ځای د اسراییلو په هوايي برید کې په غزه کې وژل شوي دي.

دغه برید د نړیوالو توند غبرګونونه راپارولي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر خبریالان د غزې جګړه کې وژل شوي دي.

امریکا؛د افغان‌ـ‌امریکایي محمود شاه حبیبي د موندلو لپاره تر پنځه میلیونه ډالرو انعام اعلان کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعامونو» پروګرام اعلان کړی چې «تر پنځه میلیونه ډالرو پورې انعام به هغه چا ته ورکړي چې د ۳۷ کلن افغان-امریکایي محمود شاه حبیبي د موندلو، ژغورلو او بېرته ستنولو په اړه معلومات ورکړي.

د FBI د معلوماتو له مخې، حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه کابل ښار کې خپل کور ته نږدې د طالبانو د عمومي استخباراتو ریاست (GDI) لخوا، له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای، نیول شوی و.

په همدې حال کې، رویټرز د امریکایي دولتي چارواکو او اسنادو په حواله نوي جزییات خپاره کړي او ویلي یې دي چې طالبان ښايي حبیبي ځکه نیولی وي چې د هغه د کار شرکت د CIA تر نفوذ لاندې راغلی و، او دغه ادارې د شرکت یوې امنیتي کمرې ته لاسرسی موندلی و، چې د القاعده مشر ایمن الظواهري په کابل کې په یوه مېلمستون کې د موندلو لپاره مرسته کړې وه.

حبیبي څو ورځې وروسته له هغې ورک شو چې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې په کابل کې ایمن الظواهري ووژل شو.

رویټرز د امریکایي حکومت په لاس کې د یوې اعلامیې په حواله هم لیکلي چې «له حبیبي سره یو ځای نیول شوی همکار، چې وروسته خوشې شوی و، هغه په GDI مرکز کې لیدلی او اورېدلي یې دي چې په ګاونډي خونه کې ترې پوښتنه کېده چې ایا د CIA لپاره کار کوي او که د الظواهري د وژنې په برید کې یې لاس درلود.»

د طالبانو حکومت بیا پرله‌پسې دا تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې حبیبي د دوی د امنیتي ځواکونو له لوري نه دی نیول شوی او د طالبانو په توقیف کې نه دی.