سه شنبه, جون 30, 2026
Home Blog Page 38

اوچا:میلیونونه راستانه شوي افغانان لا هم له سختو ننګونو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر يا اوچا ویلي چې د ډېرو افغان کورنیو لپاره هېواد ته ستنېدل د ستونزو د پای معنا نه لري، بلکې د نوو ننګونو پیل دی.

د اوچا په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر شپږو میلیونو ډېر افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي، خو ګڼ شمېر یې هغو سیمو ته تللي چې بنسټیز خدمات، کاري فرصتونه او بشري مرستې پکې محدودې دي.

یاد سازمان د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د راستانه شویو افغانانو د بیارغونې، بیا ادغام او د ژوند د شرایطو د ښه کېدو لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

اوچا ټینګار کړی چې د راستنېدونکو کورنیو اړتیاوې لا هم پراخې دي او د هغوی د خوندي او باعزته ژوند لپاره دوامدارو مرستو ته اړتیا شته.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر؛د ایران او امریکا د خبرو د ارزونې لپاره تهران ته ولاړ

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تهران ته سفر کړی، څو له ایراني لوړپوړو چارواکو سره د ایران او امریکا ترمنځ د روانو ډیپلوماتیکو هڅو او مذاکراتو پر پرمختګ خبرې وکړي.

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې نقوي به د خپل سفر پر مهال له یو شمېر ایراني چارواکو، په ګډون د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، سره وګوري.

راپورونه ښيي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د نرمولو او د خبرو اترو د اسانتیا لپاره ډیپلوماتیک رول لوبولی دی.

امضاء قرار داد آهن ولایت بامیان

قرارداد معدن آهن ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان با مساحت مجموعی ۸۵ کیلومتر مربع و سرمایه‌گذاری ۴۳۸ میلیون و ۹۶۱ هزار و ۶۲۶ افغانی و ۲۰ فیصد رویالتی، از سوی ملا هدایت الله بدری وزیر معادن و پترولیم حکومت طالبان با شرکت‌های نظری رحیمی و خان وزیری امضا شد.

وزیر معادن و پترولیم گفته است که قرارداد این معدن برای ۳۰ سال مشروط براینکه مطابق اصول، طرزالعمل معادن و تعهدات کار شود عقد شده است و طبق تعهدات و توافق با شرکت‌های قراردادی، پروسس صد فیصد در داخل کشور خواهد شد

فاطمه مهاجراني:له امریکا سره تفاهم‌ليک د سیمه‌ییز ثبات او خوندي راتلونکي لپاره دی

د ايران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ وروستی تفاهم‌لیک د یوې داسې ژبې څرګندونه کوي چې هدف یې د ایران او سیمې لپاره یو خوندي، باثباته او هیله‌بښونکی راتلونکی جوړول دي.

هغې په خپل لیکلي بیان کې ټینګار کړی چې میدان او ډیپلوماسي د یو بل په مقابل کې نه دي، بلکې د ملي ګټو د تأمین لپاره دوه بشپړونکي لارې دي.

له بلې خوا، د ايران ولسمشر مسعود پزشکیان د دې تفاهم‌لیک په اړه ویلي چې دا یو تاریخي سند دی او د پیاوړي ایران پیغام منعکسوي.

د ایران چارواکي وايي چې له امریکا سره دا تفاهم د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي، که څه هم د هغې د عملي کېدو په اړه لا هم بېلابېل نظرونه موجود دي.

استقبال معاون صدراعظم و وزیر قزاقستان از سوی مقامات حکومت طالبان صبح امروز در ارگ

سیریک ژومان گارین، معاون صدراعظم و وزیر اقتصاد قزاقستان که در رأس یک هیئت عالی‌رتبه آن کشور جهت یک سفر رسمی به کابل آمده، صبح امروز از سوی داکتر ملا عبدالواسع، رئیس عمومی دفتر مقام ریاست الوزراء حکومت طالبان در ارگ استقبال شد.

ملا حمدالله فطرت معاون سخنگوی حکومت طالبان می‌گوید قراراست که ملا محمد حسن آخند رئیس الوزراء و ملا عبدالغنی برادر آخند معاون اقتصادی ریاست الوزراء این حکومت طی دیدارهای جداگانه با سیریک ژومان گارین، در مورد روابط دوجانبه و گسترش همکاری‌های اقتصادی و تجارتی میان دو کشور، بحث و تبادل نظر داشته باشند .

اشتراک جنرال قونسل حکومت طالبان در نشست فعالان اقتصادی خراسان جنوبی در مشهد

مولوی نورمحمد متوکل، جنرال قونسل حکومت طالبان در مشهد، در نشست مشترک فعالان اقتصادی خراسان جنوبی ایران و هیئت تجاری ولایت هلمند افغانستان شرکت کرد.

در این نشست، مولوی متوکل با تأکید بر اینکه ولایت‌های هلمند و خراسان جنوبی در بخش‌های مختلف اقتصادی مکمل یکدیگر هستند خواستار ایجاد یک کمیته کاری مشترک و عملیاتی برای پیگیری تفاهمات و تقویت همکاری‌های اقتصادی میان دو طرف شد.

وی همچنین بر ضرورت ایجاد پیوندی منسجم و ساختاریافته میان ظرفیت‌های اقتصادی هلمند و خراسان جنوبی تأکید کرد و این اقدام را گامی مهم در راستای توسعه روابط تجاری و سرمایه‌گذاری میان افغانستان و ایران دانست.

انس حقاني؛د استاد حبیب‌الله رفیع د لیدنې او پوښتنې لپاره د هغه کور ته ورغلی

د طالبانو حکومت لوړپوړي غړي انس حقاني د تاریخ‌پوه، څېړونکي او لیکوال استاد حبیب‌الله رفیع د لیدنې او پوښتنې په موخه د هغه کور ته ورغلی دی.

راپورونه وایي چې استاد حبیب‌الله رفیع شاوخوا څلور کاله وروسته، پنځه ورځې وړاندې له کاناډا څخه افغانستان ته راستون شوی دی.

د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د علمي او فرهنګي موضوعاتو پر اړه خبرې شوې او د استاد د روغتیا او حال پوښتنه هم شوې ده.

خیبر پښتونخو؛په بنو کې چاودنو ۷ کسان وژلي او ۶ نور ټپیان دي

د خیبر پښتونخوا د بنو په سیمه کې د سړک غاړې د دوو جلا چاودنو له امله لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي چې دغه پېښې د شنبې په ورځ رامنځته شوې او د لومړنیو معلوماتو له مخې دا بریدونه د لیرې کنټرول وسایلو په وسیله ترسره شوي دي.

چارواکي وایي چې په لومړۍ چاودنه کې د مسافرو یو موټر په نښه شوی و، او وروسته یو بل موټر چې ټپیان یې انتقالول، هم تر برید لاندې راغلی دی.

د پېښو ځای د فنګ موساخېل سیمه ښودل شوې ده.

پولیسو دغه پېښې ترهګریز بریدونه بللي او وایي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، څو د بریدونو عاملین وپېژندل شي او عدالت ته وسپارل شي.

المرصاد:نامعلومه وسله‌والو خیبر ولسوالۍ کې د داعش پر پټنځایونو مرګوني بریدونه کړې

د طالبانو د حکومت اړوند استخباراتي رسنۍ المرصاد د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی چې نامعلومو وسله‌والو د پاکستان د خیبر ولسوالۍ د قمبرخېلو په سیمه کې د داعش خراسان څانګې پر پټنځایونو مرګوني بریدونه کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په دغو بریدونو کې درانه تلفات اوښتي، خو تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر نه دی څرګند شوی او د جزییاتو بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي.

مهاجر فراهی :اخلالگران امنیت افغانستان در هر کجا که باشند هدف مشروع ما هستند

مهاجر فراهی، معین نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ حکومت طالبان در واکنش به حملات پهپادی اخیر به پاکستان هشدار داد که «اخلالگران امنیت افغانستان» در هر مکانی که باشند، اهداف مشروع ما محسوب می‌شوند.

او در پیامی در شبکه اجتماعی ایکس نوشت که «عناصر فسادپیشه و شورشیان» از دید طالبان هدف مشروع هستند و در برابر آنان اقدام خواهد شد.

این اظهارات در حالی مطرح می‌شود که حکومت طالبان پیش‌تر از انجام حملات پهپادی علیه مراکز وابسته به داعش در ایالت‌های خیبرپختونخوا و بلوچستان پاکستان خبر داده بودند.

در همین حال وزارت اطلاعات پاکستان اعلام کرده است که یک فروند پهپاد متعلق به طالبان را در منطقه شیکو واقع در ایالت خیبرپختونخوا شناسایی و منهدم کرده است.

روابط میان حکومت طالبان و پاکستان در ماه‌های اخیر با افزایش تنش‌های امنیتی و تبادل اتهامات بیش از پیش تیره شده و نگرانی‌ها درباره گسترش تنش‌ها میان دو طرف افزایش یافته است.