سه شنبه, جون 30, 2026
Homeکورپاڼهانتونيو ګوترېش:په هر ډول شرايطو کې د ملکي وګړو او ملکي تاسيساتو...

انتونيو ګوترېش:په هر ډول شرايطو کې د ملکي وګړو او ملکي تاسيساتو خونديتوب ته بايد پام وشي

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونيو ګوترېش د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر ځینو سیمو د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته د تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسېدو او د ملکي وګړو د ساتنې غوښتنه کړې ده.

د سرمنشي ویاند، سټیفان دوجاریک، ویلي چې ګوترېش ټینګار کړی، ټول ښکېل اړخونه باید د نړیوال بشري قانون له مخې خپلو مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي او په هر ډول شرایطو کې د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو خوندیتوب یقیني کړي.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۶۰ څخه ډېر نور ټپیان دي.

ویل کېږي چې په قربانیانو کې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري هم شامل دي، چې د برید پر مهال په یوه استوګنیز کور کې وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here