سه شنبه, جون 30, 2026
Homeافغانستاند بې‌ځايه شويو نړیوال سازمان:ملګري ملتونه دې د پاکستان د هوايي بریدونو...

د بې‌ځايه شويو نړیوال سازمان:ملګري ملتونه دې د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه بې‌پرې پلټنه وکړي

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان (IDMC) د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې او له اسلام‌اباد یې غوښتي چې هغه پوځي بریدونه ودروي چې د ولسي خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما)، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي او د ناروې د کډوالو شورا له دریځ سره یوځای د دغو بریدونو غندنه کوي او د ملکي وګړو د خونديتوب غوښتنه لري.

اعلامیه زیاتوي چې پاکستان باید د نړیوال بشري قانون او د بشري حقونو له نړیوالو اصولو سره سم خپلو مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي، د پوځي او ملکي هدفونو ترمنځ روښانه تفکیک وکړي او د تناسب، احتیاط او حساب‌ورکونې اصول په خپلو عملیاتو کې مراعات کړي.

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان همداراز د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د یوې هر اړخیزې، خپلواکې او بې‌پرې څېړنې غوښتنه کړې ده.

د سازمان په وینا، که د نړیوالو قوانینو د سرغړونې یا ملکي تلفاتو ثبوت وموندل شي، نو زیانمنو کورنیو او اغېزمنو ټولنو ته باید مناسب او پر وخت تاوان ورکړل شي.

د اعلامیې په پای کې ټینګار شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو دوامدار حل د خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او سوله‌ییزو لارو ممکن دی، نه د هغو پوځي اقداماتو له لارې چې د خلکو بې‌ځایه کېدل، بشري کړاوونه او سیمه‌ییزه بې‌ثباتي زیاتوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here