د طالبانو د حکومت اړوند استخباراتي رسنۍ المرصاد د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی چې نامعلومو وسلهوالو د پاکستان د خیبر ولسوالۍ د قمبرخېلو په سیمه کې د داعش خراسان څانګې پر پټنځایونو مرګوني بریدونه کړي دي.
په راپور کې ویل شوي چې په دغو بریدونو کې درانه تلفات اوښتي، خو تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر نه دی څرګند شوی او د جزییاتو بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي.

