واټساپ اعلان کړی چې په نږدې راتلونکي کې به کاروونکي وکولای شي د خپل ټېلیفون شمېرې له شریکولو پرته، یوازې د ځانګړي «کارننوم» په وسیله له نورو سره اړیکه ونیسي.
د شرکت په وینا، د کارننوم د ثبت بهیر له همدې اونۍ پیل شوی او دا ځانګړنه به د روان کال تر پایه په تدریجي ډول ټولو کاروونکو ته فعاله شي.
دې شرکت ويلي، کاروونکي باید د واټساپ اپلېکېشن وروستۍ نسخه ولري او د Settings > Account > Username له لارې خپل کارننوم ثبت کړي.
وټساپ وایي، د دې بدلون اصلي موخه د کاروونکو د محرمیت لا خوندي کول دي، ځکه ډېر کسان نه غواړي د لومړي ځل اړیکې پر مهال خپله شخصي ټېلیفوني شمېره له نورو سره شریکه کړي.
د شرکت د معلوماتو له مخې، د کارننومونو لپاره به عامه لټون یا نوملړ موجود نه وي او هر څوک به یوازې هغه وخت له بل کاروونکي سره اړیکه نیولی شي چې د هغه دقیق کارننوم وپېژني.
همداراز، د اړتیا په صورت کې به کاروونکي وکولای شي د خپل کارننوم ترڅنګ یو اختیاري امنیتي کوډ هم فعال کړي، څو یوازې مجاز کسان ورسره اړیکه ونیسي.
وټساپ چې د مېټا شرکت تر چتر لاندې دی، وایي دا بدلون د شخصي معلوماتو د ساتنې لپاره رامنځته کېږي او له دې وروسته به د کارننوم فعالوونکو کاروونکو ټېلیفوني شمېرې هغو کسانو ته نه ښکاري چې د لومړي ځل لپاره ورته پیغام استوي، خو د حساب د جوړولو لپاره به د ټېلیفون شمېره لا هم لازمي وي.

