یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 372

د بخښنې نړۍوال سازمان:د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له قانوني چوکاټ بې‌برخې شوی

د بخښنې نړۍوال سازمان په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان قانوني چوکاټ له منځه تللی او پر ځای یې د طالبانو د «اسلامي شریعت» له سخت‌دریځه تفسیر څخه الهام اخیستی نظام حاکم شوی دی.

اعلامیه کې راغلي، چې دغه نظام بې‌ثباتي، خپلسرې محکمې، شکنجې او عامه مجازات رامنځته کړي دي.

یاد سازمان ټینګار کړی چې طالبان باید ژر تر ژره د قانوني تشې د پای ته رسولو لپاره اساسي قانون بېرته رامنځته کړي او د بشري حقونو مراعت تضمین کړي.

د راپور له مخې، د طالبانو تر راتګ مخکې افغانستان د اساسي قانون، ټاکل شوې ولسي جرګې او درې‌پړاوه قضایي سیستم لرونکی و؛ خو اوس محاکمې د څو کسانو له لوري د شخصي دیني تفسیر پر بنسټ ترسره کېږي.

د بخښنې نړۍوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې پر طالبانو فشار راوړي څو د قانوني نظام، قضایي خپلواکۍ او بشري حقونو درناوی بېرته ټینګ کړي.

ذبیح الله مجاهد:د نورو لپاره هیچا سره دوښمني نه کوو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له ټولو هېوادونو سره غوره اړیکې غواړي او دا د دوی د ازادۍ تقاضا هم ده.

هغه ویلي، له هیچا سره د نورو پر سر دوښمني نه کوي.

مجاهد زیاتوي، له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د دوی اړیکې ښې دي.

هغه د طالبانو حکومت د څلورمې کالیزې په مناسبت یو ټویټر سپیس کې ویلي، چې د سیمې له هېوادونو سره اړیکې د پخوا په پرتله ښې شوې دي.

ذبیح الله مجاهد:د جنوبي او منځنۍ اسیا هېوادونه مجبور دي، چې افغانستان سره غوره تعامل وکړي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د وصل یوازینۍ نقطه افغانستان دی او دواړه لوري اړتیا لري، چې له افغانستان سره غوره تعامل کړي.

د هغه په خبره، د سیمې هېوادونه د خپلو ګټو لپاره هم افغانستان سره غوره اړیکې غواړي او د افغانستان جیوپولیټک ارزښت د دې سبب شوی، چې دا سیمه اوس په ارزښتناکې سیمې بدله شي.

نوموړی وايي، دوی هڅه کوي، چې افغانستان د سیمې هېوادونو د وصل په نقطه بدل کړي.

ذبیح الله مجاهد:په خلکو باید شرعي احکام په زوره ونه منل شي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په خلکو باید داسې کار وشي، چې خپله په ځان باندې شرعي احکام عملي کړي.

هغه د طالبانو حکومت د څلورمې کالیزې په مناسبت ویلي، چې په ټول افغانستان کې باید دې ته کار وشي، چې خلک له فشار پرته شرعي احکام ومني.

مجاهد وايي، د خلکو له لوري په خپله د شرعي احکامو منل تر دې غوره دي، چې په هغوی دا احکام په زوره ومنل شي.

ولسمشر ټرمپ:۲۵ سلنه ددې چانس شته چې ولسمشر پوتین سره خبرې ښې مخته لاړې نه شي

0

ټاکل شوې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل روسيي سیال ولادیمیر پوتین سره د امریکا په الاسکاي کې وګوري.

ولسمشر ټرمپ سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې ۲۵ سلنه ددې چانس شته چې خبرې په ښه شکل مخته لاړې نه شي.

ولسمشر ټرمپ وویل که د ولسمشر پوتین سره یې خبرې ښې مخې ته لاړې شي؛ نو د راتلونکې ناستې لپاره به د اکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، د اروپايي هیوادونو د یو شمیر مشرانو او د بریتانیا د لومړي وزیر په ګډون په الاسکای کې دوهمه ناسته وکړي.

الاسکای د روسیې سره شاوخوا ۶۰ کیلو متره فاصله لري.

خیبرپښتونخوا؛په کورمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو برید کې درې پولیس وژل شوي

0

د خیبرپښتونخوا په کورمې ولسوالۍ د علیزۍ په سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو په برید کې درې پولیس وژل شوي دي.

چارواکي وايي، برید کوونکو لومړی د پولیسو پر موټر لاسي بم وغورځاوه او وروسته یې پر هغوی ډزې وکړې.

د پېښې وروسته په سیمه کې د شکمنو د نیولو عملیات پیل شوي دي.

حامد کرزی:پر نورستان د پاکستان بریدونه غندم؛ دوی باید د افغانستان ملي حاکمیت ته ژمن پاتې شي

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر نورستان د پاکستان بریدونه وغندل.

کرزي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې پاکستان باید د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.

د کرزي يه خبره، اسلام اباد باید له کابل سره نیکو اړیکو جوړولو ته را ودانګي.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د پاکستان له لوري پر نورستان بریدونه شوي وو؛ خو د طالبانو حکومت چارواکو یې په اړه څه ونه ویل.

بل لورته ټولنیزو رسنیو کې د یادو بریدونو په اړه خبرونه لاس په لاس شوي وو.

ایټالیا کې؛د کډوالو د دوو کښتیو د ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي

0

د ایټالیا د لامپدوسا ټاپو ته نېږدې د کډوالو دوه کښتۍ ډوبې شوي چې له امله یې لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه او ۶۰ نور ژغورل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په وینا، په دواړو کښتیو کې شاوخوا ۹۵ کسان سپاره وو چې له لیبیا نه یې اروپا ته سفر کاوه.

د ژغورل شویو کسانو له ډلې ۵۶ نارینه او څلور ښځې دي.

چارواکي وايي، ښايي نور کسان لا هم ورک وي.

د یادونې ده چې د روان کال له پیل راهیسې په منځني مدیترانه کې د اروپا پر لور د تګ پر مهال لږ تر لږه ۶۷۵ کسان ژوند له لاسه ورکړی دی.

پاشدان بند؛نن د طالبانو حکومت له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ پاشدان بند نن د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نوموړي ویلي، دغه بند د وچکالۍ د کمېدو، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د بزګرانو د ستونزو د حل لپاره مهم دی.

پاشدان بند د ۵۴ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو، ۱۳ زره هکټاره ځمکو د خړوبولو او دوه میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

ملا برادر د ملي او سیمه‌ییزو پروژو ملاتړ ته د طالبانو د حکومت ژمنتیا څرګنده کړه او پر پانګوالو یې غږ و
کړی چې په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي.

متقي اسحاق ډار ته:خوشاله یم، چې تا او ورور ولس ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وایم

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د ازادۍ د ورځې مبارکي ورکړې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ته په یو لیک کې لیکلي، چې دوی د پاکستان ورور ولس ته د دغې ورځې مبارکي ورکوي.

لیک کې راغلي، چې د طالبانو حکومت له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

امیرخان متقي دغه راز اسحاق ډار ته د ښه صحت غوښتنه کړې.