شنبه, جولای 4, 2026
Home Blog Page 370

ایران؛ګیلان ولایت کې د وسله‌والو برید کې یو امنیتي کس وژل شوی

0

ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د ګیلان ولایت د رودبار ولسوالۍ د پولیسو پر تمځاي په یوه وسله‌وال برید کې لومړی بریدمن پورابراهیم وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، نوموړی افسر د برید پر مهال د وسلوالو له‌خوا د مستقیمو ډزو له امله سخت ټپي شوی و چې وروسته یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د یادونې ده چې په ایران کې د تیرو څو میاشتو راهیسې د وسله والو لخوا پر امنیتي ځواکونو غلچکي بریدونه زیات شوي.

تسنیم اژانس:د معترضینو د مهار پر مهال اووه امنیتي سرتېري وژل شوي

0

د ایران په خراسان رضوي ولایت کې د وروستیو ناکراریو پر مهال لږ تر لږه اووه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د ایران دولتي رسنۍ تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، دغه مرګ‌ژوبله په تېرو څو ورځو کې د اعتراضاتو پر مهال رامنځته شوې ده.

د راپور له قوله، وژل شوي کسان هغه مهال په نښتو کې ووژل شول چې امنیتي ځواکونه د ګډوډیو د مهارولو او د وضعیت د کنټرول هڅه کوله.

بنیامین نتانیاهو:د ایران دننه بدلونونه به د راتلونکو تحولاتو لوری وټاکي

0

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، ایران د داسې پړاو پر لور روان دی چې ولس یې د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه پخپله کوي.

نوموړي دا څرګندونې د اکونومیست مجلې سره په مرکه کې کړې دي او ټینګار یې کړی چې سیاسي بدلونونه هغه مهال پایښت مومي چې له کورني حرکت څخه راولاړ شي، او بهرنی فشار په یوازې ځان د ژور بدلون سبب نه ګرځي.

د هغه په وینا، د ایران وضعیت باید د همدې اصل له مخې وڅېړل شي.

د ایران پر ضد د پوځي اقدام د امکان په اړه، د اسرائیلو لومړي وزیر خبرداری ورکړ چې که تهران پر اسرائیلو برید وکړي، نو سخت او نه جبرانېدونکي عواقب به ولري.

نتانیاهو زیاته کړه چې د راتلونکو ګامونو په اړه پرېکړه به تر ډېره د ایران د کورنیو حالاتو او روانو بدلونونو پورې تړلې وي، هغه څه چې د سیمې امنیتي معادلې هم اغېزمنولی شي.

ایران کې بېړنی حالت؛پوځ د زیربناوو د ساتنې او کلکې دفاع اعلان وکړ

0

‏د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د پراخو اعتراضونو له دوام سره سم، د دغه هېواد پوځ اعلان کړی چې د عامه شتمنیو او مهمو زیربناوو ساتنه به کوي.

د ایران پوځ په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي چې امنیتي ځواکونه به د هېواد د عامه تأسیساتو د خوندي کولو لپاره په مېدان کې وي.

دا اعلان وروسته له هغې خپور شو چې د امریکا متحده ایالاتو په ښکاره ډول د ایراني معترضانو د ملاتړ اعلان وکړ.

رضا پهلوي:د اخوندي نظام پر ضد مبارزه وروستي پړاو ته رسېدلې

0

د ایران د اخوندي نظام کلک مخالف او د پخواني پاچا زوی، رضا پهلوي اعلان کړی چې د “اسلامي جمهوریت” پر ضد مبارزه نوې او پرېکنده پړاو ته داخل شوې او دی ایران ته د بېرته ستنېدو لپاره عملي چمتووالی نیسي.

رضا پهلوي ویلي چې وروستي پراخ ولسي اعتراضونه د نظام پر بنسټونو مستقیم فشار زیات کړی او اوس وخت رارسېدلی چې ولسي پاڅون له بې نظمه لاریونونو منظم او هدفمند حرکت ته واوړي.

هغه له معترضانو غوښتي چې د ښارونو مرکزي او مهمې سیمې تر ولسي کنټرول لاندې راولي.

نوموړي د ایران د خلکو دوامدار حضور د اخوندي نظام لپاره «سیاسي زلزله» بللې او ویلي یې دي چې دا اعتراضونه د رهبرۍ د ګواښونو پر وړاندې د ولس ښکاره او قاطع ځواب دی.

د ده په وینا، د ولسي پاڅون انځورونه تر لوړو حکومتي کړیو رسېدلي او د نظام دننه یې ویره او ګډوډي زیاته کړې ده.

رضا پهلوي ټینګار کړی چې د اخوندي نظام د پای ته رسېدو شېبې رانږدې شوي او دی غواړي د بدلون په تاریخي شېبو کې د ایران د ولس تر څنګ په تهران کې حاضر وي.

عباس عراقچي:د ایران عمومي وضعیت ښه دی؛ خو بندیزونو ستونزې رامنځته کړې دي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د المنار خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، که څه هم ایران د بندیزونو او ځینو اقتصادي کمزوريو له امله له ستونزو سره مخ دی؛ خو په ټوله کې د هېواد وضعیت ښه دی.

نوموړي ټینګار کړی چې روان شرایط د کنټرول وړ دي.

عراقچي زیاته کړې، امریکا او اسرائیل هڅه وکړه د چې ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال هغه سناریو په ایران کې تکرار کړي چې پخوا یې په وینزویلا کې عملي کړې وه؛ خو د هغه په وینا، دغه هڅې ناکامې شوې او خپلو موخو ته ونه رسېدې.

د طالبانو حکومت:لوګر کې ۲۷ تاریخي ځایونه فرهنګي اثارو کې ثبت شول

‏د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، د لوګر ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ۲۷ تاریخي سیمې له ارزونې وروسته د هېواد د ثبت شوو فرهنګي آثارو په نوملړ کې شاملې شوې دي.

د وزارت په وینا، دا سیمې د لرغون‌پېژندنې د مسلکي ټیم د سروې پر مهال تشخیص شوې او د فرهنګي میراث د ساتنې په موخه ثبت شوې دي.

د پاکستان حکومت خپلو وګړو ته:ایران ته غیر ضروري سفرونه وځنډوئ

0

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې د ایران د پراخو لاریونونو له امله تر بلې خبرتیا پورې دې ایران ته غیر ضروري سفرونه وځنډوي.

وزارت ویلي، د اوسني امنیتي وضعیت له کبله دا اقدام د وګړو د خوندیتوب لپاره ضروري دی او د اړتیا په صورت کې به نورې سپارښتنې هم ورکړل شي.

مارکو روبیو:امریکا د ایران د زړورو خلکو ملاتړ کوي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، متحده ایالات د ایران د زړورو خلکو ملاتړ کوي.

نوموړي دا څرګندونې په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې کړې دي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د روانو اعتراضونو په اړه ویلي وو چې خلک په ځینو ښارونو کې د وضعیت کنټرول په لاس کې اخلي.

هغه ټینګار کړی چې ایران د خلکو پر وړاندې د خپل چلند بیه ورکوي.

ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د ایران حکومت د خلکو وژنه پیل کړي، امریکا به اقدام وکړي او په وینا یې، داسې سخت ګوزار به وکړي چې د تهران لپاره به تر ټولو ډېر دردناک وي او د رژیم حساسو نقطو ته به سخت زیان ورسوي.

هندي رسنۍ:د طالبانو حکومت نور احمد نور په نوي ډهلي کې د سفارت سرپرست وټاکه

هندي رسنۍ وایي، چې د طالبانو حکومت نور احمد نور د هند په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

د راپور له مخې، نوموړی چې پخوا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي ریاست مسوول و، نوي ډهلي ته رسېدلی او دنده یې پیل کړې ده.

دا ګام د کابل او نوي ډهلي ترمنځ د وروستیو ډیپلوماتیکو اړیکو په دوام کې اخیستل شوی دی.