یکشنبه, جون 21, 2026
Home Blog Page 37

افغانستان کې د مور ورځ؛یونیسف ټولو افغان میندو ته مبارکي ویلې

نن د غبرګولي ۲۴مه په ټول افغانستان کې د مور د ورځې په توګه نمانځل کیږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د مور ورځې په مناسبت ټولو افغان میندو ته مبارکي ویلې او رښتینې اتلانې یې بللې دي.

یونیسف د یادې ورځې په مناسبت د افغان میندو ونډه ستایلې او ویلي یې دي دغه اداره د کال په هره ورځ د افغانستان د میندو ترڅنګ ولاړه ده.

یونیسف په یوه پیغام کې ویلي چې افغان میندې د ښوونکو، قابلو، نرسانو، د تغذیې او ټولنیزو چارو د سلاکارانو، روغتیايي کارکوونکو او په کورونو کې د ماشومانو د پالونکو په توګه د ټولنې په پرمختګ او د راتلونکي نسل په روزنه کې مهم رول لري.

په ورته وخت، نن د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او لویو ښارونو کې ځوانان او پېغلې خپلو میندو ته د ګلانو، ډالۍ او کېک په اخیستلو سره دغه مبارکه ورځ نمانځي او شېبې یې یادګاري کوي.

د خوږو پلورنځیو مسوولین هم وایي، تر بل هر وخت ډېر په نن ورځې یې د پېرودونکو ګڼه ګوڼه زیاته وي.

دوه سر سختې سیالې لوبډلې؛د ښځو شل اووریز نړیوال جام کې نن له یو بل سره مخ کیږي

د ښځو د کرکټ شل اووریز نړیوال جام په لړ کې نن د هند او پاکستان لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي چې په روان ټورنمنټ کې د دواړو لوبډلو لومړنۍ لوبه هم ده.

د دواړو لوبډلو د ریکارډ له مخې په تېرو نړیوالو جامونو کې د هند ښځینه لوبډله هر ځل پر پاکستان برلاسې شوې ده.

خو یو څه چې یو ځل بیا یې تاوده بحثونه راپورته کړي د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبې په پیل کې او پای د هېنډ شېک یا لاس ورکولو موضوع ده.

د ۲۰۲۵ کال د نارینوو آسیا جام او د ښځو یو ورځني نړیوال جام پر مهال د هند نارینه او ښځینه لوبغاړو له پاکستاني لوري سره لاس نه ورکاوه چې د سپورټسمېنشېپ مهمه برخه بلل کیږي.

تازه یو ځل بیا د دواړو هېوادونو د ښځینه لوبډلو له مخامخ کېدو سره ډېری مینه والو ته دا پوښتنه پیدا ده چې یو ځل بیا به هم سیالې لوبډلې له یو بل سره هېنډ شېک کوي که نه، خو د هند لوبډلمشرې هارمنپریت کوور تازه ویلي چې د دوی تمرکز یوازې پر کرکټ دی او د دې موضوع په اړه ډېر فکر نه کوي.

د خوړو او کرنې نړيوال سازمان:اروپا او منځنۍ آسیا کې له ۱۰۰ میلیونو ډېر کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي

د خوړو او کرنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په اروپا او منځنۍ اسیا کې د خوړو خوندیتوب او د ځمکو د تخریب ستونزې لا هم د میلیونونو خلکو پر ژوند سیوری غوړولی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په تېرو څو کلونو کې له ۱۰۰ میلیونو ډېر کسان د خوړو له کمښت سره مخ شوي، په داسې حال کې چې نږدې ۹۰ میلیونه هکټاره ځمکه د شګلنېدو او د تولیدي وړتیا د کمېدو له ګواښ سره مخ ده.

د ياد سازمان چارواکو ویلي، که څه هم له ۲۰۱۵ کال راهیسې د کرنې او خوړو د سیستمونو د پیاوړتیا لپاره له دوو میلیارده ډالرو څخه ډېره پانګونه شوې، خو دا هڅې د موجودو ننګونو د حل لپاره کافي نه دي.

سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د کرنیزو او خوراکي سیستمونو د پیاوړتیا لپاره هر کال ۶۵ میلیارده ډالر اضافي پانګونه وکړي، څو د خوړو د کمښت، اقلیمي بدلونونو او د ځمکو د تخریب له پراخېدو مخنیوی وشي.

د ملګرو ملتونو؛امنیت شورا سبا افغانستان کې د یوناما د ماموریت په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ، د جون په ۱۵مه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت او صلاحیتونو په اړه ځانګړې غونډه ترسره کړي.

يوناما ويلي، چې دغه غونډه به د نیویارک پر وخت د سهار په ۱۰:۰۰ بجو او د کابل پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو پیل شي.

تمه کېږي چې په غونډه کې د یوناما د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو مسؤلیتونو په اړه بحث وشي.

ایران؛له خرمشهر بندره افغانستان ته د اوبلن ګاز صادرات پیل کړل

د ایران د خرمشهر بندر چارواکو اعلان کړی چې افغانستان او پاکستان ته د ګډ ترانسپورټي سیستم له لارې د اوبلن ګاز صادرات پیل شوي دي.

د بندر د مسؤلینو په وینا، د صادراتو لومړنی پړاو په بریالیتوب بشپړ شوی او تمه ده چې دا نوې لاره به د خرمشهر بندر د لوژستیکي او سوداګریز اهمیت په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له ایران سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو ته ډېره پاملرنه کړې، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې له پاکستان سره د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې محدودیتونه زیات شول.

ایران اوس افغانستان ته اوبلن ګاز، تېل، پتروشیمي محصولات، خوراکي توکي او ساختماني مواد صادروي.

د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ ارزښت شاوخوا څلور میلیارده ډالرو ته رسېږي.

خیبر پښتونخوا؛د دېره اسماعيل خان ګمرک کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي

د خیبر پښتونخوا د دېره اسماعیل خان ګمرک په ګودام کې پرون اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې د چارواکو په وینا د ضبط شوو توکو لویه برخه سوځېدلې او میلیونونه پاکستانۍ روپۍ ته زیان اوښتی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په سوځېدلو توکو کې سګریټ، ټوکر، پټرول او نور توکي شامل وو.

ویل کېږي چې اور اوس مهار شوی دی.

پولیسو ویلي، د اور تر کنټرول وروسته ځینو کسانو هڅه وکړه چې له ګودامه توکي یوسي، چې له امله یې نښته رامنځته شوه او د سیمې د یوې تاڼې امر افتاب عالم بلوچ ټپي شوی دی.

چارواکي وایي تر اوسه د اورلګېدنې کره لامل نه دی معلوم شوی او پلټنې روانې دي.

احمد ظاهر؛د هنر او احساساتو غږ؛ چې ۴۷ کاله وروسته هم د خپلو مینه والو په زړونو کې ځای لري

نن د جون ۱۴مه، چې د جوزا له ۲۴مې سره برابره ده، د افغانستان د موسیقۍ د ځلانده ستوري او د میلیونونو افغانانو د خوښې سندرغاړي احمد ظاهر د مړینې ۴۷م تلین دی.

که څه هم له هغې ورځې نږدې نیمه پېړۍ تېرېږي، خو د احمد ظاهر خوږ، احساساتي او جادویي غږ لا هم د افغانانو د ژوند، خاطرو او احساساتو نه بېلېدونکې برخه ده.

د هغه سندرې د وخت له پولو اوښتي او نسل په نسل د مینې، درد، هیلې او ښکلا پیغام لېږدوي.

د جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رییس فضل فضلي د احمد ظاهر د تلین په مناسبت نوموړی د افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو ستر او اغېزناک سندرغاړی بللی دی.

فضل فضلي په خپل پیغام کې ویلي، د احمد ظاهر هنر، غږ او سندرې لا هم د میلیونونو افغانانو د هنري احساساتو برخه جوړوي او د هغه هنري میراث خپل ځانګړی ارزښت او ځای ساتلی دی.

هغه زیاته کړې چې په راتلونکو کلونو کې به هم میلیونونه افغان ځوانان د احمد ظاهر سندرې زمزمه کوي او د هغه له هنري میراث څخه به الهام اخلي.

په ورته مهال، د پخواني جمهور رئیس د ستراتیژیکو اړیکو پخواني مشر وحید عمر هم د احمد ظاهر د مړینې د ۴۷م تلین په مناسبت خپل احساسات څرګند کړي دي.

وحید عمر په خپل پیغام کې ویلي:وحيد عمر ويلي:«نن د احمد ظاهر د مړینې ۴۷م تلین دی؛ هغه هنرمند چې زما په ژوند کې دومره نږدې ملګری و لکه تر ټولو نږدې ژوندی دوست.احمد ظاهر د افغانستان په تاریخ کې بې‌ساری هنرمند دی او ښايي زموږ د هېواد تر ټولو ښکلی سمبول وي.»

احمد ظاهر د افغانستان د‌ موسیقۍ له هغو سترو او محبوبو څېرو څخه دی چې نوم او هنر یې د وخت په تېرېدو لا ځلېدلی دی.

د هغه سندرې نن هم د هېواد دننه او د نړۍ په بېلابېلو ګوټونو کې د افغانانو ترمنځ په مینه اورېدل کېږي او د زړونو په تل کې ځانګړی ځای لري.

د هغه له مړینې ۴۷ کاله وروسته هم، احمد ظاهر یوازې یو سندرغاړی نه، بلکې د افغانانو د ګډو خاطرو، احساساتو او هنري هویت یو تلپاتې استازی ګڼل کېږي.

رویترز:امریکا و پاکستان امضای توافق‌نامه میان واشنگتن و تهران را امروز پیش‌بینی می‌کنند

خبرگزاری رویترز گزارش داده است که رهبران ایالات متحده و پاکستان پیش‌بینی می‌کنند که امروز (یکشنبه) توافق‌نامه‌ای برای پایان دادن به تنش‌ها و درگیری‌ها میان امریکا و ایران به امضا برسد.

براساس این گزارش، شهباز شریف، نخست‌وزیر پاکستان گفته است که دو طرف بر سر یک چارچوب برای توافق صلح به تفاهم رسیده‌اند و اسلام‌آباد در حال آماده‌سازی برای برگزاری مراسم امضای الکترونیکی این توافق در روز یکشنبه است.

به گفته او، پس از امضای توافق، مذاکرات در سطح تخنیکی طی هفته آینده ادامه خواهد یافت.

با این حال، اظهارات مقام‌های ایرانی نشان می‌دهد که هنوز زمان نهایی امضای این توافق مشخص نشده است.

اسماعیل بقائی، سخنگوی وزارت امور خارجه ایران روز گذشته اعلام کرد که هیئت مذاکره‌کننده ایران طی یک یا دو روز آینده برنامه‌ای برای سفر به ژنو یا مکان دیگری ندارد.

بقائی همچنین گفته است که احتمال نهایی شدن یادداشت تفاهم در روزهای آینده وجود دارد، اما هنوز درباره زمان دقیق امضای آن تصمیم نهایی اتخاذ نشده است.

خیبرپښتونخوا کې؛د سختو ورښتونو له امله ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو، توپان او تندر پرېوتو له امله لږ تر لږه ۷ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د ځایي چارواکو په وینا، په مړو شویو کسانو کې ۲ ماشومان، ۴ نارینه او یوه ښځه شامل دي، په داسې حال کې چې په ټپیانو کې ۷ نارینه، ۱۲ ښځې او ۱۴ ماشومان دي.

د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بنو، شانګلې او مانسهرې په ګډون بېلابېلو سیمو کې د کورونو د چتونو او دېوالونو د نړېدو پېښې رامنځته شوې دي، چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

یادې ادارې خبرداری ورکړی چې د واورو د چټک ویلي کېدو له امله په لوړو سیمو کې د ګلیشایي جهیلونو د چاودېدو او ناڅاپي سېلابونو خطر موجود دی.

ضیاالحق امیرخېل:د ښځو سپکاوی د ټولنې د اخلاقي زوال نښه ده

د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امیرخېل ویلي چې په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو پر وړاندې د سپکاوي او توهین ډک چلند د اندېښنې وړ دی او د ټولنې د اخلاقي انحطاط څرګندونه کوي.

هغه ویلي چې ځینې کسان د هېواد نجونو او مېرمنو ته داسې الفاظ کاروي چې لوستل یې هم د شرم وړ دي.

امیرخېل زیاته کړې چې د بېلابېلو اسلامي هېوادونو د سفرونو له تجربو له مخې، د افغان ښځو حیاء او اسلامي ارزښتونو ته ژمنتیا بې‌سارې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د نجونو او مېرمنو سپکاوی هېڅ ډول توجیه نه لري او د هغوی عزت او درناوی ساتل د هر افغان انساني، اسلامي او اخلاقي مسؤلیت دی.