نن د جون ۱۴مه، چې د جوزا له ۲۴مې سره برابره ده، د افغانستان د موسیقۍ د ځلانده ستوري او د میلیونونو افغانانو د خوښې سندرغاړي احمد ظاهر د مړینې ۴۷م تلین دی.
که څه هم له هغې ورځې نږدې نیمه پېړۍ تېرېږي، خو د احمد ظاهر خوږ، احساساتي او جادویي غږ لا هم د افغانانو د ژوند، خاطرو او احساساتو نه بېلېدونکې برخه ده.
د هغه سندرې د وخت له پولو اوښتي او نسل په نسل د مینې، درد، هیلې او ښکلا پیغام لېږدوي.
د جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رییس فضل فضلي د احمد ظاهر د تلین په مناسبت نوموړی د افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو ستر او اغېزناک سندرغاړی بللی دی.
فضل فضلي په خپل پیغام کې ویلي، د احمد ظاهر هنر، غږ او سندرې لا هم د میلیونونو افغانانو د هنري احساساتو برخه جوړوي او د هغه هنري میراث خپل ځانګړی ارزښت او ځای ساتلی دی.
هغه زیاته کړې چې په راتلونکو کلونو کې به هم میلیونونه افغان ځوانان د احمد ظاهر سندرې زمزمه کوي او د هغه له هنري میراث څخه به الهام اخلي.
په ورته مهال، د پخواني جمهور رئیس د ستراتیژیکو اړیکو پخواني مشر وحید عمر هم د احمد ظاهر د مړینې د ۴۷م تلین په مناسبت خپل احساسات څرګند کړي دي.
وحید عمر په خپل پیغام کې ویلي:وحيد عمر ويلي:«نن د احمد ظاهر د مړینې ۴۷م تلین دی؛ هغه هنرمند چې زما په ژوند کې دومره نږدې ملګری و لکه تر ټولو نږدې ژوندی دوست.احمد ظاهر د افغانستان په تاریخ کې بېساری هنرمند دی او ښايي زموږ د هېواد تر ټولو ښکلی سمبول وي.»
احمد ظاهر د افغانستان د موسیقۍ له هغو سترو او محبوبو څېرو څخه دی چې نوم او هنر یې د وخت په تېرېدو لا ځلېدلی دی.
د هغه سندرې نن هم د هېواد دننه او د نړۍ په بېلابېلو ګوټونو کې د افغانانو ترمنځ په مینه اورېدل کېږي او د زړونو په تل کې ځانګړی ځای لري.
د هغه له مړینې ۴۷ کاله وروسته هم، احمد ظاهر یوازې یو سندرغاړی نه، بلکې د افغانانو د ګډو خاطرو، احساساتو او هنري هویت یو تلپاتې استازی ګڼل کېږي.

