یکشنبه, جون 14, 2026
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا؛د دېره اسماعيل خان ګمرک کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي

خیبر پښتونخوا؛د دېره اسماعيل خان ګمرک کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي

د خیبر پښتونخوا د دېره اسماعیل خان ګمرک په ګودام کې پرون اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې د چارواکو په وینا د ضبط شوو توکو لویه برخه سوځېدلې او میلیونونه پاکستانۍ روپۍ ته زیان اوښتی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په سوځېدلو توکو کې سګریټ، ټوکر، پټرول او نور توکي شامل وو.

ویل کېږي چې اور اوس مهار شوی دی.

پولیسو ویلي، د اور تر کنټرول وروسته ځینو کسانو هڅه وکړه چې له ګودامه توکي یوسي، چې له امله یې نښته رامنځته شوه او د سیمې د یوې تاڼې امر افتاب عالم بلوچ ټپي شوی دی.

چارواکي وایي تر اوسه د اورلګېدنې کره لامل نه دی معلوم شوی او پلټنې روانې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here