نن د غبرګولي ۲۴مه په ټول افغانستان کې د مور د ورځې په توګه نمانځل کیږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د مور ورځې په مناسبت ټولو افغان میندو ته مبارکي ویلې او رښتینې اتلانې یې بللې دي.
یونیسف د یادې ورځې په مناسبت د افغان میندو ونډه ستایلې او ویلي یې دي دغه اداره د کال په هره ورځ د افغانستان د میندو ترڅنګ ولاړه ده.
یونیسف په یوه پیغام کې ویلي چې افغان میندې د ښوونکو، قابلو، نرسانو، د تغذیې او ټولنیزو چارو د سلاکارانو، روغتیايي کارکوونکو او په کورونو کې د ماشومانو د پالونکو په توګه د ټولنې په پرمختګ او د راتلونکي نسل په روزنه کې مهم رول لري.
په ورته وخت، نن د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او لویو ښارونو کې ځوانان او پېغلې خپلو میندو ته د ګلانو، ډالۍ او کېک په اخیستلو سره دغه مبارکه ورځ نمانځي او شېبې یې یادګاري کوي.
د خوږو پلورنځیو مسوولین هم وایي، تر بل هر وخت ډېر په نن ورځې یې د پېرودونکو ګڼه ګوڼه زیاته وي.

