چهارشنبه, مې 20, 2026
Home Blog Page 353

فصیح الدین فطرت:د افغانستان د خاورې پر سر هېڅ ډول معامله نه کوو

د طالبانو حکومت د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په کابل کې په یوه غونډه کې ویلي، د بګرام هوايي اډې د امریکا ته د سپارلو خبرې بې‌اساسه دي او د افغانستان د خاورې پر سر هېڅ ډول معامله امکان نه لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې «اسلامي امارت» له هیڅ زورواکي څخه نه وېرېږي او دا یې په تېرو شلو کلونو کې د امریکا او متحدینو پر ضد په جګړه کې ثابته کړې ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله ویلي، غواړي بګرام بېرته ترلاسه کړي او طالبان یې ګواښلي چې که یې ورنه کړي «بدې پایلې به ولري».

بل لور ته زلمي خلیلزاد ویلي، که د بندیانو پر موضوع د امریکا او طالبانو ترمنځ پرمختګ وشي، د بګرام د کارونې په اړه د تروریزم ضد ګډو عملیاتو امکان هم شته.

عبدالمتین قانع؛د فایننشیل ټایمز ادعاوې بې‌بنسټه وبللې

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د فایننشیل ټایمز د یو راپور د ادعا په غبرګون کې چې ګواکې د وزارت ویاند عبدالمتین قانع له بېلابېلو هېوادونو سره د دفاعي او استخباراتي اړیکو په اړه خبرې کړې دي، دغه راپورونه بې‌بنسټه او ناسم وبلل.

یاد وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي قانع هېڅکله داسې څرګندونې نه‌دي کړي او د «اسلامي امارت» رسمي سرچینو هم دغه راز خبرونه خپاره کړي نه‌دي.

دغه وزارت دا اقدام د طالبانو حکومت پر ضد د تبلیغاتي کمپاین یوه برخه بللې او موخه‌یې د خلکو ذهنیت ته زیان رسول، د باور کمزورتیا او د هېواد سیاسي خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستل ښودل شوي دي.

عبدالمتین قانع ویلي، چې رسنۍ دې مسلکي او اخلاقي معیارونه مراعات کړي او د جعلي، مغرضانه او بې‌ثباته خبرونو خپرولو څخه دې ډډه وکړي.

هغه ویلي، چې د دې ډول تبلیغاتو سره د «اسلامي امارت» هوډ کمزوری کېدای نه شي او دا ډول هڅې به هېڅ اغېزه ونه‌ کړي.

حمدالله فطرت:امریکا دې د بګرام پر ځای د دوحې هوکړې ته ژمنه پاتې شي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د بګرام په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې پر ناکامو تجربو د تکیې پر ځای باید عقلانیت او منطقي تګلارې وکارول شي.

نوموړي په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار کړی، چې «اسلامي امارت» د شرعي اصولو، متوازن او اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسۍ په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.

اعلامیه زیاتوي، امریکا په دوحه کې ژمنه کړې چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې به له زور څخه کار نه اخلي او د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي، نو له واشنګټنه غوښتل شوي چې پر همدې هوکړې ولاړ پاتې شي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران د اټومي تاسیساتو ارمانونه مې له منځه یوړل

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران د اتومي تاسیساتو ارمانونه یې په یو بمبار کې له منځه وړي.

هغه د کورنراستون ښوونیز مرکز ته وینا کې وویل، د امریکا بی–۲ جنګي الوتکو د ایران پر ضد په عملیاتو کې ۳۷ ساعته الوتنه وکړه.

ټرمپ دا عملیات واقعاً حیرانوونکي وبلل او ادعا یې وکړه چې د امریکايي الوتکو ټول بمونه په نښه شويو ځایونو باندې ولګېدل.

برېټانیا؛نن ماښام د فلسطین دولت په رسمیت پېژني

0

د بریتانیا لومړی وزیر کی‌ر ستارمر، نن یکشنبه ماښام فلسطین د یو رسمي دولت په توګه پېژني.

دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې نوموړي تېره جولای ویلي و، که اسرائیل له غزې سره اوربند او د ستونزې د حل لپاره خپلواک دولتونه جوړ نه شي؛ نو دوی به فلسطین په رسمیت وپېژني.

بي‌بي‌سي دا پرېکړه د بریتانیا د بهرني سیاست لوی بدلون بللی؛ خو دا پرېکړه د اسرائیلي حکومت، د برمته شویو کسانو کورنیو او یو شمېر محافظه‌کارانو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

په افغانستان کې د نوري فایبر قطع کیدل؛طالب وزیر حمدالله نعماني استعفاء کړې

حماسه میډیا ته یوې باوري سرچیني ویلي، چې د طالبانو حکومت د مخابراتو وزیر حمدالله نعماني استعفا ورکړې.

د سرچیني په خبره، حمدالله نعماني د نوري فایبر د انټرنېټ د بندیدو په مسله کې د طالبانو مشر ته خپله استعفاء وړاندې کړې او له تیرې اونۍ دندې ته نه دی ستون شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د شیخ هبت‌الله په امر د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ قطعه کړ او ویل کېږي چې دا چاره به ټولو ولایتونو کې ترسره شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت:مونږ به بګرام هیچاته ورنه کړو

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د بګرام هوايي اډې په اړه د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې رد کړې او هغه یې له حقایقو لرې او له کرکې ډکې بللې دي.

قانع ټیلیګراف ورځپاڼې ته ویلي، «اسلامي امارت» به بګرام هېڅکله او هېچاته ورنه کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټرمپ خبرداری ورکړی که بګرام ورنکړل شي، بدې پېښې به رامنځته شي؛ خو هغه نور وضاحت نه دی ورکړی.

قانع ټینګار کړی چې د «اسلامي امارت» تعامل له ټولو هېوادونو سره متوازن دی او له هېچا سره د جګړې اراده نه لري.

عطا محمد نور:پر بګرام معامله پر ناموس معامله ده

د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور وايي، د بګرام اډې ورکول پر خاوره او ناموس د معاملې په معنی دی او هیڅوک حق نه لري، چې افغانستان د بهرنیو ځواکونو لاس ته ور وسپاري.

نور زیاته کړې، که امریکا له خپلو لاسپوڅو مایوسه شوې وي، باید پوه شي چې افغانستان د هغوی حضور ته اړتیا نه لري.

نوموړي د طالبانو حکومت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، سره له ټولو نیمګړتیاوو، هغوی لږ تر لږه د خاورې پلورونکي نه دي.

د طالبانو حکومت که څه هم تازه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي، چې یوه لوېشت خاوره به هم چاته ورنکړي.

عبدالحکیم حقاني:زموږ د یووالي له برکته بې‌ساری امنیت رامنځته شوی

د طالبانو حکومت د سترې محکمې رییس او قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني وايي، د دوی بریا د یووالي له امله ده او په همدې سبب په هېواد کې بې‌ساری نظام او امنیت رامنځته شوی دی.

نوموړي دا څرګندونې د سترې محکمې د نوي اداري مرستیال سخاءالله سعید د معرفت غونډه کې وکړې.

هغه د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده اطاعت د الله رضا وبلله.

یاده غونډه کې سخاءالله سعید ویلي، د طالبانو د مشر هر حکم د اصلاح لپاره دی او اطاعت یې پر ځان واجب ګڼي.

نوموړي زیاته کړې، حتی که له دندې لرې شي، خوښ به وي، ځکه شخصي مقام ورته ارزښت نه لري، بلکې هدف یې د اسلامي نظام بقاء ده.

واشنګټن پوسټ:بګرام ته د امریکا ستنېدل د داعش پر ضد جګړه او د چین پر وړاندې نفوذ پیاوړی کولی شي

واشنګټن پوسټ په یوه مقاله کې لیکلي چې بګرام ته د امریکا بېرته ستنېدل بده مفکوره نه ده او کولی شي د داعش پر وړاندې د عملیاتو او د چین ترڅنګ د واشنګټن د ستراتیژیک حضور لپاره زمینه برابره کړي.

ورځپاڼې ویلي، د یوې کوچنۍ امریکايي ډلې ستنېدل به د پخواني پراخ حضور په څېر نه وي؛ خو امریکا ته به بیا هم په سیمه کې نفوذ ورکړي.

مقاله زیاتوي چې طالبان د بګرام په بدل کې غوښتنې لري؛ لکه د حکومت رسميت پېژندنه، د ملګرو ملتونو څوکۍ او د کنګل شویو شتمنیو لاسرسی.

واشنګټن پوسټ ټینګار کړی، د طالبانو له واکمنۍ څلور کاله وروسته لا هم نړیوال فشارونه هغوی ته د شاتګ لاره نه ده پرانیستې؛ نو امریکا باید په کابل کې خپل اغېز بېرته پیاوړی کړي.

دا بحث وروسته له هغه تود شوی چې ډونالډ ټرمپ د بګرام د بېرته اخیستو خبره وکړه او د طالبانو حکومت ته یې خبرداری ورکړ چې که اډه امریکا ته ونه سپاري، بدې پایلې به ولري.