چهارشنبه, جون 24, 2026
Home Blog Page 350

د مقاومت جبهې له نښې د پښتو ژبې حذف؛ډیوه پتنګ وایي دغه ډله د شخصي ګټو، سمتي او قومي تعصب پرته بل څه نه پيژني

د افغان میرمنو د برخې فعاله ډیوه پتنګ د مقاومت په نوم د جبهې له نښان څخه د پښتو ژبې د حذف په غبرګون کې لیکلي:« ‏دوی فقط له تعصب، شخصي ګټو، سمتي او قومي تعصب پرته بل څه نه پيژني.»

آغلې پتنګ لیکلي افغان ملت د دې ډلې په کړنو او قومي تعصب خبر دي، او د دوي پر شعاري خبرو نه تیروځي.

ډېوه پتنګ لیکلي:«دغه ډله نه ملي ده، نه ملي وه او نه به ملي شي او نه هم ملي فکر ورسره دی»

نعیم الرحمان:بلاول بوټو غواړي چې کراچۍ د موئن جو دړو په څېر تباه کړي

0

د جمعیت اسلامي پاکستان مشر، حافظ نعیم الرحمان، د پیپلز ګوند کړنې په سختو ټکو غندلې او ویلي چې بلاول بوټو زرداري غواړي کراچۍ د موئن جو دړو په څېر تباه کړي.

نوموړي زیاته کړې چې پیپلز ګوند د فارم ۴۷ له لارې په کراچۍ مسلط شوی او د ښار ۳۴۰۰ اربه روپۍ یې ضایع کړي دي.

د هغه په وینا د سند حکومت د ښار لپاره د اوبو پروژې بشپړولو کې ناکامه پاتې شوی او د ۱۵ زره بسونو اړتیا لا پوره شوې نه ده.

نعیم الرحمان همدارنګه ویلي چې پیپلز ګوند او ایم کیو ایم د خپلو ستونزو پر وخت مصنوعي جګړې جوړوي او د ښار د خلکو ګټې له پامه غورځوي.

هغه ټینګار کړی چې پیپلز ګوند د کراچۍ د خلکو د حقونو پر ضد عمل کوي او د ښار په پرمختګ کې خنډ جوړوي.

دلسي رودریګز؛د وینزویلا واک په لنډمهاله توګه د مادورو له نیولو وروسته په خپله غاړه واخیست

0

د وینزویلا د ولسمشر مرستیالې دِلسي رودریګز د سترې محکمې په حکم د نیکولاس مادورو له نیول کېدو وروسته په موقت ډول د حکومت مشري واخیسته.

په همدې وخت کې امریکا د کاریبین په هوايي حریم کې لګول شوي د الوتنو بندیزونه لرې کړل.

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلورس د نیویارک بروکلین ته لېږدول شوي دي.

رودریګز ویلي چې مادورو د وینزویلا یوازینی مشروع ولسمشر دی او ټینګار یې کړی چې هېواد به یې بیا هېڅکله مستعمره نه شي.

مولوي عبدالسلام ضعیف:امریکا د نیکولاس مادورو تښتونه د وینزویلا د شتمنیو د قبضې لپاره ترسره کړه

پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف ویلي، چې پر وینزویلا د امریکا لیوالتیا د دغه هېواد د طبیعي زیرمو د خپلولو لپاره ده او د همدې موخې لپاره یې د ولسمشر نیکولاس مادورو تښتونه ترسره کړې ده.

ضعیف په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې امریکا غواړي د وینزویلا ټولې شتمنۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د هغه په وینا، دا کړنه یوازې د یوه هېواد پر ضد اقدام نه دی، بلکې د امریکا دا «کرغېړنه او تیری کوونکې» تګلاره په راتلونکي کې د نړۍ لپاره یو جدي نړیوال ګواښ جوړوي.

اسماعیل میاخېل:د وینزویلا پېښه د امریکا د امپریالېزم او د نړیوال قانون د کمزورۍ نښه ده

د ملي راډیو ټلویزیون پخواني مشر اسماعیل میاخېل پر وینزویلا د امریکا وروستیو کړنو ته په غبرګون کې ویلي، دا پوښتنه جدي شوې چې ایا نړۍ د امریکا امپریالېزم په ښکاره بڼه نه ویني؟

نوموړي ویلي، پر یوه خپلواک هېواد برید کول او د هغه د ولسمشر تښتول د نړیوالو قوانینو له مخې په هېڅ ډول توجیه کېدای نه شي، حتا که هغه مشر فاسد، مستبد یا ناپېژندل شوی هم وي.

د میاخېل په وینا، که دا ډول کړنې ومنل شي؛ نو نړیوال قانون به اختیاري بڼه خپله کړي.

هغه ټینګار کړی چې د ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې، نړیوال قانون، ملګري ملتونه، نړیواله جزايي محکمه او حتا اروپايي ټولنه خپل اغېز له لاسه ورکوي.

اسماعیل میاخېل پوښتنه راپورته کړې چې ایا نړیوال قانون یوازې پر ځینو هېوادونو تطبیقېږي؟ او که دا چلند عادي شي؛ نو څه تضمین شته چې نور هېوادونه، لکه روسیه، ورته کړنې ترسره نه کړي؟

د روسیې او بیلاروس وزیران:مادورو باید سمدستي آزاد او کاراکاس ته بېرته ستون شي

0

د روسیې او بیلاروس د بهرنیو چارو وزیرانو د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د آزادۍ غوښتنه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د مسکو او مینسک د بهرنیو چارو وزیرانو، سرګي لاوروف او ماکسیم ریژنکوف، په یوه ټیلیفوني تماس کې د مادورو د سمدستي آزادېدو او د کاراکاس د ولسمشر په توګه د بېرته ستنېدو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دواړو وزیرانو د وینزوېلا حاکمیت او سیاسي ثبات د خوندي ساتلو ضرورت هم یاد کړی دی.

عباس عراقچي؛د وینزویلا د بهرنیو چارو له وزیر سره تلیفوني خبرو کې د امریکا پوځي تجاوز غندلی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د وینزویلا د بهرنیو چارو له وزیر ایوان خیل پینتو سره په ټیلیفوني تماس کې د امریکا لخوا د وینزویلا پر وړاندې پوځي تجاوز او د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د نیولو په اړه خبرې کړې.

عراقچي د امریکا دا اقدام د “دولتي ترهګرۍ” بېلګه بللې او ویلي چې دا د وینزویلا د ملي حاکمیت او خلکو د ارادې سرغړونه ده.

هغه د ایران له لوري د وینزویلا د خلکو او منتخب حکومت ملاتړ څرګند کړی دی.

د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر د ایران د ملاتړ او اصولي دریځ ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې وینزویلا به د خپل ملي حاکمیت او د خپل برخلیک د ټاکلو حق د دفاع لپاره د امریکا د ناقانونه سیاستونو پر وړاندې کلک دریځ غوره کړي.

خیبر پښتونخوا؛موټرسايکل سپرو وسله‌والو په هدفي بریدونو کې څلور پولیس ځای پر ځای وژلي

0

د خیبرپښتونخوا د بنو په ډویژن کې د هدفي بریدونو په لړ کې نن سهار موټرسايکل سپرو وسله‌والو په جلا جلا بریدونو کې څلور پولیس په ډزو وژلي.

د پولیسو په وینا، دواړه بریدونه د څلورو ساعتونو په واټن کې ترسره شوي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه د لکي مروت په ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چېرته چې وسله‌والو پر ټرافیک پولیسو ناڅاپي ډزې وکړې او لږ تر لږه درې ټرافیک پولیس یې ووژل.

تر دې څو ساعته وروسته، په بله جلا پېښه کې یو پولیس د بنو په ولسوالۍ کې په ډزو ووژل شو.

چارواکو ویلي، بریدګر له پېښو وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسولیت نه دی منلی.

د وینزویلا مرستیاله ولسمشره:هېواد به مو هېڅکله د امریکا تر واک لاندې نه وي، مادورو دې ژر بېرته را خوشې شي

0

د وینزویلا مرستیالې ولسمشرې ډیلسي رودریګز د امریکا د وروستیو پوځي اقداماتو پر وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، هېواد به یې هېڅکله د کومې بهرني امپراتورۍ تابع نه شي.

رودریګز ټینګار کړی چې ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن باید ژر بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، ځکه د وینزویلا حاکمیت د معاملې یا فشار لاندې نه دی.

هغې په خپلو څرګندونو کې د وینزویلا د خلکو او حکومت د حقونو یادونه کړې او ویلي یې دي، د هېواد راتلونکی باید د بهرنیو پوځي مداخلتونو له لارې ونه ټاکل شي.

په ورته وخت کې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، رودریګز د وروستیو تحولاتو پر مهال په روسیه کې ده، خو تراوسه د هغې د اوسني ځای په اړه کره معلومات نشته.

بل لورته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې چې د واک قانوني لېږد پورې به د وینزویلا چارې د امریکا په لاس کې وي.

چین:د امریکا لخوا د نیکولاس مادورو نیول کېدل غندو

0

د چین د بهرنیو چارو وزارت د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د نیول کېدو غندنه کړې ده.

دغه وزارت ویلي، دا اقدام د واشنګټن له‌خوا سلطه‌غوښتونکی عمل دی او د نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي.

چین ټینګار کړی چې د وینزویلا ملي حاکمیت ته باید درناوی وشي او د دې ډول اقداماتو له امله په لاتیني امریکا کې د امنیت او سولې لپاره خطر رامنځته کېدای شي.

یاد وزارت همدارنګه یادونه کړې چې چین او وینزویلا د انرژۍ په برخه کې نږدې همکاري لري او چین د تېرو شلو کلونو راهیسې د وینزویلا د تېلو لوی واردوونکی پاتې شوی دی.