شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 350

راشد خان؛د کونړ د زلزله‌ځپلو لپاره د ۲۵۰ زره یورو د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان راشد خان د کونړ د زلزله‌ځپلو لپاره تر اوسه ۷۶ زره او ۴۸۱ یورو راټول کړي او غواړي دغه مرسته تر ۲۵۰ زره یورو ورسوي.

نوموړي د ګوفنډ می له لارې د مرستو کمپاین پیل کړی او ویلي یې دي چې راټولې شوې مرستې به د خان بنسټ له لارې په مستقیم ډول زلزله‌ځپلو کورنیو ته د درملنې، خوړو، سرپناه او کورونو د بیارغونې لپاره ولګول شي.

راشد خان تر دې وړاندې هم د هرات، فراه، بادغیس، پکتیا، پکتیکا او خوست د زلزله‌ځپلو لپاره مرستې راټولې کړې وې.

۶.۱ درجې زلزله د کونړ له نورګل څخه؛ټکانونه یې تر چین او منځنۍ آسیا احساس شوي

وروستۍ زلزله چې شدت یې ۶.۱ درجې ثبت شوی، مرکز یې د کونړ د نورګل ولسوالۍ یاده شوې.

د دې زلزلې ټکانونه نه يوازې افغانستان کې بلکې تاجکستان، ازبکستان، چین او پاکستان کې هم احساس شوي دي.

لومړنیو معلوماتو کې ویل شوي، چې د زلزلې له کبله د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د ډيوه ګل درې په اندرلچک سیمه کې کورونه نړېدلي دي.

د احتمالي تلفاتو په اړه جزییات لا نه دي خپاره شوي.

ایمل ولي خان؛د کونړ د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره د طالبانو حکومت سفارت ته ورغلی

د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د اسلام‌اباد په سفارت کې د طالبانو حکومت له سفیر مولوي سردار احمد شکیب سره لیدلي دي.

نوموړي د کونړ د وروستۍ زلزلې د درنو تلفاتو په تړاو خپله خواخوږي څرګنده کړې او له زلزله‌ځپلو کورنیو سره یې د غمشریکۍ په توګه د شهیدانو د روح د فاتحې دعا کړې ده.

ایمل ولي خان ویلي، د ټپیانو د ژر روغېدو هیله لري او د اغېزمنو کورنیو د درد او غم شریک دی.

سره صلیب:د افغانستان د زلزله‌ځپلو اړتیاوې زیاتېږي او مرستې په کمېدو دي

د سره صلیب او هلال احمر نړیوال فدراسیون ویلي، د افغانستان د وروستیو زلزلو له امله لږ تر لږه ۸۴ زره کسان مستقیم او غیرمستقیم اغېزمن شوي او زرګونه تنه بې‌کوره شوي دي.

د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې، د مړو شمېر تر اوسه له ۲۲۰۰ اوښتی، ۳۶۰۰ کسان ټپیان دي او نږدې ۶۷۰۰ کورونه وران شوي دي.

بل لورته ملګري ملتونه وايي ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي، ځکه لا ډېر کسان د نړېدلو کورونو لاندې بند پاتې دي.

د ملګرو ملتونو په خبره، د سختو لارو، خراب موسم او د سرچینو کمښت له امله د مرستو رسونه له ستونزو سره مخ ده.

په ورته وخت د روغتیا نړیوال سازمان د درې میلیونه ډالرو کسر یاد کړی او د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د زلزله‌ځپلو لپاره یې زیرمې یوازې د څلورو اوونیو لپاره بسیا کوي.

حمدالله فطرت:په کونړ کې د زلزلې تلفات ۲۲۰۵ تنو ته ورسیدل او ۳۶۴۰ تنه ټپیان دي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د کونړ د وروستۍ زلزلې د تلفاتو په اړه تازه معلومات ورکړي دي.

د نوموړي په وینا، په نورګل ولسوالۍ مزار درې، د څوکۍ ولسوالۍ ډيوه ګل درې، چپې درې او ماڼوګي ولسوالۍ کې د ژغورنې او پلټنې عملیات روان دي او تر اوسه د سلګونو کسانو جسدونه له ویجاړو شویو کورونو را ایستل شوي دي.

د فطرت په خبره، د ټولو شهیدانو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو شمېر ۳۶۴۰ ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړې چې د ژغورنې هڅې لا هم دوام لري، خیمې نصب شوې دي او د لومړنیو او بیړنیو مرستو لېږد په منظم ډول ترسره کېږي.

اسماعیل بقایي:ایران کې د آسترالیا سفیر مو له خپل هېواد څخه وویست

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د آسترالیا د سفیر له ایران څخه د وتلو خبر ورکړی دی.

نوموړي ویلي، چې د دیپلوماتیکو اصولو او قوانینو له مخې، ایران هم د متقابل اقدام په توګه د آسترالیا د دیپلوماتیک حضور کچه راټیټه کړې ده.

بقایي د آسترالیا له لوري د ایران د سفیر ایستل یو ناحقه اقدام بللی او ټینګار یې کړی، چې تهران د اړیکو د کمزوري کېدو هرکلی نه کوي.

هغه زیاته کړې، چې د استرالیا دې کار هېڅ دلیل نه درلود او د دواړو ملتونو پر اړیکو منفي اغېز کوي.

په ایران کې د افغانانو د اعدام دوام؛د یوې کورنۍ درې غړي اعدام شول

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په قم مرکزي زندان کې څلور افغانان د نشه‌يي توکو او قتل په تور اعدام شوي دي.

په وژل شویو کې د یوې کورنۍ درې غړي ـ روح‌الله حکیمي (۵۴ کلن پلار)، نظام حکیمي (۲۳ کلن زوی) او الله‌بخش میرجهاني (۴۴ کلن د تره زوی) شامل دي.

یاد سازمان وايي چې دوی د کرج اوسېدونکي وو او دوه کاله مخکې له ۱۰۰ کیلوګرامه ډېرو نشه‌يي توکو سره نیول شوي وو.

د څلورم افغان هویت نه دی څرګند شوی.

د ایران چارواکو تر اوسه دغه اعدامونه نه دي تایید کړي.

د بشري حقونو د سازمان د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې لږ تر لږه ۵۰۳ کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي دي.

آسترالیا او آیرلنډ؛د افغانستان زلزله‌ځپلو ته نوې بشري مرستې اعلان کړې

د آسترالیا حکومت د افغانستان ختیځ کې د وروستۍ زلزلې د اغېزمنو کورنیو د ملاتړ لپاره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

دغه مرسته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له لارې د افغانستان بشري صندوق ته ورکول کېږي.

همدارنګه د آیرلنډ حکومت ۵۰۰ زره یورو د زلزله‌ځپلو لپاره ځانګړي کړي دي.

یاده مرسته د سره صلیب او هلال احمر نړیوال فدراسیون ته ورکول کېږي څو د ژغورل شویو کورنیو لپاره بیړنۍ خوراکي توکي، اوبه، روغتیايي خدمتونه او نورې بشري مرستې برابرې کړي.

یسراییل کاتز:له حوثيانو به سخت غچ اخلو

0

د اسرایيلو د بهرنيو چارو وزير یسرایل کاتز د پنجشنبې په ورځ له حوثيانو څخه د سخت غچ اخيستلو ګواښ کړی دی.

کاتز په اېکس شبکه کې په خپل لنډ پيغام کې ويلي، حوثيان لا هم پر اسرایيل د توغنديو بريدونه کوي.

د کاتز څرګندونې په داسې مهال دي چې د يمن حوثيانو د غزې جګړې له پيل راهيسې څو ځله پر اسرایيلو توغندي توغولي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان:د بودجې کمښت د افغانستان ختیځ کې د زلزله ځپلو د مرستو بهیر له ستونزو سره مخ کړی

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی چې د څلور ميليونه ډالرو د بودجې کمښت د افغانستان ختیځ کې زلزله ځپلو ته د مرستو رسونه ټکنۍ کړې ده.

دغه سازمان وايي، زرګونه کورنۍ بې‌کوره شوې او د لنډمهاله سرپناوو تر څنګ د درملو، طبي وسايلو او بشري ځواک له کموالي سره مخ دي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې د راستانه شوو کډوالو زيات شمېر د اغېزمنو سيمو بار لا دروند کړی او د ناروغيو د خپرېدو ګواښ يې لوړ کړی دی.

دې سازمان ټينګار کړی چې د ژوند ژغورنې او د بحران د پراخېدو د مخنيوي لپاره د نړيوالې ټولنې عاجل ملاتړ حياتي دی.

دغه ناورين د کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان په ولايتونو کې پراخ تلفات اړولي دي.

د رسمي شمېرو له مخې، تر اوسه له ۱۴۰۰ زيات کسان مړه شوي، شاوخوا ۳۳۰۰ ټپيان دي او لږ تر لږه ۶۷۰۰ کورونه ويجاړ شوي دي.