شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 349

افغان کرکټ ملي لوبډلې؛د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه

افغان کرکټ ملي لوبډلې په درې اړخیزه شل اوریزه لوبلړۍ کې په خپله څلورمه لوبه کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې بریا خپله کړه او سیالې لوبډلې ته یې د څلورو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په پایلوبه کې به افغانستان د راتلونکې یکشنبې په ورځ له پاکستان سره د اتلولۍ لپاره د لوبې ډګر ته ښکته شي.

سیمه‌ییزې سرچینې:کونړ کې پاکستاني پوځ هوایي بریدونه کړي دي

سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د پاکستان پوځ جنګي الوتکو د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د ډیورند کرښې څنګ ته هوایي بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، دا بریدونه د جمعې په ورځ د ماسپښین درې بجې ترسره شوي.

پاکستان ادعا کوي چې برید د تحریک طالبان پاکستان پر پټنځای شوی؛ خو د هدف او احتمالي تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو حکومت ځایي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

لغمان الینګار؛ ۵.۲ درجې زلزلې لړزې تر کابل او یو شمېر ولایتونو احساس شوي

د امریکا د جیولوجیکي څېړنو مرکز خبر ورکړی، چې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د ۵.۲ درجې په کچه زلزله رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، دا زلزله د ځمکې له سطحې ۹.۱ کیلومتره په ژوروالي کې شوې او لړزې یې تر کابل او یو شمېر نورو ولایتونو هم احساس شوې دي.

تر اوسه د دې پېښې د مرګ‌ژوبلې او یا احتمالي زیانونو په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی.

افغانستان کې؛د روزا اتونبایوا ماموریت پای ته ورسېد

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، رزا اوتونبایوا ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسېد.

اتونبایوا مخښکې له دې چې ماموریت یې پای ته ورسېږي، د جمعې په ورځ د طالبانو حکومت د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر سره تودیعي لیدنه وکړه، چې په کې د اوتونبایوا د هڅو او زحماتو ستاینه وشوه.

د طالبانو حکومت د کډوالو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اوتونبایوا د بشردوستانه مرستو د دوام ټینګار کړی.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۲۵ کاري ډلې زلزله ځپلو سیمو ته استول شوي دي او د اړتیاوو ارزونې وروسته به مرستې وویشل شي.

اوتونبایوا همدارنګه د شمال افغانستان لپاره د ۲۳ میلیونو ډالرو پروژې د پلي کولو خبر ورکړ، چې دوهم فاز به یې په نیمروز او فراه کې عملي شي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په سپتمبر کې د افغانستان په اړه غونډه ترسره کړي او اوتونبایوا به خپل وروستی راپور وړاندې کړي.

دیمیتري پسکوف:پوتین او ټرمپ ښايي ژر بیا سره وویني

0

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، ښايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نږدې راتلونکي کې بیا سره وویني.

هغه زیاته کړې، لکه د الاسکا ناستې په څېر، دغه لیدنه هم په چټکۍ سره تنظیمېدلی شي.

پسکوف د ټرمپ ډیپلوماسۍ ته «سیاسي او مثبته» معنا ورکړې او ټینګار یې کړی چې روسیه غواړي د اوکراین جګړه د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو هواره شي.

نوموړي ویلي، که ټرمپ د دې لارې زمینه برابره کړي، دواړه هېوادونه ګډې ګټې موندلی شي.

دا څرګندونې د پوتین او ټرمپ له وروستۍ الاسکا لیدنې درې اوونۍ وروسته شوي دي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان:یوه افغانه قابله وتوانیده چې د زلزله ځپلې میرمنې د زیږون پرمهال مور او ماشوم وژغوري

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان اعلان کړی چې په کونړ کې یوې ۲۵ کلنې قابلې “پاکیزه” د وروستۍ زلزلې تر سختو شرایطو لاندې، یوازې د یوې ابتدایي طبي بستې په مرسته یوې مور ته د نجلۍ په زیږون کې مرسته کړې ده.

پاکیزې ویلي: «ماشوم د ونو تر سیوري لاندې، بې له چت او بې له پناه ځایه وزېږېد، شرایط ډېر سخت وو، خو د مور او ماشوم ژغورل ماته آرام راکړ.»

دغه سازمان وايي، زلزله‌ځپلې ښځې او ماشومان په بیړني ډول د زیږون وسایلو، روغتیايي توکو او خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د سازمان د پروګرامونو مسؤله سمیرا سید رحمان ټینګار کړی:«که نړیواله ټولنه بېړنۍ بودجې خلاصې نه کړي او د ماشومانو پر اړتیاوو تمرکز ونه کړي، نو د زلزله‌ځپلو میندې او ماشومان به په راتلونکو ورځو کې له جدي روغتیايي ګواښونو سره مخ شي.»

اسراییلي جیټ الوتکو؛د غزې پر څو پوړیز استوګنیز برج بمبار کړی

0

اسراییلي جګړه‌يي جیټ الوتکو د غزې په لوېدیځ کې یو استوګنیز برج په بشپړه توګه ونړاوه.

یاد برج له دې وړاندې هم څو ځله د اسراییلي بریدونو ښکار شوی و، خو دا ځل جګړه‌يي الوتکو په بشپړ ډول ونړاوه.

عیني شاهدان وايي چې برید د ښار پر ګڼ مېشتې سیمې ترسره شوی او ښایي پراخه مرګژوبله هم ولري.

سریلانکا؛د بس د ټکر پېښې ۱۵ تنه وژلي

0

په سریلانکا کې د بس د ټکر پېښه رامنځته شوې چې له امله یې ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا، په ټپیانو کې پنځه ماشومان هم شامل دي.

دا پېښه د ویلووایا ښار ته نږدې په یوه غرنۍ سیمه کې شوې، چې له پلازمېنې کولمبو څخه نږدې ۲۸۰ کیلومتره لرې موقعیت لري.

چین؛د ختیځ د زلزله‌ځپلو لپاره ۲۰۰ زره ډالر بیړنۍ او ۷ میلیونه ډالر نوې مرستې اعلان کړې

په کابل کې د چین د سفارت سرپرست باو شوهوی د طالبانو حکومت د سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب‌الدین دلاور ته د چین د سره صلیب له لوري د ختیځ د زلزله‌ځپلو لپاره ۲۰۰ زره ډالره بیړنۍ مرسته سپارلې ده.

شوهوی ویلي، د چین حکومت به ډېر ژر د زلزله‌ځپلو د ملاتړ په موخه ۵۰ میلیونه یوانه (شاوخوا ۷ میلیونه ډالر) نورې مرستې هم افغانستان ته واستوي.

شهاب الدین دلاور د چین د مرستو او همکارۍ مننه کړې ده.

د کونړ زلزله‌ځپلو ته؛د روسیې د بشري مرستو بار الوتکه کابل ته رسېدلې

د روسیې د بشري مرستو یوه الوتکه کابل ته رسېدلې.

دغه الوتکه کې د ختیځو ولایتونو د زلزله‌ځپلو لپاره ۲۰ مټریک ټنه خوراکي توکي بار دي.

طالب چارواکي وايي، دغه مرسته به ژر تر ژره اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.