پنجشنبه, جون 4, 2026
Home Blog Page 349

اصف درانی:د استانبول د خبرو ناکامي د کابل–اسلام‌اباد کړکېچ لا ژوروي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي چې طالبانو پرېکړه کړې له اسلام‌اباد سره شخړې ته دوام ورکړي.

دراني خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام کولای شي د ډیورنډ کرښه بنده کړي، سوداګري او د خلکو تګ راتګ محدود کړي او په پایله کې عام وګړي زیانمن شي.

هغه وايي، د خبرو بندېدل ښيي چې افغان طالبان نه غواړي د تحریک طالبان پاکستان (TTP) موضوع په جدي ډول وڅېړي.

په استانبول کې د دواړو هېوادونو خبرې چې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب روانې وې، د سرحدي امنیت او د سختدریځو ډلو د کنټرول لپاره د ګډو میکانیزمونو جوړولو ته متوجه وې؛ خو دا پړاو هم د پخواني ځل په څېر بې‌پایلې پای ته رسېدلی دی.

راشد خان؛د بې‌وزلو د ملاتړ لپاره د «خان فاونډېشن» په نوم بنسټ پرانیست

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په هالنډ کې د «خان فاونډېشن» په نوم خیریه بنسټ پرانیست.

د دې بنسټ موخه د بې‌وزلو کورنیو لپاره روغتیايي خدمتونو پراختیا، د زده کړو ملاتړ او عاجلې مرستې دي.

راشد خان د پرانستې په مراسمو کې ویلي چې د خپلې مور د ناروغۍ له تجربې وروسته یې پرېکړه کړې چې د افغانستان په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو د کمښت ستونزه راکمه کړي.

په مراسمو کې د کریکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړي ابراهیم ځدران او نورو پېژندل شویو څېرو هم ګډون درلود.

روسیه او شمالي کوریا؛د پوځي اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو غږېدلي

0

په پیونګ‌یانګ کې د شمالي کوریا او روسیې د لوړپوړو پوځي چارواکو وروستۍ ناستې یو ځل بیا د دواړو هېوادونو د پوځي او ستراتېژیکې ملګرتیا د پراخېدو نښه بلل شوې ده.

اسوشیټیډ پرېس راپور ورکوي چې مسکو او پیونګ‌یانګ د اوکراین جګړې په تړاو خپل دریځونه لا نږدې کوي او د خپلو ګډو همکاریو د ژورتیا لپاره خبرې اترې روانې لري.

دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې له وړاندې د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه اندېښنې موجودې وې، او ګڼې سرچینې وایي چې شمالي کوریا د روسیې په ملاتړ کې د اوکراین جګړې ته په ښکاره ولاړه ده.

ذبیح الله مجاهد:د پاکستاني پلاوي د نامسوولانه دریځ له امله د استانبول خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د نومبر په ۶مه او ۷مه په استانبول کې د پاکستاني پلاوي سره د ښې ارادې پر بنسټ دوه ورځې پرله‌پسې ناستې ترسره شوې، خو د رغنده پایلو تمه پوره نه شوه.

ښاغلي مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، پاکستان هڅه کوله چې خپلې ټولې امنیتي ستونزې او مسوولیتونه د افغانستان پر حکومت ور واړوي، او خپله یې د هیڅ ډول وړاندیزونو او مسوولیتونو د منلو جدي اراده نه لرله.

هغه ویلي، د پاکستان لوري نامسوولانه چلند او د همکارۍ نشتون خبرو ته د پای ټکی کېښود، سره له دې چې افغان پلاوي او منځګړو ډېرې هڅې وکړې.

مجاهد ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د بل چا پر ضد کار واخلي، او په عین حال کې د خپل هېواد د دفاع لپاره بشپړه چمتووالی لري.

استانبول کې؛پاکستاني پلاوي مذاکرات نیمګړي پریښي او خپل هیواد ته ستانه شوي

پاکستاني دولتي ټلویزیون PTI راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ استانبول کې خبرې بې پایلې درېدلې دي.

د امنیتي سرچینو په وینا، دواړه لوري د سختدریځو ډلو د څار او د سرحدي بریدونو د مخنیوي پر میکانیزم هوکړې ته نه دي رسېدلي.

راپورونه وایي چې پاکستان د طالبانو حکومت ته د خپلو غوښتنو اتۀ مادې لېست سپارلی و، چې پکې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو بې وسلې کول، په افغانستان کې د هغوی استوګنه، د پاکستاني ضد ډلو پر وړاندې عملي ګامونه او د افغان طالبانو رسمي بېلتون له ټي‌ټي‌پي نه شامل وو.

د طالبانو حکومت د پاکستان ادعا رد کړې چې ګواکې د ټي‌ټي‌پي ملاتړ کوي.

د یادونې ده چې دا د مذاکراتو درېیم پړاو و او د تېرو خبرو په څېر بې‌نتیجې پای ته رسېدلی دی.

د اسلام‌اباد له ناستې وروسته؛فوزیه کوفي د ایکس فالورز له کمېدو سره مخ شوې

اسلام اباد کې تر ناستې وروسته د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د ایکس ټولنیزې رسنۍ څارونکي کم شوي.

فوزیه کوفي تر ناستې وروسته په خپل ايکس د فالورز له کمېدو شکايت کړی.

ځينې په دې اند دي چې په زرګونو شمېر کې افغانانو اغلې فوزيه کوفي وروسته له هغې انفالو کړې چې ولې یې په اسلام اباد کې غونډه کړې او په افغانستان کې تغير د پاکستان له لارې غواړي.

هغې د طالبانو حکومت د مخالفو څېرو ناستې کې ګډون کړی و، چې د خلکو له غبرګون سره مخ شوه.

کوفي، سره له دې چې پخوا د اسلام اباد منتقده وه؛ خو د طالبانو پر ضد یې بیا د اسلام اباد لمنه نیولې.

دیپلومات مجله:طالبانو سره د پاکستان جګړه به اسلام اباد د اوږدې مودې لپاره وینې توییدو او اقتصادي رکود سره مخ کړي

د دیپلومات مجلې د راپور له مخې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له زیاتېدو سره سره، شنونکي وایي چې که اسلام‌اباد د طالبانو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي، نو دا جګړه به د پاکستان په ګټه نه وي.

د راپور لیکوال احمدالله ارچیوال وايي، پاکستان پوځي ځواک لري، خو اوږده جګړه به یې اقتصاد سخت زیانمن کړي، چې د پاکستان اقتصاد لا له مخکې د فقر، پانګونې د کمښت او اقتصادي رکود له ستونزو سره مخ دی، او اوږدمهاله جګړه به دا وضعیت نور هم خراب کړي.

راپور زیاتوي چې پاکستان د طالبانو پر ضد د جګړې د دیني او سیاسي مشروعیت له کمښت سره مخ دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند دیوبند مدرسې ته له وروستي سفر وروسته، طالبانو ځانونه د دیوبندي مکتب اصلي وارثان ګڼلي، چې دا کار د پاکستان لپاره د دیني ملاتړ ترلاسه کول سخت کړي دي.

په کور دننه هم ګڼ سیاسي ګوندونه او مذهبي مشران د طالبانو پر ضد د جګړې مخالفت کوي، لکه د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند، عوامي نیشنل پارټي او پښتونخوا ملي عوامي پارټي د جګړې مخالفت کړی دی.

د راپور له مخې، د پاکستان د قبایلي سیمو او بلوچستان ډېری اوسېدونکي هم د جګړې ضد دریځ لري، ځکه د هغوی اقتصاد له افغانستان سره د سوداګرۍ پورې تړلی دی.

دیپلومات زیاتوي، که څه هم پاکستان له امریکا او سعودي عربستان سره اړیکې پیاوړې کړې دي، خو دا اړیکې یې اقتصادي وضعیت نه‌دی ښه کړی او د نړیوالو غبرګونونو په اړه هم راپور وایي، هیڅ هېواد د پاکستان د برید ملاتړ نه‌دی کړی او زیاتره حکومتونه د اوربند غوښتنه کوي.

دیپلومات مجله وایي، چې د افغانستان غرنۍ جغرافیه به د پاکستان لپاره د ځمکني جګړې بریا ډېره سخته کړي، او اوږده جګړه کولای شي اسلام‌اباد د اوږدې مودې لپاره وینې تویېدو او اقتصادي زیان سره مخ کړي.

اسماعیل میاخېل د طالبانو حکومت ته:«تاسې تل بهرنیان بخښلي؛ خو هېڅکله مو افغانان ونه بخښل»

د ملي راډیو او تلویزیون پخواني مشر اسماعیل میاخېل د طالبانو هغه څرګندونې غندلي چې وایي د پاکستان سره د مذاکراتو د درناوي له امله یې د کندهار د وروستیو پېښو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

میاخېل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې طالبانو د دوحې د خبرو پر مهال هره ورځ افغانان وژل؛ خو د «درناوي» خبرې یې نه کولې.

هغه یادونه کړې چې طالبانو هغه مهال په افتخار ویل چې په ۱۸ میاشتو کې یې پر امریکایانو یو برید هم نه دی ترسره کړی؛ خو په افغانانو د حملو لړۍ روانه وه.

نوموړي ویلي چې افغانان د ښځو، ماشومانو او سرتېرو د وژنو پېښې نه هېروي او طالبان هره پېښه او لاسته راوړنه د خپلې ډلې د مشروعیت لپاره کاروي.

اسماعیل میاخېل پر طالبانو غږ کړی چې که په سوله او اسلام باور لري، رښتینی سوله‌ ییز بهیر دې پیل کړي، ظلم او بندیزونه دې پای ته ورسوي، د ښځو او نجونو حقونه دې تضمین کړي او د نجونو ښوونځي دې بېرته پرانیزي.

پاکستاني رسنۍ:استانبول کې د افغانستان او پاکستان خبرې بېرته پیل شوې

پاکستاني رسنۍ «سما» چې د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو ته نږدې رسنۍ بلل کېږي، راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان د پلاویو خبرې په استانبول کې له لنډ ځنډ وروسته بیا پیل شوې دي.

سما مخکې ادعا کړې وه چې د سپین بولدک د نښتې له امله خبرې درېدلې او د پاکستاني پلاوي غړو د افغانستان له لوري پر پاکستان د ډزو شواهد قطري او ترکي منځګړو ته سپارلي دي.

خو په عین وخت کې راپورونه څرګندوي چې په سپین بولدک کې د پاکستاني ځواکونو لخوا پر ملکي خلکو ډزې شوي او لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي یې چې پاکستان بې دلیله د افغانستان پر خاوره هاوان او نورې وسلې ویشتي؛ خو د مذاکراتو د درناوي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره افغان لوري تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

کندز؛اتمه امنیتي حوزه کې چاودنې یو تن وژلی

د کندز ښار په اتمي امنیه حوزه کې د دورۍ سر هدېرې ترڅنګ نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې چاودنه شوې ده.

د کندز د طالبانو حکومت د قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالب ځواکونه سمدستي سیمې ته رسېدلي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، یو تن چې د چاودیدونکو توکو لېږد یې کاوه، د نامعلومو لاملونو له امله د چاودنې په ځای کې وژل شوی دی.

پلټنې ښيي چې ممکن دغه کس د کومې حملې پلان درلود؛ خو چاودنه تر ټاکلي وخت مخکې شوې او دی پکې وژل شوی دی.

د طالبانو ځایي چارواکي زیاتوي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي او نور جزییات به له بشپړ تحقیق وروسته شریک شي.