باجوړ کې د کرېکټ میدان ترڅنګ د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
چارواکي وايي وژل شوی کس فضل الله نومېږي او د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.
تر اوسه هېڅ ډلې د چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
باجوړ کې د کرېکټ میدان ترڅنګ د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
چارواکي وايي وژل شوی کس فضل الله نومېږي او د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.
تر اوسه هېڅ ډلې د چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
دیني عالم مولوي رحمتالله اندړ د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم ته په غبرګون کې ویلي، تر هغې چې په دې نارینهمحوره ټولنه کې ښځه لا هم دوهمه درجه ګڼل کېږي؛ د ښځو له قربانۍ دې تمه نلري.
ښاغلي اندړ ویلي، که فاروق اعظم رښتیا د علم ملاتړ کوي، نو باید د هغو طالب مشرانو نومونه واخلي او پر وړاندې یې ښکاره دریځ ونیسي چې د نجونو د زدهکړو مخالفت کوي.
نوموړي پوښتنه راپورته کړې چې “علم یوازې طب نه دی، نو د نورو څانګو ارزښت به طالبانو ته څنګه ثابتېږي، او ایا طالبان په رښتیا د علم په ګټه او اهمیت نه پوهېږي؟”.
فاروق اعظم له دې خبرو وړاندې پر افغانو ښځینه داکترانو غږ کړی و چې کونړ ته دې لاړې شي او د خپل علم ګټه دې هغه چاته ثابته کړي چې نه غواړي ښځینه قشر په طبي زده کړو کې تحصیل ته ادامه ورکړي.
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم ویلي، ښځینه روغتیاپالان دې عاجل د کونړ زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره ورشي.
نوموړي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د ښځینه ډاکټرانو شتون د ټپي ښځو د درملنې لپاره اړین دی او دا کار به نه یوازې پر وخت انساني مرسته وي، بلکې په ټولنه کې به د ښځې د تعلیم عملي اهمیت هم وښيي.
فاروق اعظم ټینګار کړی، دا به هغو کسانو ته هم یو عیني درس وي چې د ښځو زدهکړې بېګټې ګڼي.
هغه د امام غزالي رحمه الله خبره راخیستې چې «د طب علم پر اسلامي ټولنه فرض دی» او پوښتنه یې کړې چې ایا زموږ تعلیمیافته ښځې د خپل مقام د تثبیت لپاره ابتکار او قرباني ورکولای شي که نه
د ملي امنیت پخوانی رییس معصوم ستانکزی وایي، وروستۍ زلزلې وښوده چې د طالبانو حکومت له لوري د عصري زده کړو او د نجونو د تعلیم د بندیز سیاست بحران زېږوونکی دی او د شریعت له اساسي اصولو سره په ټکر کې دی.
نوموړی وایي، اوس پوښتنه دا ده چې څوک به بېګناه ښځو او نجونو سره اساسي مرسته وکړي.
ستانکزی ټینګار کوي چې د خلکو یووالی د مثبت بدلون لپاره ستر قوت دی.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د غزې ولس ته ګواښ نه يوازې ظالمانه دی، بلکې دا هم څرګندوي چې په غزه کې روانې وژنې او جنايتونه د سپينې ماڼۍ په اراده ترسره شوي دي.
حکمتیار زياته کړې چې د چين پوځي ځواک نندارې د امريکا سپینه ماڼۍ اندېښمنه کړې او که امریکا زړورتیا لري، له چین او روسیې سره دې زورآزمايي وکړي، نه له افغانستان او د غزې په څېر مظلومو سره.
د یادونې ده چې ډونالډ ټرمپ حماس ته ګوتڅنډنه کې ویلي که مو اسراییل سره د توافق او سولې چانس له لاسه ورکړ د جهنم دروازې به مو پر مخ پرانیزو.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي یو ځل بیا د روسیې پلازمېنې مسکو ته د سفر بلنه رد کړه او ویې ویل، نه شي کولای په داسې حال کې چې هېواد یې هره ورځ د روسي توغندیو هدف ګرځي، د مذاکرې لپاره مسکو ته ولاړ شي.
زلنسکي ټینګار وکړ چې که ولادیمیر پوتین د خبرو اراده لري، باید کییف ته لاړ شي.
هغه مسکو «د ترهګرۍ پلازمېنه» وبلله او څرګنده یې کړه چې چمتو نه دی د خبرو لپاره هغه ځای ته سفر وکړي.
دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې پوتین ویلي وو د زلنسکي سره مستقیمې خبرې هیڅکله منتفي نه دي، خو هغه دې مسکو ته راشي.
نږدې یوه اوونۍ وروسته له هغې چې د افغانستان ختیځ کې زلزلې له دوو زرو ډېر کسان ووژل او لسګونه زره یې بې کوره کړل، د امریکا حکومت تر اوسه د بیړنیو مرستو د اعلان لومړی ګام نه دی پورته کړی.
رویټرز د سرچینو په حواله ویلي، معلومه نه ده چې واشنګټن به د مرستې نیت ولري که نه.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوازې د زلزلې له امله خواشیني څرګنده کړې؛ خو تر اوسه یې د بشري مرستو اعلان نه دی کړی.
بل لورته ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د بودیجې کمښت د افغانانو د روغتیا او تغذیې اساسي خدمتونه له ګواښ سره مخ کړي.
په ورته وخت کې روسیه، هند، ترکیه، جاپان، قطر، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو د زلزلهځپلو لپاره لومړنۍ مرستې لېږلې دي.
د طالبانو حکومت بیا پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د ناورین ځپلو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مرستې زیاتې کړي.
د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ننګرهار د عدلیې ریاست ټولو خیریه بنسټونو ته سپارښتنه کړې چې د مرستو وېش پر مهال اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوی وکړي او د مېرمنو له عکاسۍ ډډه وکړي.
دا خبرداری له هغه وروسته ورکړل شوی، چې خلکو د ښځو د انځور اخیستو پر وړاندې اعتراضونه وکړل.
هلته د مرستو پر مهال د ګڼ شمېر خیریه بنسټونو مسوولینو له کورنیو هغه تصویرونه اخیستل، چې د ژورنالیزم له اصولو سره برابر نه وو؛ نو ځکه یې پر وړاندې پر ټولنیزو رسنیو کې تبلیغات پیل شول.
د کونړ له خونړۍ زلزلې تر شپږو ورځو تېرېدو وروسته؛ لاهم د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت الله اخندزاده د غمشریکۍ هیڅ پیغام نه دی شریک کړی.
هغه، چې ځان امیرالمومنین بولي؛ د کونړ د زرګونه خلکو په وژنې او د زرګونه نورو په ټپي کېدو لاهم چوپ دی.
بل لورته په ټولنیزو رسنیو کې هم د هغه چوپتیا نیوکې راپورته کړې او د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو ویلي، چې کندهار کې د اوسني حکومت مشر د چوپتیا د افغان ولس پر وړاندې نامناسب چلند دی.
د لوګر پخواني والي محمد حلیم فدایي ویلي، که څه هم ډېری پیران او صوفیان د عبادت په نوم خرافات خپروي، طالبان هم له خرافاتو مستثنی نه دي.
نوموړي زیاته کړې، طالبان پر پیرانو او صوفیانو بندیز یوازې د خپل قدرت د خوندي کولو لپاره لګوي، ځکه له خپل ځان پرته بل څوک د مذهب په مدار کې نه زغمي.
فدایي ټینګار کړی چې د طالبانو د نجونو د زده کړو او پوهنتونونو بندول تر ټولو لوی خرافات دي.
هغه څرګنده کړې چې د خرافاتیانو ترمنځ جګړه د قدرت، شهرت، ثروت او ولسي نفوذ لپاره ده او زیان یې ولس ته رسېږي، خو په ملایانو او پیرانو کې استثناءات شته.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان له خاورې یو پیر جیلاني نومی سپین ږیری راغلی و او د طالبانو ډېری شمېر غړو ورته حلقې نیولې وې، ژړاوې یې کولې او په یو ځيني ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې ان سجدې هم شوې وې ورته.