سه شنبه, اپریل 28, 2026
Home Blog Page 334

ډونالډ ټرمپ:په قطر برید د نتانیاهو خپله پرېکړه وه، زه پکې لاس نه لرم

0

د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ، د اسراییل لخوا په دوحې د وروستي برید په اړه ویلي، چې دا حمله د اسراییل لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، په پرېکړه ترسره شوې او امریکا په کې هېڅ رول نه لري.

ټرمپ زیاته کړې، قطر د امریکا نږدې متحد دی او د سولې په منځګړتوب کې یې مهم ګامونه پورته کړي دي.

هغه ویلي، دغه بمبار د امریکا او اسراییل د ګټو سره سمون نه خوري.

که څه هم ټرمپ د دې برید په اړه ناخوښه دی، خو د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت په وینا د حماس له منځه وړل د اسرایل مشروع حق دی.

د طالبانو عدلیې وزارت:د تېر کال په پرتله د کورونو تر ۱۰سلنې زیاته کرایه اخیستونکو سره به قانوني چلند کېږي

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت، امنیه، استخبارات، ښاروالۍ او نورو ادارو په ګډه کمېټه کې د ساحوي نظارت ټیمونه جوړ کړي ترڅو د کرایې د زیاتوالي مخنیوی وشي.

د یاد وزارت ویاند قاري برکت الله ویلي چې د استوګنیزو کورونو مالکین د ۱۴۰۳ کال په پرتله تر ۱۰ سلنې زیاته کرایه نه شي اخیستلی، او هر ډول غیر رسمي قراردادونه، لکه سپین کاغذ یا خپل‌سر جوړ شوي اسناد، به د اعتبار وړ نه ګڼل کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې د کمېټې په مرکز او ولایتونو کې جدي څارنه کېږي او سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.

امر الله صالح:په افغانستان کې د روانې بدبختۍ او محرومیت مسول قطر دی

‏د افغانستان د جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د ۲۰۲۰ کال د مونیخ امنیتي کنفرانس پر مهال د افغانستان ولسمشر اشرف غني د قطر له امیر سره په لیدنه کې پر طالبانو د دغه هېواد د کوربه‌توب سخت اعتراض کړی و.

صالح په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې ولسمشر غني له امیر څخه پوښتنه وکړه: «تاسو طالبانو ته پناه ورکړې ده او هغوی هره ورځ زموږ د خلکو د وژنې پلانونه جوړوي.» د قطر امیر ورته په ځواب کې ویلي: «موږ یوازې د دوی استوګنلو ته اجازه ورکړې ده، خو ټول لګښتونه او چارې یې د CIA په مدیریت دي؛ که امریکا وغواړي، زه یې سبا وباسم.»

د ده په وینا، د ۲۰۱۳ تر ۲۰۲۱ کلونو پورې د قطر لپاره نړیوالو قوانینو هېڅ معنا نه لرله، خو نن چې د نړیوالو اصولو خبره کوي، پوښتنه راپورته کېږي چې ایا نړیوال قوانین یوازې د بډایو لپاره دي او که افغانستان هم ترې برخه لري!.

صالح ټینګار کړی، چې د دوحې پروسه د طالبانو د واکمنېدو، د افغانستان د ښځو د نیمایي ټولنې د غلامۍ، او د میلیونو افغانانو د بې‌کوره کېدو او کړاو اصلي لامل و.

حماس؛د اسرایلي برید وروسته د خلیل الحیه تازه انځور خپور کړی چې نوموړی پکې ژوندی لیدل کېږي

0

حماس اعلان کړی چې د دوحې پر غونډه د اسرایلو په برید کې د دې ډلې د پلاوي د وژلو هڅه ناکامه شوې ده.

په برید کې د خلیل الحیه د زوی او د هغه د دفتر د رئیس په ګډون پنځه غړي وژل شوي دي.

په عین حال کې، فلسطیني رسنیو د الحیه هغه انځور خپور کړی چې د طبي معايناتو پر مهال اخیستل شوی دی.

حامد کرزی:په قطر د اسرایلو بمبار، د سیمې او نړیوالې سولې لپاره ستر ګواښ دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسراییلو لخوا پر قطر برید په سختو ټکو غندلی.

نوموړي دغه اقدام د یوه خپلواک دولت د حاکمیت، د ملګرو ملتونو د منشور او د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو جدي نقض بللی دی.

کرزي ټینګار کړی چې د اسراییلو مکرر بمبارونه نه یوازې د قطر او سیمه‌ییزو هېوادونو ثبات ته ګواښ پېښوي، بلکه د نړۍ د سولې لپاره هم ستر خطر ګڼل کېږي.

نوموړي ویلي، قطر د غزې په جګړه کې د اوربند رامنځته کولو او د سوله‌ییزو خبرو په چوکاټ کې مهم رول لري، خو دغه حمله د سیمې د جنګ اور ته لا ډېره لمن وهي او د هر ډول سوله‌ییز حل مخه نیسي.

پخواني ولسمشر په نړیوالو غږ کړی چې د دغه ډول اقداماتو په وړاندې باید غبرګون وښيي او د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هڅې ډېرې کړي.

کییر اسټارمر:په قطر د اسرایلو بریدونه د سیمې ثبات ته خطر پیښوي

0

د بریتانیا لومړي وزیر کییر اسټارمر د اسرایلو له لوري په دوحه کې د ترسره شوو بریدونو غندنه کړې ده او ویلي یې دي چې دا برید د قطر پر حاکمیت ښکاره تېری دی چې کولی شي د سیمې کړکېچ نور هم پراخ کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د کړکېچ د ختمولو یوازینۍ لاره د بېړني اوربند ټینګېدل، د بندیانو خوشې کېدل او غزې ته د بشري مرستو پراخه رسېدنه ده.

اسټارمر زیاته کړې چې پرته له دغو ګامونو دایمي او عادلانه سولې ته رسېدل ناشوني دي.

شهباز شریف:پاکستان د اسرایلو پر ضد، د قطر ترڅنګ ولاړ دی

0

‏د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د قطر امیر”شیخ تمیم بن حمد الثاني” سره یې د ټیلیفوني تماس پر مهال، د اسرایلو له لوري د دوحې پر بمبارۍ خپله سخته خواشیني څرګنده کړې ده.

شریف، دغه برید د قطر پر حاکمیت ښکاره تېری او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستان د اسرایلو پر مخالفت د قطر ترڅنګ ولاړ دی او پر اسلامي نړۍ یې غږ کړی چې د دغسې تیري پر وړاندې یو موټی شي.

هغه ویلي، د امت اسلامي وحدت او ګډ دریځ د دې ډول خطرناکو بریدونو د مخنیوي یوازینۍ لار ده.

په دوحه د اسراییلو برید ته د طالبانو حکومت غبرګون:له الله تعالی څخه غواړو چې صهیونستانو ته شکست ورکړي

د طالبانو حکومت په یوه تازه اعلامیه کې د اسرائیلو لخوا په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر پر ضد هوايي برید په سختو ټکو غندلی دی.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دغه برید د ټولو انساني موازینو خلاف وحشیانه عمل دی.

هغه لیکلي:«صهیونیست رژیم په مکرر ډول او خورا په بې باکۍ سره د انساني او سیاسي متعارفو نورمونو نقض کوي او پرلپسې جنایات ترسره کوي، خو په وړاندې یې مؤثر هېوادونه او نړیوال سازمانونه چوپ دي چې دا خورا د تأسف خبره ده.»

اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د اسرائیلو پر ضد عاجلې او مؤثرې کړنې ترسره کړي، د هېوادونو د حریمونو درناوی وکړي او په فلسطین کې د روان ظلم او وحشت مخه ونیسي.

اعلامیه زیاتوي:«له الله تعالی څخه غواړو چې صهیونیستان په سخت شکست سره محکوم کړي، ترڅو د نړۍ لپاره د عبرت ستر درس وګرځي.»

سعودي عربستان:د اسراییلو برید د قطر د حاکمیت ښکاره نقض دی او موږ د قطر ملاتړ کوو

0

سعودي عربستان په یوه رسمي اعلامیه کې د اسراییلو وروستی برید، د قطر د حاکمیت ښکاره نقض بللی او غندلی یې دی.

د سعودي عربستان په خبره، د قطر له دولت سره په بشپړ ډول ولاړ دی او ټولې خپلې امکاناتي سرچینې یې د دغه هیواد تر اختیار لاندې ایښې دي، څو د هر هغه اقدام په ملاتړ یې وکاروي چې قطر یې د ځواب په توګه ترسره کوي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د اسراییلي یرغلونو دوام به خطرناکې پایلې ولري او دغه کړنې د نړیوالو قوانینو او معیارونو ښکاره سرغړونه ده.

موساد:د نتنیاهو او دفاع وزارت په مستقیم امر په دوحه کې د حماس مشران په نښه او وژل شوي

0

د اسرایلو د استخباراتي شبکې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د دغه هیواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د د دفاع وزیر یسرایل کاتز ویلي، چې د حماس د مشرانو پر وړاندې د هدفي حملې عملیات د هغوی په مستقیمه پرېکړه ترسره شوي دي.

نتنیاهو ویلي، د بیت‌المقدس او غزې وروستیو بریدونو وروسته یې، ټولو امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې وه چې د حماس د مشرانو د له منځه وړلو لپاره چمتووالی ونیسي.

د دې شبکې له قوله، نن غرمه د اسرایل د امنیتي ارګانونو د مشرانو په همغږۍ سره دغه پرېکړه عملي شوې وه او په دقیقه توګه خپل هدف ته رسیدلي.

د اسرایلو صدراعظم او دفاع وزیر ټینګار کړی چې دا عملیات په بشپړ ډول موجه وو، ځکه د حماس اوسنی مشرتابه د اکتوبر اوومې خونړۍ حملې اصلي طراح او سازمان ورکوونکی دی او له هغه وروسته یې د اسرایلي وګړو پر وړاندې وژونکي بریدونه نه دي درولي.

د یادونې ده چې ساعت وړاندې اسرایل، د قطر پلازمینه دوحه کې د حماس د لوړپوړو مشرانو دفتر هدف ګرځولی او د راپورونو له مخې شپږ تنه یې وژلي.