شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 334

بلوچستان کې د سړک غاړې ماین چاودنه؛د یو کپتان په ګډون پنځه سرتېري وژل شوي

0

په بلوچستان کې د کیچ ولسوالۍ د دشت او مند ترمنځ د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د پوځ یو کپتان د کاکړ په نوم او لږ تر لږه څلور نور سرتېري وژل شوي دي.

تر چاودنې وروسته سیمه د پوځ له خوا محاصره شوې او د بریدګرو د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي.

ملګري ملتونه:د ننګرهار او کونړ د زلزلو ځپلې کورنۍ د ژمي له سختو ګواښونو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو پراختیايي سازمان وايي چې د ننګرهار او کونړ وروستیو زلزلو درانه زیانونه اړولي او ډېری ځپلي کورنۍ د ژمي تر رارسېدو مخکې بې‌سرپناه پاتې دي.

ملګري ملتونه وايي، ډېری مرګ‌ژوبله د دیوالونو او چتونو د نړېدو له امله رامنځته شوې او لسګونه کورنۍ اوس په لنډمهالو خیمو کې ژوند کوي.

دغه سازمان د بېړنیو مرستو او خوراکي توکو غوښتنه کړې ده.

نتانیاهو:یوازې حماس نه؛ بلکې د ایران له ټول محور او ډلو سره جګړه کوو

0

د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وایي چې دوی یوازې له حماس سره نه، بلکې د ایران له ټول محور سره جګړه کوي، چې حماس یې یوازې یوه برخه ده.

هغه په یوه مرکه کې دا ادعا رد کړه چې ګواکې د غزې جګړه یې د خپلې سیاسي بقاء لپاره اوږده کړې.

نتانیاهو وویل، دا جګړه له هغو جګړو ډېره پېچلې ده چې نور پوځونه یې پر ضد جنګېدلي، ځکه دا جګړه د یرغمل شویو کسانو تر سیوري لاندې روانه ده.

مسعود پزشکيان:اسلامي هېوادونه دې د اسراییلو پر ضد ګډ دریځ خپل کړي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د عربي او اسلامي هېوادونو د سرمشریزې د ګډون لپاره دوحې ته روان شوی او هیله یې څرګنده کړې چې اسلامي هېوادونه د اسراییلو پر ضد یو ګډ دریځ ته سره ورسېږي.

هغه د تهران په هوايي ډګر کې له خبریالانو سره خبرو کې ویلي، تمه لري چې په دې ناسته کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ واقعي یووالی رامنځته شي.

پزشکيان په خپلو خبرو کې اسراییل په کلکه غندلي او ویلي چې دا رژیم د امریکا په بشپړ ملاتړ هر څه ترسره کوي، چې د سیمې امنیت او ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.

یاده سرمشریزه په داسې حال کې جوړېږي چې د اسراییلو وروستي بریدونه، په ځانګړي ډول پر دوحه هوايي حملې، سیمه‌ییزې او نړیوالې اندېښنې راپارولي دي.

سمنګان؛د سکرو کانونو د ښوېدو له امله دوه تنه مړه شوي

سمنګانو کې د سکرو کانونو د ښوېدو له امله دوه تنه مړه شوي دي.

د طالبانو حکومت د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند، حشمت‌الله رحماني وايي چې دا پېښې د دره‌صوف بالا ولسوالۍ په دوو جلا سیمو کې شوې دي.

د هغه په وینا، یوه پېښه نن سهار د دره‌صوف د شباشک شیخه کلي کې شوې، چې په کې یو ۴۵ کلن کان‌کیندونکی چې ظاهر نومېږي مړ شوی دی.

نوموړی د بامیانو اصلي اوسېدونکی و؛ خو دا مهال یې په مزارشریف کې ژوند کاوه.

رحماني زیاتوي چې بله ورته پېښه پرون شوې، چې په کې یو بل کان‌کیندونکی مړ شوی، خو د پېښې جزئیات یې نه دي ورکړي.

اسرائیلو؛تازه بریدونو کې ۵۳ فلسطینیان وژلي

0

د اسراییلو ځواکونو په خپلو تازه هوايي بریدونو کې په غزه کې ۵۳ فلسطینیان وژلي او ۱۶ ودانۍ یې نړولې دي.

الجزیرې راپور ورکړی، چې یوازې د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه ۳۵ تنه په غزې ښار کې وژل شوي او دوه نور فلسطینیان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسراییلو د جګړې له پیله راهیسې د لوږې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۲۲ ته رسېدلی.

په همدې حال کې بیا د اسراییلو پوځ د غزې ښار په رمال سیمه کې د «الکوثر» برج په بشپړ ډول نړولی دی.

ډان ورځپاڼه:د ټي‌ټي‌پي پر سر د کابل او اسلام اباد اړیکې خړې شوي

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د طالبانو له لوري د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي پر ضد د اقداماتو نه‌کول، او د یادې ډلې د بریدونو زیاتوالي، د اسلام‌اباد او کابل اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسولې دي.

د “ډان” ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان څو ځله له طالبانو غوښتي چې د ټي‌ټي‌پي غړي بې‌وسلې او فعالیتونه یې محدود کړي؛ خو طالبانو عملي ګام نه‌ دی پورته کړی.

د طالبانو حکومت بیا ویلي چې پاکستان د خپل امنیتي ضعفونو پټولو لپاره، پړه پر دوی اچوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تازه د طالبانو له حکومت غوښتي، چې یا پاکستان یا د ترهګرو ملاتړ غوره کړي او خبرداری یې ورکړی چې له افغان خاورې بریدونه د اسلام‌اباد لپاره د منلو وړ نه دي.

بیړنی خبر؛ د طالبانو حکومت ډاکتر فاروق اعظم نیولی

یوې باوري سرچینې چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، حماسه میډیا ته وویل چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده په امر د دې حکومت د اوبو او بريښنا وزارت سلاکار ډاکتر فاروق اعظم نیولی او نظامي محکمې ته یې سپارلی.

سرچینې ویلي چې نوموړی یې « د غیر مسولانه» څرګندونو له امله نیولی دی.

فاروق اعظم په خپل وروستي فیسبوکي پوست کې په طالبانو نیوکه کړې وه که د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې خلاصې وای اوس به د کونړ د ټپیانو درملنه افغان ښځینه ډاکترانو کړی وی.

کراچۍ کې؛وسله‌والو غلو یو پولیس تښتولی

0

په کراچۍ کې د سند ایالت پر عرفات سړک د وسله‌والو غلو په برید کې یو پولیس عسکر تښتول شوی دی.

د امنیتي چارواکو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې پولیس د تالاشۍ پر مهال د یوه موټر له خوا تر برید لاندې راغلل.

بریدګرو له ډزو وروسته یو پولیس له ځانه سره وړی.

چارواکي وايي، که څه هم پولیسو د غلو پر وړاندې ډزې کړې؛ خو ونه توانېدل چې د خپل ملګري د تښتونې مخه ونیسي.

اوس مهال د امنیتي ادارو له خوا د لټون عملیات روان دي څو د تښتول شوي پولیس ځای وټاکل شي او ژر تر ژره خوشې شي.

شهباز شریف؛د دوحې بېړنۍ غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته روان شوی

0

د قطر پلازمېنې دوحې ته د عربي او اسلامي هېوادونو د بېړنۍ غونډې لپاره د ګڼو مشرانو تر څنګ د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د هغه د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم روان شوي دي.

په دې غونډه کې به پر قطر د اسراییلو وروستي بریدونه او د فلسطین پر روان وضعیت بحث وشي.

تمه ده ګډونوال هېوادونه د یوه ګډ پرېکړه‌لیک له لارې د اسراییلو پر ضد خپل دریځ څرګند او د دوحې پر ضد شوي بریدونه وغندي.

تېره اوونۍ اسراییلو په دوحه کې د حماس د مشرانو پر یوه غونډه هوايي برید وکړ چې د ډلې دوه غړي پکې ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شول.

دا برید د ګڼو هېوادونو له لوري د قطر پر ملي حاکمیت تېری بلل شوی دی.