چهارشنبه, جون 11, 2025
Home Blog Page 315

اورشلیم پوست:اسرائیل د ایران د احتمالي برید له کبله خپل چمتووالی زیات کړی

0

اورشلیم پوست راپور ورکړی، چې اسرائیل د ایران احتمالي برید له کبله خپل چمتووالی زیات کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه چمتووالی کې د ورځنیو فعالیتونو راټولونه هم شامله ده.

بل لورته ویل کېږي چې د اسرائیل ځواکونه هم د چمتووالي په حال کې دي.

اسرائیل وایي، چې پر دوی د ایرات د برید په صورت کې به پر یمن، سوریې او عراق هم بریدونه وکړي.

خلیلزاد:د پاکستان پوځ قانون کې تعدیل به د پاکستان قضایه قوه فلجه کړي

0

وروسته تر هغې، چې د پاکستان ملي شورا د ۱۹۵۲ کال په قانون کې تعدیلات تصویب کړل، تازه په دې اړه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې دا پرېکړه به د پاکستان قضایه قوه فلجه کړي.

د هغه په خبره، د دغه کار پایلې به د جنرال منیر د ناړه سیاستونو دوام وي.

نوموړي زیاته کړې، د پنځو کلونو لپاره د پاکستاني پوځ د رییسانو د کاري مودې غځول به په پاکستان کې د بې ثباتۍ، تاوتریخوالي، د ازادۍ د محدودیت او اقتصادي کمزورتیا سبب شي.

د یادونې ده چې په دغه قانون کې تعدیلاتو ته په پاکستان کې یو شمېر سیاسي ګوندونو هم غبرګون ښودلی دی.

نن د نومبر پنځمه؛د امریکا د ولسمشر ټاکلو لپاره انتخابات ترسره کېږي

0

ټاکل شوې چې نن د نومبر په پنځمه د امریکا ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.

د راپورونو له مخې، سږکال په امریکا کې ۲۴۴ میلیونه کسان د رایې ورکولو په شرایطو برابر دی، چې ډېره برخه خلکو وړاندې تر وړاندې خپلې رایې اچولې دي.

د نظر پوښتنو له مخې، د دواړو کاندیدانو ترمنځ به سیالي خورا سخته وي.

ټرمپ ویلي، د بریا په صورت کې به میلیونونه کډوال وباسي؛ خو هرېس بیا وايي چې ټرمپ له واک ناوړه ګټه پورته کوي.

د طالبانو له سفیر سره تر کتنې وروسته؛مالدیف له پاکستان څخه خپل سفیر ور وغوښت

وروسته تر هغې، چې په پاکستان کې د مالدیف سفیر د طالبانو له سفیر سره وکتل؛ دغه هېواد خپل سفیر ور غوښتی دی.

د مالدیف د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې دا لیدنه بې له اجازې ترسره شوې وه.

یاد هېواد ویلي، دوی هغه هېواد د مشروع حکومت په توګه پېژني، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب کوي.

په ورته مهال بیا پاکستانۍ رسنۍ اردو نیوز هم په خپلو یوه راپور کې ویلي، چې مالدیف په پاکستان کې د خپل سفارت له پاڼې د ښاغلي طه نوم لرې کړی دی.

د نتنیاهو له دفتره؛د محرمو اسنادو د افشا کېدو په تور پنځم کس هم ونیول شو

0

اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د لومړي وزیر له دفتر څخه د محرومو اسنادو د افشا کېدو په تور یې یو بل افسر هم نیولی، چې په دې سره د نیول شویو کسانو شمېر پنځو تنو ته ورسېد.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، افشا شوي محرم اسناد د حماس ډلې د یو مشر په کمپیوټر کې موندل شوي، چې د بندیانو د تبادلې په برخه کې د عامه ذهنیت د خرابوالي لپاره ترې کار اخېستل کېده.

تر دې وړاندې اسرائیلي رسنیو لیکلي وو، چې د لومړي وزیر یو ارشد مشاور هم په دې تور نیول شوی دی.

ایران:د سیستان سرحدي سیمه کې ۱۸ وژل شويو کسانو ایران کې د ځانمرګي برید پلان درلود

0

د ایران د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان محمد پاکپور ویلي، چې د سیستان او بلوچستان په سرحدي سیمو کې ۱۸ تنه وژل شوي کسان افغان او تاجکستاني وګړي وو، چې په ایران کې یې د “ځانمرګي” برید پلان درلود.

پاکپور ویلي چې دغو کسانو ”د تیلو تر چتر لاندې“ ځانونه ایران ته اړول او د ځانمرګي برید پلان یې درلود.

د یادونې ده چې ایران په سیستان او بلوچستان کې د تیل لېږدوونکو په پراخې وژنې او ډزو تورن دی.

دغه تېل وړونکي ډېری د ایران د وروسته پاتې سیمو وګړي وي، چې له دغه هېواده د پاکستان سرحدي سیمو ته د تیلو په لیږد سره خپلې اقتصادي ستونزې حل کوي.

افغانو نجونو؛له طالبانو غوښتي چې په کانکور ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړي

افغانو نجونو یو وار بیا د طالبانو له حکومت غوښتي، چې په کانکور ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړي.

تېره ورځ د طالبانو د ازموینو ملي ادارې اعلان وکړ، چې د ښوونځیو او دیني مدرسو فارغان کولای شي چې د روان کال د جدي میاشتې تر پایه په کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړي.

له یادې ادارې څخه خپره شوې خبرپاڼه کې د نجونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

افغان نجونې وایي، له درې کالو زیاته موده وشوه، چې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې یې پر مخ تړلې دي.

د ایران د سپاه پاسداران؛یو قومندان حمید مازندراني د الوتکې لوېدو پېښه کې وژل شوی

0

‏د ایران د سپاه‌پاسداران یو قومندان حمید مازندراني د الوتکې د لوېدو پېښه کې ژوند بایللی.

د ایران تسنیم خبري اژانس لیکلي، چې دا الوتکه نن د دغه هېواد په سویل کې لوېدلې.

په پېښه کې له نوموړي سره د الوتکې یو خدمتګار هم وژل شوی دی.

د یادونې ده چې مازندراني په ګلستان کې د سپاه پاسداران د یوې قطعې قومندان وو.

ننګرهار کې؛طالبانو کور نه د تېښتې په هڅې یوه ښځه ۳۹ دُرې وهلې

ننګرهار کې د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یې یوه ښځه له کوره د تېښتې د هڅې په تور ۳۹ دُرې وهلې ده.

یادې محکمې په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې دا حکم د کوز کونړ د لومړنۍ محکمې له لوري پلي شوی دی.

تېره ورځ هم د طالبانو له لوري په ننګرهار کې دوو کسانو ته تعزیري سزاوې ورکړل شوې وې.

سره له دې چې نړیوال ژر تر ژره د دغو سزاوو د بندېدو غوښتنه کوي؛ خو طالبان وايي دا یو شرعي عمل دی او په ټولو مجرمینو به پلي کېږي.

هند کې؛ټرافیکي پېښې ۲۴ تنه وژلي

0

هند کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۲۴ کسان وژل شوي او یو شمېر نور تري تم دي.

هندي رسنیو خبر ورکړی، چې پېښه د هند په شمال کې یوې ژورې کندې ته د مسافر وړونکي موټر د غورځېدو له کبله شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په بس کې ۴۲ کسان سپاره وو، چې تر اوسه د ۲۴ تنو جسدونه موندل شوي.

لاهم د تلفاتو کچه وروستۍ نه ده.