شنبه, جون 14, 2025
Homeافغانستانافغانو نجونو؛له طالبانو غوښتي چې په کانکور ازموینه کې د ګډون اجازه...

افغانو نجونو؛له طالبانو غوښتي چې په کانکور ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړي

افغانو نجونو یو وار بیا د طالبانو له حکومت غوښتي، چې په کانکور ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړي.

تېره ورځ د طالبانو د ازموینو ملي ادارې اعلان وکړ، چې د ښوونځیو او دیني مدرسو فارغان کولای شي چې د روان کال د جدي میاشتې تر پایه په کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړي.

له یادې ادارې څخه خپره شوې خبرپاڼه کې د نجونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

افغان نجونې وایي، له درې کالو زیاته موده وشوه، چې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې یې پر مخ تړلې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here