د امريکا د مرکزي استخباراتو پخوانۍ مامورې سارا ادمز تازه ادعا کړې چې طالبانو د کابل په پنځلسمه ناحيه کې د داعش پر ضد هغه عملیات چې ډېر تبليغ شول، په اصل کې يوه جوړه شوې سناریو وه، څو امریکا ته ځان د ترهګرۍ ضد شریک وښيي.
آدمز پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دا عمليات د طالبانو د استخباراتو د «ذوالفقار» څانګې په یوه ودانۍ کې ترسره شوي، کوم چې له ۲۰۲۱ راهيسې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی.
هغې ویلي، دا ودانۍ له مخکې دوی ښه پېژني، ځکه چې د کابل د هوايي ډګر د برید په تړاو د ځمکنيو تحقيقاتو پر مهال له دې ځایه معلومات راټول شوي دي.
ادمز دا يوه «خندونکې ډرامه» بللې او زياتوي چې د طالبانو د دې کار موخه له واشنګټن څخه د ترهګرۍ ضد مالي مرستو ترلاسه کول دي.
نوموړې ادعا کړې چې طالبان په همدې ودانۍ کې د داعش له مشرتابه سره ناستې کوي، خو لوېديځ ته غلط معلومات ورکوي، څو وښيي چې دوی د داعش پر ضد جدي مبارزه کوي.
آدمز دغه راز ویلي، طالبان باور لري چې CIA د دې مرکزونو د داخل په اړه معلومات نه لري، او دا موضوع د هغوی لپاره یوه ټوکه ده.
هغې زياته کړې چې د دغه ډول جعلي عملیاتو تر شا هدف، د دوحې د توافقاتو پر بنسټ، له امريکا څخه د ميليونونو ډالرو ترلاسه کول دي.
د هغې په وینا، یوازې څو اوونۍ وړاندې د امریکا لخوا طالبانو ته ۴۶ ميليون ډالره ورکړل شول.