د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې «په امریکا کې پانګونه» تر سرلیک لاندې غونډه کې وویل چې د افغانستان جګړه د امریکا د بدو مشرانو له کبله بایلل شوه.
نوموړي وویل، امریکايي پوځیانو هلته داسې جګړه کوله لکه د بریا اراده یې چې نه لرله.
هغه یو ځل بیا د افغانستان جګړه د جوبایډن ادارې ناکامي وبلله او ویې ویل، د افغانستان نه د ځواکونو ایستل د امریکا په تاریخ کې «تر ټولو خواشینوونکی او فاجعهبار» اقدام و.
ټرمپ زیاته کړې، که رهبري سمه وي، هیڅوک نشي کولای امریکا ته ماتې ورکړي؛ خو که ناپوه کسان مسؤل وي، نتیجه یې همداسې وي.