د ډونالډ ټرمپ ادارې لهخوا د کډوالۍ د سختو سیاستونو په غبرګون کې لاریونونه د تکزاس ایالت ډالاس او اسټین ښارونو ته هم خپاره شوي دي.
د فاکس نیوز د راپور له مخې، د دوشنبې په ماښام لسګونه کسانو د ډالاس «مارګارېټ هانټ هېل» پل ته څېرمه لاریون وکړ او د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي اقداماتو پر ضد یې شعارونه ورکړل.
په اسټین ښار کې هم سلګونه کسان سړکونو ته راوتلي وو او له لاس انجلس لاریونوالو سره یې د یووالي اعلان وکړ.
لاریونوالو د ټرمپ ادارې لهخوا د ناقانونه کډوالو پر ضد د سختو اقداماتو د پای ته رسولو غوښتنه کړوي.
که څه هم دغه لاریونونه په ډالاس او اسټین کې سولهییز بلل شوي، خو راپورونه وايي چې په نورو ښارونو کې تاوتریخوالي ته اوښتي.