شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 313

بلوچستان؛د سرحدي ځواکونو تاسیساتو ته څېرمې چاودنې ۹ تنه وژلي

0

‏د بلوچستان د کوټې ښار په یوه امنیتي سیمه کې د سرحدي ځواکونو تاسیساتو ته څېرمه چاودنه رامنځته شوې چې په پایله کې یې د درېیو سرحدي سرتېرو په ګډون نهه کسان وژل شوي دي.

د بلوچستان د عامې روغتیا د وزیر په وینا، په پېښه کې ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي د چاودنې د نوعیت او د برید د عاملینو په اړه څېړنې روانې دي.

د طالبانو حکومت؛د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم پوځي محکمې ته لېږدولی

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار، فاروق اعظم له نظارت‌خانې د کابل پوځي محکمې ته انتقال کړی دی.

د سرچینو په وینا، ځینو طالب وزیرانو فاروق اعظم ته ویلي چې د ده د نیولو امر د شیخ هبت‌الله له لوري شوی او دوی د خوشې کولو صلاحیت نه لري.

هغوی ویلي چې یوازینۍ لاره یې له شیخ هبت‌الله څخه بښنه غوښتل دي؛ خو فاروق اعظم د بښنې غوښتلو څخه ډډه کړې ده.

د طالبانو حکومت د هغه د کورنۍ دریو غړو ته اجازه ورکړې چې هره ورځ ورسره وویني او دارو درمل او خوراکي توکي ورته یوسي.

فاروق اعظم مخکې په یوه لیک کې خپل زوی ته ویلي و چې د نجونو د زده‌کړو او عصري تعلیم د ملاتړ او د طالبانو د ځینو پالیسیو د انتقاد له امله نیول شوی او د هر ډول سخت چلند منلو ته تیار دی.

د طالبانو حکومت؛فورجي انټرنېټ بند او پر ځای یې دوه‌جي فعال کړی

ځايي سرچینو ویلي، د طالبانو حکومت د مخابراتو د تنظیم ادارې (اترا) د مشر په امر د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د نوري فایبر انټرنېټ قطع شوی او د فورجي پر ځای یوازې د دوه‌جي خدمتونه وړاندې کېږي.

ځايي رسنۍ اندېښنه ښيي چې دا پرېکړه به د ټلوېزیوني او راډیويي خپرونو تر څنګ ډیجیټل رسنیو ته هم جدي ستونزې جوړې کړي.

د راپورونو له مخې، په ډېری سیمو کې نه یوازې فایبر، بلکې عادي انټرنېټي خدمتونه هم پرې شوي او د واټساپ او ورته نورو شبکو اړیکې بندې شوې دي.

سرچینې:ټول افغانستان کې د نوري فایبر او مخابراتي شبکو انټرنېټ قطع شوی

سرچینو رسنیو ته ویلي، چې نن ماښام د افغانستان په کچه د نوري فایبر او مخابراتي شبکو انټرنېټ خدمتونه درېدلي دي.

سرچینو زیاته کړې، چې د انټرنېټ د پرې کېدو له امله د خلکو ترڅنګ ګڼې ادارې، ټلویزیوني او راډیویي رسنۍ له ستونزو سره مخ شوي دي.

په ورته وخت کې له کابل څخه په تازه رپوټونو کې ویل شوي چې د نوري فایبر ترڅنګ مخابراتي شبکې هم تړل شوي دي.

د طالبانو حکومت د عدليې وزارت:د «اسلامي امارت» له واک ته رسېدو راهیسې ۲۲ تقنیني اسناد رسمي شوي دي

د طالبانو حکومت د عدليې وزارت وايي، واک ته د «اسلامي امارت» له رسېدو راهیسې تر دې دمه ۲۲ تقنیني اسناد د رسمي جریدې له لارې خپاره شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې په دغو اسنادو کې ۱۵ قوانين، ۶ مقررات او یوه اساسنامه شامله ده، چې د اړوندو ادارو له لوري چمتو، د عدليې وزارت له خوا قانوني ارزونه پرې شوې او وروسته د صلاحیت لرونکې کمېسیون تر تایید او د شیخ هبت‌الله تر توشیح وروسته نافذ شوي دي.

د تازه خپرو شویو مهمو قوانینو له ډلې څخه، د مالي حساب ورکونې قانون، د دولتي قراردادونو قانون، د ځمکو د غصب د مخنیوي او بېرته راګرځولو قانون، د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون، د شعري سیالیو د تنظیم قانون، د صرافانو او مالي خدماتو قانون، د صنعتي زونونو قانون او د دولتي ځمکو د اجارې قانون یاد شوي دي.

یاد وزارت همداراز وايي، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې ۱۳۳ فرمانونه، حکمونه او لارښوونې هم د شیخ هبت‌الله له لوري ترلاسه او د رسمي جریدې له لارې خپاره کړي دي.

اروپايي ټولنې؛پر ایران بندیزونه بېرته فعال کړل

0

د اروپايي ټولنې چارواکو تأیید کړې چې دغه ټولنې پر ایران هغه بندیزونه بېرته فعال کړي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم فعال کړي وو.

د بندیزونو له مخې، د ایران د مرکزي بانک او ځینو مالي بنسټونو شتمنۍ کنګل شوې، پر یو شمېر چارواکو د سفر بندیز لګول شوی او د ایران د تېلو، سرو زرو او ځینو سمندري وسایلو پر پلور او لېږد محدودیتونه وضع شوي دي.

اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې علت یې د ایران له اټومي تړون څخه سرغړونه ده؛ خو زیاته کړې چې د ډیپلوماټیکو خبرو اترو دروازه لا هم پرانیستې ده.

ایران دغه تورونه رد کړي او وایي د اټومي وسلو د جوړولو نیت نه لري.

ټرمپ او نتانیاهو؛په واشنګټن کې د غزې د سولې پر پلان خبرې کوي

0

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د سپټمبر پر ۲۹مه په سپینه ماڼۍ کې سره ویني.

ټرمپ ویلي، د غزې جګړې د پای ته رسولو ۲۱ ماده‌یز پلان یې نهایي شوی او هیله لري د نتانیاهو ملاتړ ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړې، منځنی ختیځ د یوې مهمې پېښې په درشل کې دی.

کارپوهان وایي، اسراییل د غزې جګړې د دویم تلین په درشل کې له زیاتېدونکي نړیوالې انزوا سره مخ دي.

د طالبانو حکومت د احصایې ملي اداره:په تېرو شپږو میاشتو کې له ۸ زرو ډېر بهرنیان افغانستان ته تللي دي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د احصایې ملي ادارې د راپور له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې ۸۰۹۶ بهرنیان افغانستان ته تللي او ۶۷۳۳ بېرته له همدې لارې نورو هېوادونو ته تللي دي.

د یادې ادارې په وینا، دغه بهرنیانو د تاریخي ځایونو لیدنې، کار او زده‌کړو لپاره سفرونه کړي دي.

د طالبانو حکومت:تېره اونۍ د اوسپنې له پټلۍ د افغانستان د توکو انتقالات د پام وړ زیات وو

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویلي، په تېره اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا ۱۰۴ زره مټریک ټنه توکي انتقال شوي، چې ډېره برخه یې واردات دي.

د حیرتان له لارې ۷۳ زره ټنه، د اقینې له لارې څه باندې ۴ زره ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۱۶ زره ټنه او د هرات–خواف له لارې نږدې ۱۰ زره ټنه انتقال شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له دغو انتقالاتو یوازې ۱۹۳ مټریک ټنه صادرات شوي، چې زیاتره یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

کارپوهان وايي، د وارداتو د لوړوالي او د صادراتو د کموالي دوام د افغانستان یو مصرفي اقتصاد ښيي، چې د کمزوري اقتصادي وضعیت او د بېکارۍ د زیاتوالي لامل کېږي.

اسلام آباد؛د طالبانو او خلیلزاد له مخالفت سره، سره د طالبانو د مخالفانو غونډه پیل شوه

د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د « یوالي او باور » تر سرلیک لاندې د طالبانو حکومت د مخالفانو غونډه پیل شوه.

دا غونډه د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ او د سویلي آسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ په نوښت نن پیل او درې ورځې به دوام وکړي.

په غونډه کې د افغانستان د بیلابیلو برخو د سیاسي جریانونو استازو او مشرانو ګډون کړی.

د غونډې جوړونکي وایي چې موخه یې د باور، سیمه ایزې همکارۍ د پیاوړتیا او د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د لید د طرحې لپاره لارې چارې لټول دي.

تنظیموونکي وايي چې د باور رامنځته کول او متقابل تفاهم د دې خبرو اترو اصلي محورونه دي.