په داسې حال کې چې تېره شپه یو بل امریکایي وګړی د طالبانو حکومت له بنده خوشې شو؛ خو د سيانان د راپور له مخې، لږ تر لږه درې نور امریکايي وګړي لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ډیسک رییس ذاکر جلالي ویلي، د افغانستان او امریکا ترمنځ په لوړه کچه ناستې او د بنديانو خوشې کېدل کولی شي هغه زمینه برابره کړي چې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ، په نورو برخو کې د اړیکو د پراختیا لپاره لاره پرانیزي.
هغه په خپله ایکسپاڼه لیکلي، مهمه دا ده چې دواړه لوري دې درک ته رسېدلي او په دې هڅه کې دي چې د بنديانو موضوع په مناسب ډول حل کړي او پر نورو موضوعاتو خبرې دوام ومومي.
په سویس کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندېشه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېرو پنځوسو کلونو اړیکې ترینګلي بللي او ویلي یې دي چې دغه ژور کړکېچونه د فقر، نیابتي جګړو او افراطیت د پراخېدو لامل شوي، چې ناوړه پایلې یې نه یوازې پر سیمه، بلکې له سیمې بهر هم اغېز کړی دی.
اندېشه ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د یو بل پر وړاندې د درناوي پر بنسټ یو نوی فصل پیل کړي، څو د روښانه راتلونکي لپاره لاره هواره شي.
دی خبرداری ورکوي که د پاکستان او افغانستان چلند بدل نه شي، د طالبانو واکمني به دوام ومومي او سیمه به د نړیوال تروریزم، تاوتریخوالي او پراخو کډوالیو مرکز شي.