یکشنبه, جون 21, 2026
Home Blog Page 301

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت:د غیر مسلکي رسنیو د ملاتړ سازمانونو جوازونه لغوه کوو

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې د رسنیو د ملاتړ ادارو جوازونه به د هغو سازمانونو لپاره لغوه کړي چې مسلکي فعالیت نه کوي.

وزارت ویلي، د بیاکتنې پر اساس یې وموندل چې ځینې ادارې نه یوازې د ستونزې حل نه کوي، بلکې نورې ستونزې هم رامنځ ته کوي.

یاد وزارت زیاته کړې، یوازې درې ادارو ته به جوازونه نوي کړل شي، او د نورو غیر فعاله یا ستونزمنو سازمانونو جوازونه به لغوه شي.

ویل کېږي چې دغه پرېکړه د رسنیو د باور ساتلو، د خبریالانو د نوم ناوړه استفادې مخنیوي، او د رسنیو اړوند فعالیتونو د تنظیم لپاره شوې ده.

اسراییل؛بهرنیو هوايي شرکتونو ته د امنیتي وضعیت خبرداری ورکړی

0

د اسراییلو ۱۲م چینل راپور ورکړی چې د دغه هېواد د هوايي چلند ادارې مشر شموئل زکای بهرنیو هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې سیمه ښايي د روانې اوونۍ تر پایه یو حساس پړاو ته داخله شي.

هغه ویلي، اسراییل ممکن د اړتیا په صورت کې یو ځل بیا خپل فضايي حریم وتړي.

د راپور له مخې، د اسراییلو کورنیو هوايي شرکتونو ال‌عال، آرکیا او ایسرایر د مسافرو لپاره د ټکټونو د لغوه کولو شرایط اسانه کړي دي.

راپورونه:امریکا پر ایران د لنډ او حساب‌شوي پوځي برید پلان لري

0

اسرائيلي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکايي لوړپوړي پوځي چارواکي براډ کوپر د اسرائیلي مشرانو سره په وروستۍ ناسته کې، واشنګټن د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی.

د راپور له مخې، امریکايي لوري ویلي چې که اړتیا پیدا شي، امریکا کولای شي پر ایران یو محدود، چټک او دقیق برید ترسره کړي، خو د پراخې جګړې لپاره لا د سیاسي او پوځي تیاریو پړاو ته اړتیا شته.

سرچینې زیاتوي چې د امریکا پوځي ستراتیژي پر هدفمند عملیاتو ولاړه ده، تر څو ځانګړي تاسیسات او اشخاص په نښه شي، نه دا چې جګړه ټولې سیمې ته وغځېږي.

په همدې ناسته کې، امریکايي چارواکو دا هم ویلي چې د ایران اوسنی واکمن جوړښت د خلکو پر وړاندې د سخت چلند له امله له نړیوال مشروعیت څخه لرې شوی او که پوځي اقدام وشي، هغه کړۍ به په نښه شي چې د ولسي اعتراضونو په ځپلو کې رول لري.

د جګړې نښې او د الوتنو بدلون؛اسرائیلي شرکتونو د بیړني حالت له مخې د ټکټونو جریمې لغوه کړې

0

د ایران پر ضد د احتمالي پوځي اقدام او د تاوتریخوالي د زیاتېدو له اندېښنو سره، د اسرائیلو لویو هوايي شرکتونو د الوتنو د ټکټونو د لغوه کولو شرایط نرم کړي دي.

د اسرائیل ال‌عال، آرکیا او اسرائییر هوایي شرکتونو ویلي، چې په وروستیو ورځو کې د مسافرو له لوري د اړیکو شمېر زیات شوی، ځکه خلک د الوتنو د احتمالي لغوه کېدو په اړه اندېښمن دي.

ال‌عال اعلان کړی چې مسافر کولی شي تر الوتنې ۴۸ ساعته مخکې خپل ټکټ پرته له جریمې لغوه کړي او د دوو اونیو لپاره بشپړ کریډیټ ترلاسه کړي.

آرکیا هم ورته اسانتیا برابره کړې ده.

اسرائییر بیا د ۳۵ ډالرو په بدل کې دا امکان برابر کړی چې مسافر تر درې ورځې مخکې ټکټ لغوه کړي او پیسې بېرته واخلي.

دا اسانتیا تر فبرورۍ پای پورې عملي ده.

په همدې حال کې، د هالند هوايي شرکت KLM اعلان کړی چې د امنیتي اندېښنو له امله خپلې الوتنې تل‌ابیب، دوبۍ، دمام او ریاض ته تر بلې خبرتیا پورې ځنډوي.

د آلمان دفاع وزیر:د افغانستان د جګړې په اړه د ټرمپ څرګندونې بې‌احترامي ده

د آلمان د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه څرګندونې چې د افغانستان په جګړه کې یې د ناټو د ځواکونو رول کم‌اهمیته ښودلی، بې‌احترامي ده.

هغه ویلي، که ټرمپ د وژل شوو سرتېرو له کورنیو بښنه وغواړي، دا به د درناوي نښه وي؛ خو زیاته کړې چې د نوموړي له لوري د بښنې تمه نه‌لري.

پیستوریوس ټینګار کړی چې درناوی باید دوه‌اړخیز وي.

د ټرمپ دغه څرګندونو د ناټو د غړو هېوادونو سخت غبرګونونه راپارولي او د بریتانیا په ګډون ګڼو مشرانو دا خبرې توهین‌آمیزې بللې دي.

امریکا؛په مین ایالت کې د شخصي الوتکې د نسکورېدو پېښه کې ۸ تنه وژل شوي

0

د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې ویلي، یوه شخصي الوتکه چې اته کسان پکې سپاره وو، د یکشنبې په شپه د مین ایالت د بنګور په نړۍوال هوايي ډګر کې د الوتنې پر مهال نسکوره شوې ده.

چارواکو د سپرلیو د برخلیک په اړه څه نه‌دي ویلي او زیاتوي چې د پېښې پلټنې پیل شوې دي.

دا پېښه په داسې وخت کې شوې، چې د واورین توپان له امله په نیو انګلنډ او د امریکا په ګڼو سیمو کې سختې هوايي ستونزې رامنځته شوې وې.

اسراییلي رسنۍ:د امریکا الوتک‌وړونکې بېړۍ منځني ختیځ ته رسېدلې

0

د اسراییلو ۱۳ شبکې خبر ورکړی چې د امریکا «یو اېس اېس ابراهام لېنکن» الوتک وړونکې بېړۍ د یکشنبې په ماښام منځني ختیځ ته رسېدلې او ایران ته نږدې ځای پر ځای شوې ده.

همداراز ویل شوي، چې یوه بله امریکایي بېړۍ د پرمختللو توغندیزو دفاعي سیسټمونو سره د اسراییل پر لور روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او ځینو نړیوالو هوايي شرکتونو د امنیتي اندېښنو له امله د ایران او عراق له هوايي حریم څخه خپلې الوتنې ځنډولې یا یې لارې بدلې کړې دي.

په همدې وخت کې د اسراییلو د پوځ د شمالي قوماندې قوماندان ویلي، چې د امریکا د احتمالي برید په صورت کې به د اسراییلو پوځ د هر ډول کړکېچ لپاره بشپړ چمتو وي، او د حزب‌الله د احتمالي رول څارنه هم روانه ده.

خیبرپښتونخوا؛بنو کې د امن کمېټې غړی په وسله‌وال برید کې وژل شوی

0

د خېبرپښتونخوا د بنو ولسوالۍ د دومېل په سیمه کې، ناپېژاندو وسله‌والو د افغان کډوالو پنډغالي ته نږدې د امن کمېټې یو غړی خواجت‌الله په ډزو وژلی او د هغه تره‌زوی نسیم‌الله یې ټپي کړی دی.

پولیس وایي، پېښه هغه مهال شوې چې دوی دواړه په یوه هټۍ کې د توکو په پېرلو بوخت وو.

د پولیسو په وینا، د برید انګېزه لا هم نه‌ده روښانه شوې او پلټنې روانې دي.

تر اوسه کومې ډلې د برید مسؤلیت نه‌دی منلی.

دا برید په داسې حال کې شوی، چې څو ورځې وړاندې په ډېره اسماعېل خان کې هم د امن کمېټې پر مشر د واده پر مراسمو ځانمرګی برید شوی و، چې لس کسان پکې وژل شوي وو.

اسرائیل:پر ایران د احتمالي غچ اخیستونکي برید لپاره چمتووالی نیسو

0

د اسرائیلو د پوځ د شمالي قرارګاه قومندان، رافي میلو ویلي چې د اسرائیلو پوځ د ایران له‌خوا د احتمالي غچ اخیستونکي برید لپاره چمتووالی نیسي، په ځانګړي ډول که چېرې امریکا پر ایران برید وکړي.

میلو په هغو څرګندونو کې چې د اسرائیلو د ۱۲م چینل له‌خوا خپرې شوې، ویلي چې امریکا په ټول منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړی دی.

هغه زیاته کړې:«که امریکا پر ایران د برید پرېکړه وکړي، د اسرائیلو پوځ به د هر ډول احتمالي کړکېچ لپاره په تر ټولو لوړه کچه د تیارسۍ حالت کې وي.»

نوموړي همدارنګه ویلي چې اسرائیل په نږدې توګه څاري چې آیا حزب‌الله به د یوې پراخې نښتې برخه وګرځي او که نه.

احمدالله علیزی:د افغانانو یووالی د ټولو ستونزو د حل یوازینۍ لار ده

د کابل پخواني والي احمدالله علیزي ویلي، چې د افغانانو ترمنځ یووالی د هېواد د ټولو ستونزو د حل یوازینۍ لار ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان ستونزې له ملي یووالي پرته بله حل لاره نه لري.