د کابل پخواني والي احمدالله علیزي ویلي، چې د افغانانو ترمنځ یووالی د هېواد د ټولو ستونزو د حل یوازینۍ لار ده.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان ستونزې له ملي یووالي پرته بله حل لاره نه لري.
د کابل پخواني والي احمدالله علیزي ویلي، چې د افغانانو ترمنځ یووالی د هېواد د ټولو ستونزو د حل یوازینۍ لار ده.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان ستونزې له ملي یووالي پرته بله حل لاره نه لري.
جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې «له خدایه ووېریږي او دیني لارښوونې سرچپه نه کړي».
نوموړي ویلي، اسلام د عدالت دین دی او هر ډول امتیاز باید د بېوزلو او بېوسه خلکو لپاره وي، نه د شتمنو او زورواکو لپاره.
سیاف دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ پر خپله ټولنیزه شبکه ایکس خپرې کړې او د طالبانو حکومت پر سیاستونو یې سختې نیوکې کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تازه جزایي اصولنامه، چې شیخ هبتالله اخوندزاده توشیح کړې، د «باغي» د وژنې حکم، د غلامۍ اصطلاح کارول او د خلکو د ټولنیز مقام پر بنسټ د مجازاتو ټاکل شاملوي، چې د کورنیو او بهرنیو بنسټونو او د حقونو د فعالانو پراخې نیوکې یې راپارولې دي.
د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو ویتکاف اعلان کړی، چې د امریکا او اسراییلو تر منځ د لوړې کچې سیاسي لیدنه د غزې لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰ مادو پلان د دوهم پړاو پر عملي کېدو متمرکزه وه.
نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې چې له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ترسره شوه، دواړو لورو د پلان د پلي کېدو، د امنیتي ترتیباتو او د راتلونکو مرحلو پر همغږۍ ژور بحث وکړ.
امریکايي پلاوي ټینګار کړی چې واشنګټن او تلابیب د غزې په اړه په ګډه کار کوي او دا همکاري د سیمې د ثبات لپاره مهمه بلل کېږي.
سټیو ویتکاف زیاته کړې چې خبرې «مثبتې، رغنده او د راتلونکي لپاره هیلهبښونکې» وې او دواړه لوري د ګډو اهدافو د پرمخ بیولو لپاره پر عملي ګامونو سلا شوي.
دغه لیدنه داسې مهال شوې چې د غزې وضعیت د سیمې د سیاسي او امنیتي بدلونونو په محور بدل شوی او امریکا هڅه کوي د نوي پلان له لارې د سیمې راتلونکې بڼه بدله کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو عباس عراقچي او اسحق ډار په ټلیفوني خبرو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د ایران پر ضد د لوېدیځ لهخوا د وړاندې شوي پرېکړهلیک پر وړاندې د پاکستان دریځ وستایل شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لورو د هېوادونو پر خپلواکۍ، نهلاسوهنې او د تهران او اسلاماباد ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې دواړو وزیرانو د سیمې پر روانو تحولاتو او نړیوالو پرمختګونو هم نظرونه تبادله کړي او هوکړه یې کړې چې د ګډو ګټو د ساتنې لپاره به سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې لا پراخوي.
د پاکستان سترې محکمې اعلان کړی چې که سړی د خپلې لومړۍ میرمنې له رضایت پرته دوهم واده وکړي، قانوني سزا به ولري.
محکمې حکم کړی، چې ښځه حق لري په داسې حالت کې د نکاح فسخ غوښتنه وکړي، او د مېړه سره د ګډ ژوند نه کول یې نافرماني نه ګڼل کېږي.
د پاکستان پارلمان هم د ۲۰۲۶کال کورني تاوتریخوالي مخنیوي او ملاتړ قانون تصویب کړ.
په دې قانون کې د طلاق تهدید، د دوهم واده تهدید، توهین، رواني یا عاطفي زیان رسول او ښځه د ګډ ژوند کولو لپاره مجبورول د جرمونو په توګه تعریف شوي دي او د دې قانون مجازات یې له شپږو میاشتو تر درې کلونو زندان او تر ۱۰۰ زره روپیو جریمې پورې ټاکلي.
د قانون هدف د کورنۍ ټولو غړو، په ځانګړي توګه ښځو، ماشومانو او عمر خوړلیو د حقوقو خوندي کول او د کورني تاوتریخوالي مخنیوی دی.
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانېز د افغانستان په جګړه کې د ناټو د رول په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونې د نه منلو وړ بللې دي.
نوموړي ویلي، د اسټرالیايي سرتېرو قربانۍ او زړورتیا باید هېڅکله کم ارزښته ونه ګڼل شي، په ځانګړي ډول د هغو ۴۷ کورنیو په خاطر چې خپل عزیزان یې په افغانستان کې له لاسه ورکړي دي.
البانېز ټینګار کړی چې شاوخوا ۴۰ زره اسټرالیايي سرتېرو د خپلو متحدینو تر څنګ د ګډو اهدافو لپاره جګړه کړې ده.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې ټرمپ تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې ناټو ځواکونو د افغانستان جګړه کې له لومړۍ کرښې ځان لرې ساته.
د افغانستان د ستراتیژیکو او سیمهییزو مطالعاتو انستیتیوت له لوري د «افغانستان اقتصادمحوره حکومتولي» کتاب د مخکتنې غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې ویناوالو د یاد کتاب لیکل د افغانستان د اقتصادي ستونزو د حل لپاره یو مهم او پر وخت ګام وباله.
ویناوالو ټینګار وکړ چې دا کتاب د اقتصادي حکومتدارۍ لپاره عملي لیدلوری وړاندې کوي او کولای شي د هېواد د ځانبسیاینې، کارموندنې او اقتصادي ثبات په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي. هغوی د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د دې کتاب نظریات او وړاندیزونه د خپلو اقتصادي برنامو د حللارو په توګه په پام کې ونیسي.
غونډه کې د پخواني جمهوري حکومت او د طالبانو حکومت یو شمیر چارواکو او د نظر خاوندانو ګډون کړی وو.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیالې، رزماری دیکارلو، د کابل د سفر پر مهال د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي سره ولیدل.
کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو او له دې ادارې سره د ایران پر همکارۍ خبرې شوې دي.
دیکارلو د دوحې د بهیر د تعقیب لپاره کابل ته تللې او تر دې وړاندې یې د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزیرانو سره هم لیدنې کړې دي.
د پاکستان مرکزي بانک ویلي، چې د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړۍ نیمايي کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات شاوخوا ۵۶ سلنه کم شوي دي.
د بانک د راپور له مخې، په دې موده کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ټول ارزښت ۲۱۹.۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.
راپور زیاتوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې چارې د تېر اکتوبر له خونړیو سرحدي نښتو وروسته ځنډېدلې وې، هغه نښتې چې د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمنځ شوې وې.
یونیسف وایي، په افغانستان کې د درېیم ټولګي د زدهکوونکو د ارزونې پایلې ښيي چې د مسلکي او لوړو زدهکړو لرونکو ښځینه ښوونکو شتون د زدهکوونکو د زدهکړې پایلې په څرګند ډول ښې کوي.
راپور ټینګار کوي چې ښځینه ښوونکي د ښوونې کیفیت لوړوي.
د دې سازمان په وینا، پر ښځینه استادانو پانګونه د زدهکړې کچه اغېزمنه لوړولی شي، چې په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم لپاره حیاتي ارزښت لري.
دا په داسې حال کې ده چې له نږدې ۱۶۰۰ ورځو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي.