د هېواد نامتو هنرمند او سندرغاړي جاوېد امیرخېل د اګست ۱۵مه د افغانستان او افغانانو لپاره «توره ورځ» بللې او ویلي یې دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته میلیونونه افغانان له خپلو کورونو، کارونو او هیلو بېبرخې شوي دي.
امیرخېل په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې د درد، بېلتون او ستر انساني ناورین د ورځې په توګه پاتې شوې ده. د هغه په وینا، په دې موده کې زرګونه کورنۍ د کډوالۍ، بېوزلۍ او ناامنۍ له سختو ستونزو سره مخ شوې دي.
نوموړي د نجونو د زدهکړو د دروازو تړل کېدو او د ښځو د حقونو محدودېدو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د ډېرو ځوانانو هیلې هم نیمګړې پاتې شوې دي.
امیرخېل په ورته وخت د اګست ۱۹مه د افغانستان د خپلواکۍ ویاړلې کالیزه هم یاده کړې او ټولو افغانانو ته یې د خپلواکۍ ورځې مبارکي ویلې ده.
هغه ټینګار کړی چې هر څوک د خپل نظر د لرلو حق لري، خو افغانستان د ټولو ګډ کور دی او افغانان باید د اختلافاتو سره سره هم یو بل ته له سپکاوي ډډه وکړي او د منطق او ادب له لارې نظر څرګند وکړي.

