شنبه, اگست 15, 2026
Homeسیمهټرمپ: هرمز تنګی به ډېر زر د امریکا خاوره اعلان کړم

ټرمپ: هرمز تنګی به ډېر زر د امریکا خاوره اعلان کړم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي د ایران له ماتې وروسته به هرمز تنګی ډېر زر د متحده ایالاتو خاوره اعلان کړي.

ټرمپ ویلي چې امریکا اوس د دغه ستراتیژیک تنګي پر تګ راتګ کنټرول لري او د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې دوام ته یې هم اشاره کړې ده.

د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌آبادي ویلي چې هرمز تنګی «د ایران و، د ایران دی او د ایران به پاتې شي» او د تنګي د پرانیستلو او تړلو پرېکړه به هم ایران کوي.

د هرمز تنګي پر سر د امریکا او ایران دا تازه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دغې مهمې سمندري لارې اوس د ګوتو په شمېر بېړۍ تګ راتګ کوي او د سیمې کړکېچ یې لا زیات کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here