د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د یوه لوړپوړي پلاوي مشر، برهام صالح ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې ستونزې باید د خبرو او همغږۍ له لارې حل شي، څو سیمه له نورو امنیتي او بشري ننګونو سره مخ نه شي.
هغه له سکای نیوز سره په مرکه کې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره باید موجود سیمهییز او نړیوال میکانیزمونه، لکه د افغانستان، پاکستان او ایران درېاړخیزه همکاري، د دوحې بهیر او د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د سویس په منځګړیتوب رامنځته شوې طرحه، بېرته فعاله او پیاوړې شي.
د نوموړي په وینا، د سیاسي اختلافاتو دوام نه یوازې د کډوالو وضعیت اغېزمنوي، بلکې امنیتي ګواښونه هم زیاتولی شي.
برهام صالح خبرداری ورکړی چې که اوسنی وضعیت دوام ومومي، افراطي او وسلهوالې ډلې به د رامنځته شوې تشې څخه ګټه واخلي او دا به د سیمې او آن له سیمې بهر د بېثباتۍ د پراخېدو لامل شي.
هغه د سیمې پر هېوادونو غږ وکړ چې د ګډو امنیتي او بشري ننګونو د حل لپاره عملي همکاري پیاوړې کړي او د خبرو اترو له لارې د تاوتریخوالي د کمولو هڅې چټکې کړي.

