د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په تازه ارزونه کې ویل شوي چې افغانستان د جګړو، اقتصادي ستونزو، اقلیمي بدلون، د کډوالو د پراخې راستنېدنې او پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو له امله له څو اړخیزو بحرانونو سره مخامخ دی.
د راپور له مخې، نږدې ۷۵ سلنه افغانان، چې شمېر یې شاوخوا ۲۸ میلیونو کسانو ته رسېږي، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.
همداراز، له ۸۰ سلنې زیاتې کورنۍ په پورونو کې ښکېلې دي او د راستنېدونکو کډوالو زیاتوالي د خوړو، پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او سرپناه پر وړاندې ننګونې لا پسې زیاتې کړې دي.
د UNDP چارواکو ویلي، په افغانستان کې بحرانونه عموماً په یو وخت کې رامنځته کېږي او د خلکو پر ژوند او معیشت ګډ او دروند اغېز پرېباسي.
د دوی په وینا، اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو بشري وضعیت نور هم سخت کړی او د زیانمنو سیمو اوسېدونکي یې له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.
راپور دا هم څرګندوي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته پر ښځو د کار، زدهکړو او ازاد تګ راتګ محدودیتونو د هېواد اقتصادي ظرفیت کمزوری کړی او د کار بازار یې اغېزمن کړی دی.
په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې د بشري اړتیاوو له زیاتېدو سره سره، نړیوالې مرستې د تېر کال په پرتله ۱۶.۵ سلنه راکمې شوې دي.
د سازمان استازي ټینګار کوي چې افغانستان یوازې بېړنیو مرستو ته نه، بلکې د کارموندنې، بنسټیزو خدماتو او دوامدار اقتصادي پرمختګ لپاره اوږدمهاله پانګونې ته هم اړتیا لري.
ملګري ملتونه وايي، د ځانګړو مرستندویو پروګرامونو له لارې د بنسټیزو خدماتو، زیربناوو، د ښځو د پیاوړتیا، د کډوالو د بیا مېشتېدو او د زدهکړو او کار فرصتونو د پراخولو په برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

