یکشنبه, مې 17, 2026
Home Blog Page 279

اسحاق ډار:له افغانستان سره د تجارتي لارو د تړلو پرېکړه ممکن له سره و ارزول شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال، اسحاق ډار، وایي چې ملګرو ملتونو له اسلام‌اباد څخه غوښتنه کړې څو د افغانستان سره د سوداګرۍ د لارو د بندېدو پرېکړه یو ځل بیا تر غور لاندې ونیسي.

اسحاق ډار څرګنده کړې چې دا موضوع به د هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره شریکه کړي او احتمال شته چې په دې برخه کې بدلون راشي.

هغه ادعا کوي چې له هغه وروسته چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې واک ته رسېدلی، په پاکستان کې څلور زره امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت:د بایډن د حکومت د پالیسۍ له امله یو شمېر افغانانو د امریکایي وګړو اندېښنې زیاتې کړې

د امریکا د کورني امنیت وزارت ادعا کوي چې د جو بایدن د حکومت په لومړیو کلونو کې هغه افغانان چې پرته له پوره امنیتي ارزونو امریکا ته داخل شوي وو، د دغه هېواد د خلکو د خوندیتوب لپاره ستونزې رامنځته کړي دي.

یاد وزارت ویلي چې د بایدن پرېکړې د امریکا خلک د مجرمانو، احتمالي ترهګرو او نورو ګواښونو له خطر سره مخ کړې دي.

کورني امنیت وزارت همدارنګه د هغو افغانانو څو انځورونه خپاره کړي چې په دې وروستیو کې په امریکا کې نیول شوي دي.

وزارت ټینګار کوي چې دغه پېښې د هغو لسګونو زرو کسانو یوازې یو څو بېلګې دي چې د وزارت په ادعا له لازمو امنیتي څېړنو پرته امریکا ته داخل شوي او وروسته یې د قانون خلاف کړنې ترسره کړي دي.

عاطف مشعل:په تاجکستان کې پر چینایانو برید د سیمې د بې‌ثباتۍ هڅه ده

اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي چې په تاجکستان کې پر چینایي وګړو وروستۍ حمله تصادفي نه وه، بلکې داسې ښکاري چې ځینې بهرنۍ کړۍ هڅه کوي د بدخشان او واخان په حساسو سیمو کې د بې‌باورۍ او ګډوډۍ فضا رامنځته کړي.

مشعل د چین له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي چې د دغو بریدونو موخه د چین او تاجکستان ترمنځ د افغانستان په اړه مصنوعي شکونه زیاتول دي.

هغه خبرداری ورکړی چې د چترال–بدخشان احتمالي دهلیز او د پاکستان له لوري د افراطي ډلو د نفوذ هڅې نه یوازې افغانستان، بلکې چین، منځنۍ اسیا او روسیه هم اغېزمنوي.

مشعل ټینګار کړی چې د دې ډول پروژو مخنیوی ګډو سیمه‌ییزو هڅو ته اړتیا لري.

هغه ویلي چې پاکستان لا هم د نفوذ د زړو نقشو د تعقیب هڅې کوي، خو سیمه د اقتصادي همکاریو، اتصال او ترانزیت نوې مرحلې ته داخلېږي چې د ثبات غوښتنه کوي.

مشعل افغانستان د چین تاریخي او باور وړ شریک بللی او زیاته کړې چې کابل د سیمې د امنیت او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره ژمن دی.

هغه ویلي چې افغانستان د چینایي وګړو، پانګوالو او سیلانیانو لپاره خوندي چاپېریال برابر کړی او د منطقوي ثبات لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.

واشنګټن؛د ډونالډ ټرمپ له نوې ژمنې څو ساعته وروسته د افغانانو پرمخ د ویزو دروازې وتړلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستۍ مهاجراتي ژمنې له اعلان یوازې ۲۴ ساعته وروسته ټولې نړیوالې استازولۍ په نوې لارښود خبرې کړې چې له مخې به د افغان پاسپورټ لرونکو کسانو هر ډول ویزه ردوي.

دغه محرمانه لارښود، چې ډېلي وائر ورته لاسرسی موندلی، سفارتونو او قونسلګریو ته امر کوي چې “ټول هغه افغان اتباع چې نور شرایط یې پوره کړي هم” باید د غیرمهاجر، ځانګړي مهاجر او عادي مهاجر ویزو په هره کټه‌ګورۍ کې رد کړي.

وزارت ویلي، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د غوښتونکو د امنیتي ارزونو پروسه نوره هم سخته شي او د دوی د هویت او اسنادو قانوني اعتبار په بشپړ ډول وڅېړل شي.

چارواکو دا هم زیاته کړې چې ډېر ژر به د لا سختو او “پرمختللو امنیتي ارزونو” په اړه نوې مفصله تګلاره خپره شي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې د دغه هیواد ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې، د هغو هیوادونو له اوسېدونکو سره د امریکا د مهاجراتي چلند تګلاره په کلکه محدوده کړي چې هغه یې “درېیمې نړۍ” هېوادونه بولي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت؛۷۰کلن ټیکټاکر «ملک اکبر» د “غیر اخلاقي فعالیتونو” په تور نیولی

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ټولنیزو رسنیو د محتوا د څار په تازه اقدام کې یو ۷۰ کلن ټیک‌ټاک کاروونکی، چې «ملک اکبر» معرفي شوی، نیولی دی.

د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، ملک اکبر په داسې کړنو بوخت و چې د دوی په باور د «اسلامي او اخلاقي ارزښتونو خلاف» عمل ګڼل کېده چې نوموړی له نیول کېدو وروسته د طالبانو حکومت ځانګړې محکمې ته سپارل شوی دی.

د دغه کاروونکي د نیول کېدو د دقیق ځای په اړه معلومات نه دي څرګند شوي، خو وزارت خبرداری ورکړی چې د ټیک‌ټاک او نورو شبکو هر کاروونکی چې ورته چلند تکرار کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کړکیچ؛د طالبانو حکومت د ترکي پانګوالو د پانګونې غوښتنه وکړه

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دفتر مشر محمدالله بختیار په استانبول کې د ترکي او افغان پانګوالو په ګډه سوداګریزه غونډه کې ګډون کړی دی.

بختیار ویلي چې افغانستان د کانونو، کرنې، صنعت، انرژۍ، خدماتو او ټیکنالوژۍ په برخو کې د بهرنۍ پانګونې پراخ ظرفیت لري.

هغه ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره اسانتیاوې، هڅوونکي پروګرامونه او مناسب شرایط برابر کړي او د ترکي پانګوالو هرکلی کوي.

دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د پاکستان سره د سوداګرۍ په کړکېچ پسې د طالبانو حکومت د منځنۍ اسیا او ایران لور ته د بدیلو لارو په لټه کې دي او افغان سوداګرو ته یې سپارښتنه کړې چې له اسلام‌اباد سره سوداګریزې اړیکې محدودې کړي.

منظور پښتین:پاکستان د نوې جګړې ټیکه اخیستې، خو دا ځل به دې خپله ددې اور په لمیو وسوځي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، پاکستان د نوې جګړې ټیکه اخیستې او د کرښې دواړو خواوو کې بې ګناه خلک ښځې،ماشومان، او سپین ږیرې وژني.

ښاغلي پښتین پاکستان مکار او منافق ملک بللی چې په وینا یې دغه هیواد ټول عمر جنګي کاروبار کړی، بل کار او تولید نه لري او هدف یې د ترهګرۍ ایجادول دي.

د پښتنو دغه مشر خبرداری ورکړی چې پاکستان نور پدې ډول شومو اهدافو خپلو موخې ته نشي رسیدلای، او دا ځل کوم څه چې د نورو لپاره غواړي برخلاف ددې هیواد په اړه معکوس نتیجه ورکړي

د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشر؛اندری یرماک د فساد پلټنو وروسته استعفا وکړه

0

د اوکراین د ولسمشر دفتر مشر اندری یرماک وروسته له هغې له دندې استعفاء وکړه چې د فساد ضد ادارې د هغه کور وپلټه.

یرماک ویلي چې له پلټونکو سره پوره همکاري کوي.

ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي اعلان کړی چې د شنبې په ورځ به د نوي مشر په اړه پرېکړه وکړي.

د یرماک استعفا په داسې وخت کې شوې چې په اوکراین کې د لوړپوړو چارواکو د پراخ فساد په اړه څېړنې روانې دي او وروستیو پلټنو د حکومت پر وړاندې د خلکو غبرګون شدید کړی دی.

یرماک، چې د زېلنسکي نږدې ملګری بلل کېږي، په رسمي ډول په کوم جرم نه دی تورن؛ خو د مخالفینو له لوري د هغه د لېرې کولو غوښتنې زیاتې شوې وې.

کمال ناصر اصولي:افغانان باید د پاکستان پر وړاندې متحد اوسي ترڅو دغه هیواد خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي

د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي وایي، د پاکستان پوځي مشر عاصم منیر په «لر او بر وطن» کې د پښتنو د ټولوژنې پروژه اخیستې.

ښاغلي اصولي له افغانانو غوښتې چې د پاکستان پر وړاندې متحد اوسي او یو بل ته لاس ورکړو ترڅو دغه هېواد خپلو شومو اهدافو ته ونه رسیږي.

کمال ناصر اصولي ویلي د افغانانو د یوالي په پایلې کې به افغانستان ددې جوګه شي چې د پاکستان سره خپل کتاب وکړي.

مولانا فضل‌الرحمن:د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره له لسیزو راهیسې ناکامه ده

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن یو ځل بیا د افغانستان په اړه د پاکستان پر پالیسیو توندې نیوکې کړي دي.

هغه دا څرګندونې په هغه ناسته کې کړې چې د افغانستان سره د سوداګرۍ د بیا فعاله کېدو لپاره یو شمېر پاکستاني سوداګران ورغلي وو.

فضل‌الرحمن ویلي، اسلام‌اباد له ۴۵ کلونو راهیسې داسې پالیسي تعقیبوي چې «نه د عملي کېدو وړ ده او نه یې پایله مثبته شوې».

نوموړي ادعا کړې چې د ضیاءالحق او پروېز مشرف په واکمنیو کې د افغانستان کړکېچ د پیسو د ترلاسه کولو لپاره کارول شوی او پاکستاني ادارو د افغانانو په نوم ډالر تر لاسه کړي دي.

هغه ټینګار کړی چې د سیمې د ثبات لپاره د سولې او ګډو اقتصادي همکاریو پر بنسټ نوې پالیسي جوړېدو ته اړتیا ده.