یکشنبه, مې 17, 2026
Home Blog Page 278

خیبر پښتونخوا؛په کرم ولسوالۍ کې د وسله والو برید کې ۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د خیبر پښتونخوا د کرم ولسوالۍ په چینارک سیمه کې وسله‌والو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې له امله یې دوه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي چې د سختې جګړې له امله پولیس اړ شول نږدې غرونو ته ځانونه ورسوي او له ځينو سره اړیکه هم پرې شوې ده.

سرچینې وایي چې پوستۀ د بریدګرو له لوري نیول شوې او د وضعیت د کره څرنګوالي په اړه معلومات لا هم محدود دي.

اسوشیټېډ پرېس:د امریکا د ملي ګارډ پر سرتېرو د برید شکمن افغان له کلونو راهیسې د رواني ستونزو سره مخ و

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې رحمان‌الله لکڼوال، هغه افغان چې تېره اوونۍ د امریکا د ملي ګارډ دوه سرتېري په ډزو وویشتل، په وروستیو کلونو کې له جدي رواني ستونزو سره ژوند کاوه.

راپور وايي لکڼوال اوږدې دورې یوازې تېرولې او کله ناکله یې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې ناڅاپي، اونیز سفرونه کول.

د هغه د کار ثبات هم له منځه تللی و او نه یې شو کولی چې دوامدارې دندې وساتي.

یاد اژانس زیاتوي چې د هغه ګډوډ حالت تر دې کچې رسېدلی و چې یو ټولنیز فعال د ده د ځان‌وژنې د امکان په اړه اندېښمن شو او د کډوالو د ملاتړ یوې ادارې څخه یې مرسته وغوښته.

دغه اژانس وايي چې د لکڼوال په اړه خبرداری ورکوونکي ایمېلونه یې ترلاسه کړي چې د هغه د ژوند د ستونزو لا واضح انځور وړاندې کوي.

د ترکیې؛د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان تهران ته رسېدلی

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، نن یک‌شنبه له یو پلاوي سره تهران ته رسېدلی، څو د ایران له مشرانو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو، سیمه‌ییزو بدلونونو او مهمو نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د ایراني رسنیو په وینا، فیدان تر اوسه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیدلي او ټاکل شوې له یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره هم ناستې ولري.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې ځینو پاکستاني رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې یو ترکی پلاوی ښايي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره پاکستان ته ولاړ شي.

خیبر پښتونخوا؛په کوهاټ کې د اهل‌حدیث پر جومات چاودنه شوې

0

پاکستاني پولیس وايي چې د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ د نصرت‌خېل په سیمه کې د اهل‌حدیث پر جومات چاودنه شوې چې له امله یې ودانۍ زیانمنه شوې ده.

د جومات د امام کور هم وروسته د ډزو او لاسي بم په برید کې په نښه شوی؛ خو په پېښه کې کوم کس ټپي یا وژل شوی نه دی.

پولیسو د ناڅرګندو بریدکوونکو پر ضد لومړنۍ دوسیه ثبت کړې ده او د پېښې د څرنګوالي څېړنه روانه ده.

یونیسف:د هوا له سړېدو سره افغان ماشومان د تنفسي ناروغیو له زیات خطر سره مخ دي

یونیسف په افغانستان کې خبرداری ورکړی چې د هوا په سړېدو ماشومان د تنفسي عفونتونو پر وړاندې لا ډېر زیان‌پذیر کېږي.

دغه اداره وايي چې اړین درمل او نور طبي توکي د هېواد روغتیايي مرکزونو ته لېږي څو د ناروغو ماشومان درملنه وشي.

یونیسف زیاتوي چې سخت ژمی، اقتصادي ستونزې او په لیرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کمښت د ماشومانو د ناروغېدو خطر لوړوي.

د دې ادارې استازي مخکې ویلي چې فقر، شخړې او اقلیمي بحرانونه د افغان ماشومانو راتلونکی ګواښي، او د بودجې کمښت یې له مهمو حقونو او خدماتو بې‌برخې کوي.

خوشال سادات:پاکستان کلونه سخت‌دریځې ډلې روزلې او اوس یې له پایلو شکایت کوي

د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین، جنرال خوشال سادات، د پاکستان د استخباراتي ادارې «ای اېس ای» تګلارې په کلکو ټکو غندلې دي.

هغه په اېکس کې لیکلي چې اسلام‌اباد د نیمې پېړۍ لپاره سختدریځې ډلې لکه د کورنیو بوټو روزلې او اوس د همدې پالنې له پایلو نارې وهي.

سادات په طنزي ډول ویلي چې پاکستان ځکه شکایت کوي چې نور امریکا د لویو مرستو باران پرې نه اوروي.

د هغه په وینا، اسلام‌اباد هڅه کوي د نړۍ پام خپل درد ته واړوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې پاکستان پرله‌پسې ادعا کوي د هغه هېواد ضد وسله‌وال د افغانستان له خاورې فعالیت کوي؛ خو د طالبانو حکومت یې ردوي.

امریکا؛په کلفرونیا کې د ډزو له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د کلفرونیا ایالت د سټاکټن په ښار کې د یوې کورنۍ په مېله کې ډزې شوې چې له امله یې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د بریدګر هویت لا نه دی معلوم او هغه له سیمې تښتېدلی دی.

پولیس وایي ډزې د شنبې په ماښام د یو مېلمستون په تالار کې شوې او قربانیان د عمر په بېلابېلو ګروپونو پورې تړاو لري.

تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي او د برید انګېزه هم روښانه نه ده.

د ښاروالۍ مرستیال لیکلي چې پېښه د ماشوم د زېږون د جشن پر مهال رامنځته شوې ده.

سهیل شاهین:د واشنګټن پېښه د افغانستان سره تړل د اسلام‌اباد استخباراتي هڅه ده

په قطر کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست سهیل شاهین، ادعا کوي چې د پاکستان استخباراتي اداره «آی‌اېس‌آی» هڅه کوي د امریکا وروستۍ پېښه د «اسلامي امارت» سره وتړي، څو د افغانستان حکومت ته منفي انځور ورکړي.

شاهین د یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې امکان لري ځینې بهرنۍ استخباراتي کړۍ په دغه پېښه کې لاس ولري او هڅه کوي افغانان د نړیوال امنیت لپاره په خطر بدل وښيي.

ده ټینګار کړی چې د «اسلامي امارت» دریځ بدلون نه دی کړی او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان خاوره په بهرنیو بریدونو کې وکاروي.

اسحاق ډار:له افغانستان سره د تجارتي لارو د تړلو پرېکړه ممکن له سره و ارزول شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال، اسحاق ډار، وایي چې ملګرو ملتونو له اسلام‌اباد څخه غوښتنه کړې څو د افغانستان سره د سوداګرۍ د لارو د بندېدو پرېکړه یو ځل بیا تر غور لاندې ونیسي.

اسحاق ډار څرګنده کړې چې دا موضوع به د هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره شریکه کړي او احتمال شته چې په دې برخه کې بدلون راشي.

هغه ادعا کوي چې له هغه وروسته چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې واک ته رسېدلی، په پاکستان کې څلور زره امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت:د بایډن د حکومت د پالیسۍ له امله یو شمېر افغانانو د امریکایي وګړو اندېښنې زیاتې کړې

د امریکا د کورني امنیت وزارت ادعا کوي چې د جو بایدن د حکومت په لومړیو کلونو کې هغه افغانان چې پرته له پوره امنیتي ارزونو امریکا ته داخل شوي وو، د دغه هېواد د خلکو د خوندیتوب لپاره ستونزې رامنځته کړي دي.

یاد وزارت ویلي چې د بایدن پرېکړې د امریکا خلک د مجرمانو، احتمالي ترهګرو او نورو ګواښونو له خطر سره مخ کړې دي.

کورني امنیت وزارت همدارنګه د هغو افغانانو څو انځورونه خپاره کړي چې په دې وروستیو کې په امریکا کې نیول شوي دي.

وزارت ټینګار کوي چې دغه پېښې د هغو لسګونو زرو کسانو یوازې یو څو بېلګې دي چې د وزارت په ادعا له لازمو امنیتي څېړنو پرته امریکا ته داخل شوي او وروسته یې د قانون خلاف کړنې ترسره کړي دي.