جمعه, مې 1, 2026
Home Blog Page 270

تاجکستان پلاوي؛د امیرخان متقي سره د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د تاجکستان یو پلاوي په کابل کې د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې د اړیکو د پیاوړتیا په تړاو، په ځانګړي ډول د ډیپلوماټیکو اړیکو او اقتصادي همکاریو پر زیاتولو خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې امیرخان متقي ویلي، کابل هڅه کوي له دوشنبې سره د ښه ګاونډیتوب او مثبتو اړیکو پراختیا ته دوام ورکړي، او دا اړیکې په بیلابیلو برخو کې د پراختیا په حال کې دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تاجک پلاوي د دې اړیکو پر لا پیاوړتیا باور څرګند کړی او ټینګار یې کړی چې افغانستان او تاجکستان کولی شي په ګڼو برخو کې نږدې او اغېزمنې همکارۍ ولري.

د بنګلدیش محکمې؛پر شیخ حسینې د اعدام حکم کړی

0

د بنګلدیش ځانګړې محکمې په غیاب کې ګوښه شوې لومړۍ وزیره، شیخ حسینه، چې اوس په تبعید کې ده، د انسانیت ضد جنایتونو په تور د اعدام حکم پرې کړی.

د حکم اورولو لړۍ نن (دوشنبه) د پلازمېنې ډاکه له محکمې په ژوندۍ بڼه خپره شوه.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د بنګلدیش لنډمهالي حکومت د حکم د اورېدو پر مهال د ډاکه ښار امنیت د نورو ورځو په پرتله خورا ټینګ کړی و.

شیخ حسینه، چې اوس په هند کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، په غیاب کې محاکمه شوې ده.

نورالدین عزیزي:د افغانستان سوداګري د سیمې او نړۍ له ۸۰ هېوادونو سره روانه ده

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي، اوس‌مهال د دوی حکومت د نړۍ له ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

هغه زیاته کړې، چې افغانستان اوس په غوره اقتصادي خوځښت کې دی.

عزیزی وايي، باید د ټولو ګاونډیو هېوادونو او سيمې تر منځ د سوداګرۍ لارې خلاصې وي.

هغه د امام ابو حنیفه د څلورم نړیوال نندارتون د پرانستې په مراسمو کې، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ ستونزو ته اشاره کړې او د هېواد له خصوصي سکتور څخه یې غوښتنه کړې چې د ځان بساینې په لور حرکت وکړي.

پاکستان او چین؛د ترهګرۍ ضد همکارۍ د پراخیدو ژمنه تازه کړې

0

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام‌اباد کې د چین له سفیر جیان ځېدونګ سره د ترهګرۍ ضد هڅو د لا پیاوړتیا لپاره خبرې کړي.

په دې لیدنه کې د چین سفیر د اسلام‌اباد وروستی ځانمرګی برید غندلی او پاکستان ته یې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د خپل هېواد د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی.

دواړه لوري د استخباراتي معلوماتو د شریکولو، ګډو عملیاتو د همغږۍ او د امنیتي همکارۍ د پراخولو پر اړتیا سره هم توافق ته رسیدلي.

کابل؛ګلبهار سنټر کې د فرخندې په نوم یوه ناوې په مرموز ډول وژل شوې

راپورونه وایي چې په کابل کې فرخنده نومې یوه نجلۍ، چې شاوخوا یو نیمه میاشت وړاندې د حاجي ملنګ نومي کس زوی عمادالله ته واده شوې وه، په مشکوک ډول وژل شوې ده.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې ویل کېږي چې قضیه د کورني تاوتریخوالي له امله د کابل ښار په ګلبهار سنټر کې د دوی په استوګنځي کې رامنځته شوې ده.

په ټولنیزو شبکو کې د دې پېښې په اړه بېلابېل روایتونه خپریږي؛ خو تر اوسه په دې تړاو دقیق جزئیات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې پر حاجي ملنګ د قاچاق تور دی او نوموړی خلک مشهور قاچاقبر یادوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ايران د منځګړتيا وړانديز هرکلی کوو

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د ايران د منځګړتيا وړانديز هرکلی کوي.

د دې وزارت وياند، طاهر حسین اندرابي رسنيو ته ويلي، موږ باور لرو چې ايران کولی شي مهم رول ولوبوي.

هغه زیاته کړې، چې دوی به د ايران له منځګړتيا څخه هېڅ ډول انکار ونکړي.

آریانا هوایي شرکت؛له هند سره د وارداتو او صادراتو د بیو راکمولو اعلان وکړ

د آریانا هوايي شرکت اعلان کړی چې د طالبانو حکومت د رئيس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پرېکړې له مخې له یکشنبې راهیسې له هند سره د سوداګریزو توکو واردات او صادرات ارزان شوي دي.

آریانا وايي، له دوشنبې وروسته به هر کیلو توکي نوي ډیلي ته د یو ډالر په بدل کې صادرېږي او په ۸۰ سنټو به واردېږي.

د شرکت رئیس بخت‌الرحمان شرافت وايي، هدف دا دی چې د افغانستان تولیدات په کم لګښت نړیوالو بازارونو ته ورسوي.

دغه پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د طالبانو حکومت او پاکستان اړیکې ترینګلې شوي او د دواړو هېوادونو پوله له یوې میاشتې راهیسې د سوداګرۍ لپاره تړل شوې ده.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت:د کابل په خاکجبار کې د BM-21 راکټونو پټ زېرمتون وموندل شو

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي چې د ۳۱۳ مرکزي قول‌اردو سرتېرو او استخباراتي کارکوونکو د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ په تنګي دربند ـ باټوخېل سیمه کې د BM-21 راکټونو یو پټ زېرمتون موندلی دی.

د وزارت په وینا، دا زیرمه د مخالفینو پخوانۍ پټنځای ګڼل کېږي چې په کې ۱۸ د BM-21 راکټونه او ۲۱ سرګلولې ترلاسه شوې دي.

یاد وزارت زیاتوي چې ترلاسه شوې مهمات د امنیتي ځواکونو له لوري خوندي شوي دي.

المرصاد:د نامعلومه وسله والو لخوا د داعش خراسان مهم قومندان په پنجاب کې ووژل شو

د طالبانو حکومت اړوند استخباراتي رسنۍ “المرصاد” خبر ورکړی چې د داعش خراسان ډلې مهم قومندان برهان، چې په “زید” مشهور و، د نامعلومو وسله‌والو لخوا د پاکستان په پنجاب ایالت کې وژل شوی دی.

المرصاد د خپلو سرچینو په وینا لیکلي چې برهان د داعش خراسان د مهمو ځواکونو له مرکزي قومندانانو څخه و او له خپلو دوو ملګرو، قاري فاتح او ابوبکر، سره یې نږدې اړیکې لرلې.

سرچینې زیاتوي چې برهان د افغانستان په ختیځ زون کې هم د دې ډلې په مهمو فعالیتونو کې رغنده رول درلود.

په پاکستان کې د وروستیو چریکي بریدونو په لړ کې د داعش خراسان د قومندانانو دا دوهم هدف قرارول دي، چې کره معلومات یې د المرصاد له لارې خپرېږي.

خواجه اصف:له طالبانو د تضمین شوې ژمنې تر ترلاسه کېدو مخکې اړیکې نه عادي کېږي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف وايي، اړیکې هغه وخت عادي کېدای شي چې طالبان په لیکلې بڼه د دوستو هېوادونو په تضمین ژمنه وکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.

آصف ادعا کوي چې وروستي بریدونه د افغانستان له خاورې شوي او نېغ په نېغه د پاکستان امنیت ته ګواښ دی.

هغه د طالبانو حکومت تر واک لاندې افغانستان «ناکام دولت» بللی او وايي دا هېواد د بهرنیو جنګیالیو لپاره خوندي ځای ګرځېدلی.

د ده په وینا، پوله باید د رسمي نړیوالې پولې په ډول اداره شي او له افغانستان سره د سوداګرۍ کمېدل د پاکستان په ګټه دي.