پنجشنبه, جون 25, 2026
Home Blog Page 268

د پاکستان د معلوماتو او خپرونو وزارت:د پاکستان ـ افغانستان کرښې په اوږدو کې د طالبانو حکومت اقداماتو ته پاکستان چټک غبرګون وښود

د پاکستان د معلوماتو او نشراتو وزارت وایي، چې د طالبانو حکومت د امنیتي ځواکونو پارونکو اقداماتو ته یې بیړنی ځواب ورکړی.

د وزارت اعلامیه وایي، د افغان طالبانو له لوري د ناسم اټکل له مخې د خېبر پښتونخوا (KP) په سیمه کې د پاکستان ـ افغانستان کرښې په اوږدو کې پر څو ځایونو پارونکې ډزې پیل شوې، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا ورته سمدستي او اغېزمن غبرګون وښودل شو.

اعلامیې زیاته کړې چې د طالبانو حکومت ځواکونو ته د چترال، خېبر، مهمند، کورم او باجوړ په برخو کې سخت زیان رسیدلی دی.

پاکستان وایي، چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او د خپلو وګړو د خوندیتوب او امنیت د تضمین لپاره ټول اړین ګامونه یې پورته کړي دي.

جابر نعماني:د «اسلامي امارت» ځواکونو د پاکستان لخوا د ساتل کیدونکو خوارجو استوګن ځایونه په نښه کړي دي

د طالبانو حکومت استخباراتي چارواکي جابر نعماني ویلي چې د روانې جګړې پر مهال د پاکستاني پوځ له لوري ساتل کیدونکي د خوارجو د استوګنې مرکزونه د «اسلامي امارت» د ډرون په وسیله په نښه شوي دي.

نوموړي ادعا کړې چې په دغه برید کې مقابل لوري ته درانه تلفات اوښتي؛ خو د زیانونو دقیق شمېر یې نه دی ښودلی او ویلي یې دي چې نور جزئیات به وروسته خپاره شي.

ذبیح الله مجاهد:د دښمن متحرک افراد به لیزري عملیاتو کې دوزخ ته ولېږل شي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د «اسلامي امارت» د ځواکونو له لوري پر پاکستاني پوستو بریدونه موفقانه روان دي.

هغه ویلي چې د دښمن ۱۵ پوستې د «اسلامي امارت» د ځواکونو لاسته ورغلي.

نوموړي زیاته کړې:«د دیورند کرښې په اوږدو کې پراخو لیزري قطعاتو هم عملیات پیل کړی دی، چې د شپې له تیاره څخه په استفاده به د دښمن ټول متحرک افراد تر برید لاندې نیسي او دوزخ ته به یې استوي.»

حمدالله فطرت:پاکستان سره جګړه کې د مقابل لوري ۱۵ پوستې نېول شوي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې افغان ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د «غچ اخیستنې» عملیات پیل کړي دي.

د نوموړي په وینا، د ۲۰۱ خالد بن ولید او ۲۰۳ منصوري قول اردوګانو ځواکونو په پکتیا، خوست، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې تهاجمي بریدونه کړي دي.

فطرت ادعا کړې چې تر اوسه پورې ۱۵ پوستې نیول شوې او عملیات لا هم دوام لري.

ذبیح‌الله مجاهد:د پاکستان د پوځي حلقې د بار بار سرکشیو په غبرګون کې د پاکستان پر نظامي تأسیساتو پراخ عملیات پيل شوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ د اقداماتو په ځواب کې پراخ عملیات پیل شوي دي.

مجاهد لیکلي:«د پاکستان د پوځي حلقي د بار بار تمرد او سرکشیو په غبرګون کې د دیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په مراکزو او نظامي تأسیساتو پراخ تهاجمي عملیات پيل شول.»

د نوموړي په وینا، د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ په ماشین‌ناو سیمه کې دوه پوستې، د ګوشتې ولسوالۍ د انارګي په ساحه کې درې پوستې، او د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام سیمه کې دوه پوستې نیول شوې دي.

مجاهد ادعا کړې چې دغه عملیات د پاکستاني پوځ د سرغړونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند:په ننګرهار او کونړ کې پنځه پاکستاني پوستې افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند راپور ورکړی چې د «اسلامي امارت» ځواکونو د پاکستاني پوځ د وروستیو اقداماتو په ځواب کې انتقامي عملیات پیل کړي دي.

د هغه په وینا، د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په امتداد کې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د پاکستاني ملېشو درې پوستې نیول شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په امتداد کې هم د کرښې هاخوا دوه پوستې د طالب ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

ننګرهار، نورستان او خوست کې له پاکستان سره جګړه؛جابر نعماني د پرمختګ خبرونه ورکړي دي

د طالبانو حکومت یو لوړپوړي استخباراتي چارواکي جابر نعماني ویلي چې د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د طالبانو ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پیل شوې او په وینا یې افغان لوری ښې لاس ته راوړنې لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د علیشیرو ولسوالۍ اړوند ببرک تاڼې، نیازکي او خاني سیمو او همدارنګه د خوست ولایت د ځاځي میدان په ځینو ساحو کې هم نښتې شوې دي.

هغه ویلي چې پاکستاني لوري ته درانه تلفات اوښتي دي.

نعماني زیاته کړې چې د دوربابا ولسوالۍ د ماشین‌ناو په سیمه کې د خار غلي په نوم یوه پوسته د طالبانو لاس ته ورغلې ده او جګړه په ځینو نورو سرحدي برخو کې هم دوام لري.

عاطف مشعل:پر کابل بمبار به پاکستان ته ډېر قیمته تمام شي

په اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي، چې په کابل د پاکستاني پوځ بمبار به د پاکستان لپاره ډېر قیمته تمام شي.

نوموړي ټینګار کړی چې پاکستاني نظامي مشرتابه باید له عقلانیت څخه کار واخلي او د افغانستان ملي حاکمیت، ارضي تمامیت او خپلواک بهرنی سیاست نور ونه چلنجوي.

مشعل زیاته کړې چې د «لیبرال هیجیموني» زوال د غیرمستقیم استعمار د پای معنا هم لري، او د پاکستان پوځي رژیم یوازې له افغانستان او سیمې سره نه، بلکې له خپلو ولسونو سره هم په ټکر کې دی.

د هغه په وینا، په پاکستان کې پښتانه، بلوڅان او مهاجر خپل حقوق غواړي او که تاوتریخوالی دوام ومومي، د کابل احتمالي غچ به ولسونه په اسلام‌اباد کې واخلي.

ذبیح الله مجاهد:د پاکستان بزدله پوځ په کابل، کندهار او پکتیا کې ځینې ځایونه بمبار کړي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د پاکستان بزدله پوځ په کابل، کندهار او پکتیا کې ځینې ځایونه بمبار کړي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې د دغه بمبار له امله چاته د سر زیان ندی اوښتی.

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت:د ډیورنډ کرښې انتقامي عملیات د لوی درستیز په امر پای ته ورسېدل

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت وايي، د پاکستان له لوري د افغانستان د خاورې او هوايي حریم د نقض او د ملکي تلفاتو په غبرګون کې یې تېر ماښام د ماخستن په ۸ بجو د ډیورنډ کرښې پورې غاړه انتقامي عملیات پیل کړل، چې د شپې په ۱۲ بجو د لوی درستیز په امر پای ته ورسېدل.

وزارت په خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دغه عملیات د پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، کنړ او نورستان ولایتونو ته څېرمه ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې ۵۵ پاکستاني عسکر وژل شوي، دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې نیول شوې دي.

همداراز ویل شوي چې له څلورو نورو پوستو څخه پاکستاني عسکر تښتېدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په عملیاتو کې یو ټانک سوځول شوی، یو پوځي د انتقال موټر نیول شوی او سپکه او درنه وسله او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وزارت د خپلو ۸ جنګیالیو وژل کېدل او د ۱۱ نورو ټپي کېدل هم تایید کړي دي.

همدارنګه ویل شوي چې په ننګرهار کې د مهاجرینو پر کمپ د توغندیز برید له امله ۱۳ ملکي کسان ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.