شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 267

ولادیمیر زیلېنسکي:ډېر امکان لري چې کییف د واشنګټن ملاتړ د سولې د پلان له کبله له لاسه ورکړي

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي خبرداری ورکړی چې هېواد یې د یوه سخت او برخلیک‌ ټاکونکي انتخاب پر وړاندې ولاړ دی.

د ده په وینا، اوکراین باید پرېکړه وکړي چې خپل ملي حقونه او خپلواک دریځ ته لومړیتوب ورکړي، که هغه امریکایي ملاتړ وساتي چې کییف ورته شدید اړ دی؛ خو د سولې روانه طرحه بیا تر ډېره د روسیې په ګټه تمامېږي.

زیلېنسکي د جمعې په شپه خپل ولس ته په وینا کې وویل، ډېر امکان لري چې کییف د واشنګټن ملاتړ د سولې د پلان له کبله له لاسه ورکړي، چې دا به د اوکراین لپاره ستر سیاسي او امنیتي اغېزونه ولري.

بل لوري ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له نوې طرحې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په دغه پلان سره د مسکو او کییف نږدې څلور کلنه جګړه پای ته رسېدلای شي.

نورالدین عزیزي؛په هند کې د پانګونې د پراخېدو او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د خپل رسمي سفر په دوام کې په هند کې د دغه هېواد د خصوصي سکتور غړیو، هند کې مېشتو افغان سوداګرو او د PHD سوداګرۍ او صنعت خونې له مشرتابه سره غونډه کړې ده.

د غونډې په پیل کې د PHDCCI مشر افغان پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ګډو پروګرامونو او همکارۍ د پراخېدو ژمنه یې تازه کړې.

نورالدین عزیزي ګډونوالو ته د افغانستان د نويو پانګونې اسانتیاوو او د حکومت له لوري د خصوصي سکتور د پوره ملاتړ په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي ویلي چې هندي پانګوال دې یوازې پانګونې ته محدود نه وي، بلکې په وارداتو او صادراتو کې دې هم همکاري زیاته کړي.

هغه د پانګونې او وارداتو لپاره د سمنټو تولید، درملو، خوراکي توکو او ټوکرۍ (نساجي) برخې مهم فرصتونه وبلل.

د صادارتو لپاره یې د پنبې، تازه مېوو او وچو مېوو سکتورونه ډېر مناسب یاد کړل.

ایکسپرېس ټرېبیون:د تورخم بندیدو اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې سوداګرو ته ۱۵۰مېلیونه کلدارې زیان اړولی

پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون راپور ورکړی چې د تورخم د لارې تر بندېدو وروسته د اسلام‌اباد او راولپنډۍ عمده پلورونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د لویو سوداګرو د وینا له مخې، هر یو یې شاوخوا ۱۵۰ میلیونه کلدارې تاوان کړی او د انارو، انګورو او سبزیجاتو بارونه یې له اونیو راهیسې تورخم کې بند پاتې دي.

راپور وایي، ډېری مېوې او سبزیجات د ځنډ له امله خراب شوي او یا بېرته افغانستان ته ستانه شوي، او افغان سوداګر پر دې دلیل له بېرته پیسې ورکولو انکار کوي چې بارونه یې د قرارداد مطابق لېږدولي دي.

پاکستاني سوداګر د دروازې د پرانیستو لپاره د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ د عاجلو خبرو غوښتنه کوي، ځکه د سخت اقتصادي فشار له امله په ځایي بازارونو کې د کار د دوام لپاره درانه پورونه اخلي.

خیبر پښتونخو؛بنو کې د “اتحاد المجاهدین”وسله والې ډلې د امن ملیشې ۷کسان وژلي

0

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د وسله والو د یوې حملې په نتیجه کې لږترلږه ۷ کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

ځايي او رسمي سرچینې وايي چې په هاوایډ سیمه کې د قاري جلیل پر دفتر برید د حافظ ګل بهادر پورې تړلې ډلې «اتحاد المجاهدین پاکستان» ترسره کړی دی.

قاري جلیل د اسحاق ډلې” امن ملیشې” یو مهم غړی بلل کېږي.

چارواکي وايي پېښه لا هم تر پلټنو لاندې ده او سیمه کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

قرغزستان کې د طالبانو حکومت سفیر؛د خپل هندي سیال سره د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پراخوالي خبرې کړي

په قرغزستان کې د طالبانو حکومت سفیر عبدالشکور حقاني د هند له سفیر بیرېندر سِنګ سره لیدلي دي.

دواړو لورو د کابل او نوي ډهلي ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، سیمه‌ییز اتصال او بشري مرستو پر پراختیا خبرې کړي دي.

په خبرو کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر وروستی سفر هند ته مهم بلل شوی او هیله یې ښودلې چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سفر به هم د سوداګرۍ او صادراتو په برخه کې نوي فرصتونه رامنځته کړي.

همداراز د چابهار بندر او هوايي دهلیز میکانیزم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو لپاره د ستراتیژیک اهمیت لرونکي یاد شوي دي.

پاکستان؛فیصل‌اباد کې د فابریکې د اورلګېدنې له امله څلور کسان وژل شوي او څو کورونه ویجاړ شوي

0

د پاکستان د پنجاب ایالت په فیصل‌اباد کې د کیمیاوي موادو یوې فابریکې کې د اور لګېدنې له امله څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي چې د اور زور دومره ډېر و، چې د فابریکې ترڅنګ د څو کورونو چتونه هم راپرېوتل.

د ژغورنې ډلې چارواکو څرګنده کړې چې عملیات لا هم روان دي او احتمال شته چې د ویجاړ شویو ودانیو لاندې نور کسان هم بند پاتې وي.

امریکایي نیولاینز نشریه:پاکستان د طالبانو د حکومت د بدلولو لپاره له افغان مخالفینو سره تماسونه زیات کړي

امریکايي نشریې نیولاینز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پاکستان د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته، د طالبانو حکومت د مخالفو افغان څېرو سره سیاسي تماسونه بیا فعال کړي او د افغانستان د سیاسي جوړښت د بدلولو پر لارو چارو غور کوي.

راپور وایي اسلام‌اباد د «رژیم بدلون» پلان ارزوي.

نیولاینز د سرچینو له قوله لیکي چې د طالبانو د هند پر لور نږدې کېدل، د استانبول د سولې خبرې بې نتیجې پاتې کېدل او د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو زیاتوالی، د اسلام‌اباد امنیتي محاسبات بدل کړي دي.

راپور همداراز وايي چې پاکستان د طالبانو د مشرانو د نښه کولو پوځي او استخباراتي وړتیا لري؛ خو خبرداری ورکوي چې د طالبانو احتمالي سقوط به د قدرت خلا او د کډوالو نوې څپه رامنځته کړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان له احمد مسعود، یاسین ضیا او نورو مخالفو څېرو سره تماسونه پراخ کړي دي.

روسیه؛د طالبانو حکومت سفیر او د تاتارستان ولسمشر د همکاریو د پراخېدو پر لارو مفصلې خبرې کړې

روسیه کې د طالبانو حکومت سفیر مولوي گل حسن حسن تاتارستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هیواد له جمهور ريیس رستم مینیخانوف سره کتلي.

د سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د سیاسي، اقتصادي، سوداگریزو او امنیتي همکاریو د پراخېدو په اړه مفصلې خبرې شوي.

ګل حسن حسن، د افغانستان د امنیت ټینگښت، د مخدره توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي او رامنځته شویو اقتصادي فرصتونو یادونه کړې او هم يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د گډو سوداگریزو مرکزونو د پرانیستلو او د دواړو هېوادونو د محصولاتو لپاره د نندارتونونو د جوړولو وړاندیز کړی.

په ورته مهال؛ د تاتارستان جمهور ريیس له افغانستان د هر ډول اړیکو او همکاریو پراخېدو ته چمتووالی ښودلی او ویلي، تاتارستان کولای شي د افغانستان لپاره په تخنیکي او صنعتي برخو کې اړین توکي او خدمات برابر کړي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:د پکتیا په ډنډ پټان کې له پاکستان څخه قاچاق کېدونکې وسلې نېول شوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پکتیا په ډنډ پټان کې یې د پاکستان له لوري افغانستان ته د وسلو د قاچاق مخه نېولې ده.

د دوی په خبره، په دې وسلو کې ۳۴ تومانچې، څلور اېم‌فور، یو کرنکوف او څو نورې وسلې نیول شوې دي.

وزارت زیاتوي چې د وسلو قاچاق کوونکي تښتېدلي؛ خو د نیولو هڅې یې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ ټولې رسمي لارې تړل شوي او اړیکې سختې ترینګلې شوي دي.

خیبر پښتونخوا؛ډېره اسماعیل خان کې د ځمکني ماین چاودنې له امله نهه پولیسو ته مرګ ژوبله اووښتې

0

د خیبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان، د د ټاکواره سیمې په لاره کې د پولیسو پر رینجر موټر د یوه ښخ شوي ماین له کبله زوروره چاودنه شوې چې په نتیجه کې یې دوه پولیس افسران وژل شوي او لږ تر لږه اووه نور سخت ټپیان شوي دي.

د سیمې پولیسو په وینا، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د پولیسو ګزمې موټر د معمول ګزمې پر مهال له سیمې تېرېده.

د ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی او روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د برید مسولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.