جمعه, مې 1, 2026
Home Blog Page 267

جنرال سادات فدایي ته:که والیانو خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړای وای نه به جګړه وه نه به خلک د حکومت پر وړاندې دریدل

د کورنیو چارو وزارت پخواني امنیتي مرستیال خوشحال سادات د پخواني والي حلیم فدایي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي:« که دغو والیانو خپلی دندی په ایمانداری ترسره کړی وی ځوانان او ولس به د حکومت په ضد نه دریدل او جگړه به نه وه. »

ښاغلي سادات فدایي ته ویلي:« د جمهوریت پیل نه تر سقوط پورې چې زما یادیږي حلیم فدایي والي وه. کله به میدان وردګ کې، کله خوست، پکتیا او لوگر کې تعینیدو.»

دغه پخواني جنرال حلیم فدایي ته ویلي چې:« امریکایي او افغان طیارو به د بمبارد نه مخکې ولایت مقام څخه وتسپ په وسیله اجازه اخیسته. پورته ولایاتو کې چې د هر چا کور بمبارد شوی وي حلیم فدایي دې ورته ځواب ورکړي.»

حلیم فدایي:د یوه جنرال له خولې دا ډول د تعصب او نفرت ډک انګریزي تصور ډېر خطرناک دی

د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي د کورنیو چارو وزارت پر پخواني امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات سختې نیوکې کړي.

ښاغلي فدایي په خپل ایکس پاڼې جنرال خوشال سادات مخاطب کړی چې دا ډول غیر مسولانه څرګندونې د بې باکۍ او بې پروا څرګندونو زیږنده ده.

حلیم فدایي لیکلي:« د یوه جنرال له خولې دا ډول د تعصب او نفرت ډک انګریزي تصور ډېر خطرناک دی.»

دغه پخواني افغان سیاستوال ویلي:«غیر پښتنو ته د لنډغر اصطلاح مختص کول نهایت زیاته بې‌باکي او غیرمسؤلانه دریځ دی.»

ښاغلي فدایي ویلي:« طالبان د پښتنو استازي نه دي. د دوی سیاست پښتنو ته منسوبول ډېرې خطرناکې پایلې لري.»

شیخ هبت‌الله:علما دې اختلافات کم کړي او د «امارت» فرمانونه دې په ځان پلي کړي

په اسلام اباد کې د اروپايي اتحادیې سفیر ریمونداس کاروبلیس ویلي، چې د طالبانو څخه د پاکستان د ټي ټي پي پر سر د «جدي اقدام» غوښتنه د امنیتي حقیقتونو پر بنسټ ولاړه او د پام وړ ده.

کاروبلیس د یوې پاکستانۍ سره په مرکه کې ټینګار کړی چې اروپايي اتحادیه هر ډول ترهګري غندي او د هغه شواهدو په اړه چې اسلام‌اباد د افغانستان له خاورې د بریدونو په تړاو وړاندې کوي، باید د ډیپلوماسۍ له لارې بحث وشي.

هغه ویلي، چې د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ روان کړکېچ یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي او اروپايي اتحادیه د ترکیې د منځګړیتوب هڅو ملاتړ کوي.

د اروپايي اتحادیې دغه استازی چې تازه یې د اسلام‌اباد د سفیر په توګه دنده پیل کړې، وایي لا هم ژر ده چې پرېکړه وشي طالبان د دوحې ژمنو ته څومره ژمن پاتې دي، ځکه چې اتحادیه د خپلواک ارزونې لپاره کافي معلومات نه لري.

تمه کېږي چې په نږدې اوونیو کې د پاکستان او اروپايي اتحادیې لوړپوړی ستراتیژیک ډیالوګ د دواړو لورو د بهرني سیاست مشرانو په مشرۍ ترسره شي.

شیخ هبت‌الله:علما دې اختلافات کم کړي او د «امارت» فرمانونه دې په ځان پلي کړي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده په کندهار کې د فقهي مجالسو د مسوولینو او علماوو د دوه ورځني روزنیز سیمینار په وینا کې ویلي، چې علما باید د یو بل پر ضد مخالفت ونه کړي، حقایق پټ نه کړي او د خلکو ترمنځ د شخړو د ختمولو لپاره هڅې وکړي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې شیخ هبت‌الله علماوو ته سپارښتنه کړې چې د «امارت» د فرمانونو عملي کول دې لومړی په خپله شروع کړي او وروسته یې نورو ته ورسوي، څو خلک د هغوی له عمل څخه الهام واخلي.

مولوي عبدالسلام حنفي:له پاکستان سره ستونزې باید د خبرو او منطقي طرحې له لارې حل شي

‏د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې له پاکستان سره روانې ستونزې باید د خبرو اترو او یوې منطقي حل‌لارې له لارې هوارې شي.

هغه د پانګونې د جذب په اړه په یوې غونډه کې ټینګار کړی چې جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او هېوادونه باید د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې ولري.

حنفي ویلي، طالبان پر هېچا برید نه کوي؛.خو که پرې برید وشي، د ځواب حق لري.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د طالبانو حکومت او پاکستان اړیکې تر شخړې وروسته ترینګلې شوي او سوداګري یې په ټپه درېدلې ده.

غزه؛له اوربند وروسته اسراییلو ۳۹۳ بریدونه کړي چې ۲۷۹ فلسطینیان یې وژلي

0

‏د غزې د رسنیو د دفتر د معلوماتو له مخې، د اوربند له پای ته رسېدو وروسته اسراییلي ځواکونو پر غزه کې پراخ هوايي او توغندیز بریدونه کړي چې په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۹۳ بریدونه ثبت شوي دي.

چارواکي وايي په دغو بریدونو کې ۲۷۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۵۲ نور ټپیان شوي دي.

بل لور ته، په لبنان کې د صیدون ښار سوېلي څنډې ته یو بل اسراییلي هوایي برید شوی دی.

راپورونه وايي چې دا برید د فلسطیني کډوالو پر یو کمپ ترسره شوی چې له امله یې ۱۳ کسان ژوند بایللی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

جنوبي وزیرستان؛په مکین کې ناپېژاندو وسله‌والو ۹ کاریګر تښتولي

0

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا د سویلي وزیرستان د مکین په سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو ۹ کاریګر تښتولي دي.

سرچینې وایي یو تن له وسله‌والو څخه په تېښته بریالی شوی؛ خو د پاتې کسانو د موندلو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.

د خراسان ډایري د معلوماتو له مخې، دغه کاریګر د یوې امنیتي پوستې د جوړولو پر مهال برمته شوي او سیمه اوس د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده.

هند؛د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نوي ډیلي ته په رسمي سفر هرکلی کړی

د هند د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په رسمي سفر نوي ډیلي ته په رسېدو هرکلی کړی دی.

د وزارت د ویاند په وینا، دغه سفر د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د همکارۍ د پراختیا لپاره ډېر مهم بلل کېږي او دواړه لوري به د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او نوو همکاریو د لارو د لټون په اړه تفصیلي بحثونه وکړي.

هندي اړخ زیاتوي، چې د اقتصادي فرصتونو پراخول، د متقابلې پانګونې اسانتیاوې او نوې ګډې پروژې د دې سفر د اجنډا مهم ټکي دي.

د کوټه-چمن لویه لار کې؛پر یوې امنیتي پوستې برید شوی

0

راپورونه وایي، چې د کوټه-چمن لویې لارې پر یوه امنیتي پوستې برید شوی دی.

د راپورونو په خبره، د پوستې مسوول افسر په برید کې وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځای تېښته کړې ده.

ویل کېږي چې د سیمې چارواکو د پېښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د طالبانو حکومت؛د صنعت او سوداګرۍ وزیر د هند په رسمي بلنه نوي ډیلي ته روان شو

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د هند په رسمي بلنه نوي ډیلي ته روان شوی دی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې سفر اصلي هدف د چابهار بندر د ظرفیتونو په بشپړ ډول فعالول، د هند د پانګونې جذب او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخول دي.

په دې سفر کې به طالب پلاوی د پراګتي نړیوال نندارتون له کتنې سربېره د هند د بهرنیو چارو او سوداګرۍ له وزیرانو، پانګوالو او د خصوصي سکټور له استازو سره وګوري.

د یادونې ده چې دغه سفر د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.