جمعه, مې 1, 2026
Home Blog Page 263

د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکیچ؛یوازې تیره میاشت منځني هیوادونو ته ۲۶۷میلیونه صادرات شوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکیچ او لارې تړل کیدو وروسته، تازه شمیرو ښودلې چې د هېواد صادراتو په تیره میاشت (اکټوبر) کې د پام وړ زیاتوالی موندلې.

تازه شمېرې ښایي چې افغانستان په تیره میاشت کې شاوخوا ۲۶۷ میلیونه ډالره صادرات کړي، چې دا د تېر کال په پرتله څلور سلنه زیاتوالی ښيي.

د اقتصادي شنونکو په وینا، دا پرمختګ په ځانګړي ډول هغو بازارونو ته د نوې لارې پرانیستو پایله ده چې افغان تولیدات ورته په منظم ډول استول کېږي.

راپورونه وايي چې د هند او ازبکستان لوري ته د صادراتو پراختیا د بازارونو د تنوع او د بدیلو لارو د موندلو یوه بریالۍ هڅه بلل کېږي.

په اکتوبر میاشت کې د خوراکي توکو صادرات ۲۳۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د تېر کال په پرتله یې ۸،۶ سلنه زیاتوالی ثبت کړی دی.

د سویلي آسیا د ترانزیټي فشارونو له منځه، افغان سوداګر اوس هم هڅه کوي چې د بدیلو بازارونو او مسیرونو له لارې د صادراتو ثبات وساتي.

مالیې وزارت:له پاکستان سره د سوداګرۍ درېدلو افغانستان باندې هیڅ تاثیر نه دی کړی

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وایي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ د بندېدو موضوع پر افغانستان هېڅ اغېز نه لري.

یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د هېواد صادرات او واردات د سیمې له نورو هېوادونو سره په عادي ډول پر مخ روان دي.

وزارت زیاته کړې، چې ګمرکي عواید کم شوي نه دي او سوداګریز بهیر له کومې جدي ستونزې پرته جریان لري.

په اعلامیه کې یو ځل بیا له افغان سوداګرو غوښتنه شوې چې خپلې تجارتي لارې د پاکستان پر ځای نورو هېوادونو او بدیلو مسیرونو ته واړوي، او ټینګار شوی چې «اسلامي امارت» به په دې برخه کې له سوداګرو بشپړه همکاري وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي:د اسلامي نظام لاندې د افغانانو حقونه خوندي دي

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي د یوې غونډې پر مهال خبرداری ورکړی چې که د اسلامي احکامو له تطبیق څخه غفلت وشي، الله تعالی به د اسلامي نظام نعمت واخلي.

هغه ټینګار کړی چې اسلام د انسان د ژوند ټولې برخې رانغاړي او د امر بالمعروف اصل د اسلامي نظام روح بلل کېږي.

په دې غونډه کې د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلې چې د اسلامي نظام تر واک لاندې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي، او د طالبانو حکومت د کابل والي امین‌الله عبید ویلي چې د دوی له واکمنۍ سره افغانستان له تجزیې وژغورل شو.

هالنډ کې؛د ملکې ثریا د زوکړې ۱۲۶مه کلیزه او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد غونډه شوې

هالنډ کې د افغان ښځو د پیوستون ټولنې او د لومړیتوب لرونکو ښځو د سازمان په ګډ کوربتوب د ارواښادې ملکې ثریا د زوکړې د ۱۲۶مې کلیزې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد غونډه شوې.

په مراسمو کې لسګونه افغان فعالان، فرهنګیان، محصلان او د ښځو د حقونو مدافعینو ګډون کړی و.

ویناوالو د ملکې ثریا د ژوند، تعلیمي او ټولنیز پرمختیايي فکر په اړه خبرې کړې او ټینګار یې کړی چې هغې د نجونو د زده کړو، ښځو د کار او مدني مشارکت لپاره تاریخي لاسته راوړنې لرلې.

ګډونوالو د افغان ښځو اوسني وضعیت ته هم اشاره کړې او د نړیوالې پاملرنې اړتیا یې مهمه بللې.

د غونډې په پای کې کوربه بنسټونو د افغان ښځو د تعلیم، کار او اساسي حقونو د ملاتړ لپاره د خپلو ګډو برنامو د دوام اعلان کړی.

عباس عراقچي:د ایران او افغانستان سوداګري له اروپايي هېوادونو سره د تجارت له حجم څخه زیاته ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې د ایران او افغانستان ترمنځ اوسنی تجارتي حجم د ایران له اروپايي هېوادونو سره د تجارت له مجموعې هم ډېر دی.

هغه ټینګار کړی چې د ایران سرحدي ولایتونه کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي، او سرحدي ستونزې هم د دغو ولایتونو د محلي چارواکو له خوا حل کېدای شي.

د یادونې ده چې ایران تازه اعلان کړی چې هره اونۍ به افغانستان ته ۱۰۰۰ ټنه سېمنټ صادروي.

چین او تاجیکستان؛د افغانستان د سولې او ثبات په ګډو همکاریو ټینګار کړی

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په تاجیکستان کې د خپل سیال سراج‌الدین مهرالدین سره د لیدنې پر مهال ویلي چې افغانستان د دواړو هېوادونو ګډ ګاونډی دی، او بیجینګ چمتو دی له دوشنبې سره په ګډه د افغانستان د سولې، ثبات او بیارغونې په برخو کې همکاري پیاوړې کړي.

وانګ یي چې تاجیکستان ته په رسمي سفر تللی، د بهرنیو چارو وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو او سیمه‌ییزو همکاریو د زیاتولو په اړه خبرې کړي دي.

د سفر په لړ کې هغه د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره هم ځانګړې ناسته کړې ده.

زلمی خلیلزاد:د افغانستان د سولې خبرې له اوکراين سره نه شي پرتله کېدای

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوکراين د احتمالي خبرو اترو په اړه د وال سټریټ ژورنال اندېښنو ته په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان د سولې خبرې له اوکراين سره هېڅ ډول پرتله نه لري.

خلیلزاد په یوه تازه څرګندونه کې ویلي چې په افغانستان کې جګړه د امریکا جګړه وه، امریکايي سرتېري وژل کېدل او د همدې جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا او طالبانو مستقیمې خبرې اړینې وې.

هغه زیاتوي چې د دې برخلاف، په اوکراين کې جګړه د اوکرايني ځواکونو له لوري پر مخ وړل کېږي او امریکا په هغه ډول په جګړه کې ښکېله نه ده.

نوموړي ادعا کړې چې د افغان دولت د مذاکراتو له بهیره د ایستلو خبرې سمې نه دي، او په لومړیو پړاوونو کې امریکا د طالبانو او افغان حکومت تر منځ منځګړې دیپلوماسي رهبري کوله.

د ده په وینا، کله چې له دواړو خواوو سره جلا تفاهمونه تر لاسه شول، بیا افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرو ته کېنول شول، که څه هم دغه بهیر بریالی نه شو.

خلیلزاد ټینګار کوي چې د افغانستان قضیه له دې امله جلا ده چې د شل کلنې جګړې وروسته امریکایي سرتېري ووتل؛ خو د اوکراين جګړه د اوکرايني پوځ له لوري مخ ته وړل کېږي.

هغه ویلي، د افغانستان جمهوري نظام په دې خاطر ونړېد چې د ده په وینا «د پوځ لیکې ویلې شوې او مشرتابه هېواد پرېښود.»

مالیې وزارت:نړیوال بانک په افغانستان کې خپل بند شوي فعالیتونه فعال کړل

مالیې وزارت وایي نړیوال بانک د ګډو هڅو په پایله کې بېرته له افغانستان سره خپل بند شوي فعالیتونه فعال کړي دي.

د وزارت په وینا، بانک د هغو قراردادي شرکتونو د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړې چې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ یې پروژې عملي کړې وې.

تر اوسه په لومړي پړاو کې ۹.۳ میلیونه ډالر او په دوهم پړاو کې ۱۶.۸ میلیونه ډالر شرکتونو ته لېږدول شوي دي.

وزارت وايي، درېیم او څلورم پړاو به هم ژر شروع شي او ټول ۴۵ میلیونه ډالر به شرکتونو ته ورکړل شي.

غزه؛د اسراییلو په تازه بریدونو کې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د غزې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییلو په تازه هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

دوی ویلي چې لومړی برید د رمل په سیمه کې پر یوه موټر شوی چې پنځه کسان یې وژلي او دوهم برید د دیرالبلح ښار او نسیرات پنډغالي په اړخونو کې شوی چې لس تنه پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

راپورونه زیاتوي چې اسراییلو څلورم برید هم پر یوه کور ترسره کړی چې له امله یې پنځه نور کسان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ ادعا کوي چې دغه بریدونه یې د هغه کس د تعقیب په موخه کړي چې د اسراییل تر ولکې لاندې سیمو کې یې د مرستندویه کاروانونو څخه ناوړه استفاده کړې وه.

د اصف دراني په څرګندونو نیوکې؛د داعش د قوماندانانو مرموزه وژنه دا ښکاره کوي چې پاکستان د ترهګرو تمویلوونکی دی

د چارو شنونکي وایي، چې د پاکستان د پخواني ځانګړي استازي اصف دراني وروستۍ څرګندونې مغرضانه او له واقعیتونو لرې دي.

دوی ټینګار کوي چې پاکستان لا هم د خپلو ناکامو ستراتیژیو له لارې د داعش په ګډون بېلابېلو ترهګرو ډلو ته د ساتنې او روزنې پالیسي تعقیبوي، او پر همدې اساس هڅه کوي افغانستان په ناحقه د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړي.

شنونکي زیاتوي چې په پاکستان کې د داعش د قوماندانانو او د ټي‌ټي‌پي د مرستیال مرموزې وژنې ښکاره کوي چې دغه هېواد د ترهګرو د فعالیتونو اصلي مرکز دی، نه افغانستان.

د دوی په باور، د اصف دراني او ځینو نورو پاکستانیو چارواکو څرګندونې د واقعیت خلاف او د پخوانیو ناکامو پالیسو د پټولو هڅه ده.

د یادونې ده، اصف دراني ویلي وو چې ټي‌ټي‌پي د افغان طالبانو له ملاتړه برخمنه ده.